
غزل
دوست محمد ځونډى
ښايي بیا کوچيان راځي د شپېلئ غږ دی ـ شو موسم د پسرلي دشپيلۍ غږدى
يو څوک بيا سپينه سپوږمئ او رڼه ستوري ـ په پلو کې زنګوي د شپيلئ غږ دی
دمودو مودو اوږدو جګړو له لاسه - ټپې مړې دی او زخمي د شپيلئ غږ دى
يوه نجلئ د خپل شهيد شپونکي په قبر ـ مړې مړې اوښکي تويوي د شپیلئ غږ دی
يوې نجلۍ خپلې همزولې ته ورو وويل - والله دا خو دځونډي دشپيلۍ غږدى
29.12.2010
- نورمحمد سعيد
شك
د جهان د نمر پرستو
د تپژنو ارادو په نتیجه کښې
د جهان د نمر پرستو
د تودو تودو بادونو
د بې در ېغه ېرغلونو له انجامه
ېرېدلے ترهېدلے
د تک شین اسمان د لاندې
د تودو تپژنو شګو
د شکونو کور کښې اوسم
د خپل قد په سيوری هم شکي شکي ېم...
08.01.2011
- نورمحمد سعيد
د جمعي مبارکي په ورځ، چې د ١٣٨٩ م کال دمرغومي دمياشتې ١٧ مه نيټه وه، دپکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ کابل مېشتو فرهنګيانو دخپلې سيمي د فرهنګي هڅو د انسجام او د هيواد په کچه له نورو کولتوري او فرهنګي ټولنو او شخصياتو سره دخپلو ادبي هلوځلو او تجربو دشريکولو په موخه دسيمي د اوو تنو وتليو فرهنګي شخصيتونو دمشرتابه هئيت په مشرۍ يوه فرهنګي ټولنه جوړه کړه. د ټولني د تاسيسي غونډي ګډونوالو درايو په اتفاق سره اوه تنه هريو ښاغلى، څيړندوى محمد نبي صلاحي، ډاک...