دا کابل دی/ نورمحمد سعید
لیکوال: نورمحمد سعید د کابل ښار مرکزي برخه کې بې له هغې هم ګڼه ګوڼه وي، خو نن ماښام، چې خورا سوړ باد لګېده، د دغه ځای په څلور لارې کې خورا ډېر خلک کورونو ته د ستنېدو لپاره ښاري موټر ته منتظر ولاړ وو. د ښار له مرکزي برخې د لرې پرتو سیمو ګاډي هسې هم لږ وي او کابل کې، چې د نړۍ د ډېرو نورو لویو ښارونو خلاف د ماښام له راتلو سره د ژوند چارې نژدې په ټپه په کې ودريږي
د کونډې لیدلوری
لیکوال: نورمحمد سعید شپاړس کلن زلمی د برنډې په بر سر کې پر یوازینۍ پرتې نیالۍ ناست و. کله یې پر پټکي ګوتې وهلې او کله یې هم واسکټ سماوه. دوې کشرانې خوېندې یې پر تش غولې ورته ناستې وې او د هلک خبرې یې په غور اورېدې. مشرې خور یې د زاړه ټیکري د پلو په پیڅ
plants after the trees
In Afghanistan's central provinces there are a wild green plant called( illa rang.) in past the plant was use as local medicine for physical damage or as pain killer. but nowadays,some people found it's roots are useful for other Purposes as well. they are using the roots of the plant to make color for handmade carpets. since then hundreds of locals comes every night out o
د کابل غرونو سپین سرونه
نن د اکتوبر میاشتې ۱۷ ده. سهار وختي د کابل شاوخوا غرونو سرونه په سپینه واوره پټ ولیدل شول. تېره شپه پر ښار هم یو څه باران واورېد، چې د جنوب او لوېدېځ لور ته د وچو لوړو غرونو پر څوکو د سپینې واورې په بڼه اوس هم لیدل کېږي، چې په ځايي وخت د ګهیځ شاوخوا اته نیمې بجې دي. دلته نن د لوی اختر دریېمه ورځ ده، ځکه تر اوسه ډېر خلک سړکونو ته نه دي راوتلي. پر سړکونو ډېر لږ موټر لېدل کېږي او د برايي شپې باران د سړکونو غاړو ته
افغانستان کې اختر او د ژوند رنګونو توپیر
نورمحمد سعید
د کابل تاریخي اثار
نورمحمد سعید کابل چې لرغونی ښار دی او خورا بډایه تاریخي ورثه لري، تاریخي ابدات هم په کې پریمانه دي. مثلاً د دې تاریخي ابداتو له ډلې څخه پوسته خانې یا ډاکخانې یادولای شو. نه پوهېږم، د ځي او خونې یا تون په کتار کې به راځي او که نه. خو په هر صورت د اوس لپاره مو موضوع دا ده، چې دغه پوسته خانې د کابل له تاریخي ابداتو څخه
د تمدنونو ملاقات
کلیوال هلک د سړک څنډې ته ولاړ و. سړک هم د کابل په ښار نو سیمه کې، چې د ګاډو، موټر سایکلونو، سایکلونو لاس ګاډیو او ... په کې غوچ ماغوچ جوړ و. هلک به ښايي دیارلس، څوارلس کلن و. پېښورۍ څپلۍ یې پر پښو وې او رنګین، خو موښلي کالي یې اغوستي وو. لمن یې څو ځایه څېرې وه. سپینه خولۍ یې پر سره وه. یوه لاس کې یې د موټرو برفپاکونه وو او بل کې یې سګریټ. کله به له خپل ملګري سره، چې
انځورونه
نورمحمد سعید په هره لیکنه کې د ځان لیدنه، بلکې د ځان ځایونه یوه ستونزه ده، چې ډېر زاړه او نوي لیکوال او لوستونکي ورسره مخامخ دي. داسې هم ویل کېږي، چې ځینې لیکوال د خپل زړه ارمانونه په خپلو اثارو کې ترسیموي. دا معانا چې دغسې لیکوال په خپلو داستاني اثارو کې هغه ژوند انځوروي، چې دوی یې د تېروولو ارمان پ
کره نکلونه
نورمحمد سعید د افغان ابي بهیر په غونډه کې د یوه تکړه لیکوال پر لنډه کېسه کره کتنه وه. زما په شمول ټولو دوستان په دې وغږېدل، چې د کېسې چوکاټ څنګه و، پیغام په کې څه ډول و، نثر یې څنګه و، تصویرونه په کې لږ و او که ډېر، تلوسه یې څنګه وه...
هغه درد چې دوه دېرش کلن شو
هغه درد چې دوه دېرش کلن شو
د لوستونکو خوشحالول
ډېر یاران اوس هم شعوري هڅه کوي، هغه څه ولیکي چې ټول لوستونکي پرې خوشحاله کړي. خو ښايي همدغه نکته ده، چې یو لیکوال د ذهنیتونو جوړولو پر ځای خپله د عامه ذهنیت برخه شي. نه لوستونکي خوشحال کړي او نه هم خپله له خپل لیکه خوند اخلي. داسې حالت کې خپل انفرادیت ساتل ممکن نه دي او دا چې عامه خبره هر څوک کوي، ځکه ورته د چا پام &nbs
قیمار
د لیک لوست په لړ کې د مروجو مېتودونو زده کړه په خپل ځای خورا مهمه ده، خو د نویو هغو نه زده کول له ځان سره ظلم کول دي. له ذوقه هاخوا لیکوالي د یوه لیکوال او شاعر لپاره د کار او روزګار وسیله هم ده. دې لړ کې له نویو علمي تحولاتو، ځان نه خبرول د داسې قیمار وهلو معانا لري، چې معمولاً په کې لیکوال خپل شته بایلي. زموږ خوا ته که پوښت
The warrior poet comes alive
By Sher Alam Shinwari Daily dawn Theatrics: The warrior poet comes alive After the success of the theatre play on Rahman Baba, the culture department of Khyber Pakhtunkhwa (KPK) rec
څوک ملامت دي؟
ځینې دوستان د خپلې لهجې په کره والي ټینګار کوي، خو د ځینې نورو په غوږونو د نورو لهجه خوږه لګېږي. که د خپلې لهجې په کره والي د ټینګار کوونکو، پر ځان مینتوب پرېږدو، په لهجو کې رښتیا هم بلها خواږه پراته دي. دا چې سړی احساس کوي، خپله ژبه مې په بدله
څه مو کړي؟
د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې په ویاړ ډېرو ډېر څه وویل. له خپلو ګیلې، له پردیو شکایت، له حالاتو سر ټکونه او... خو دا نوې خبرې نه دي، پخوا هم شوې او په راتلونکي کې به هم کېږي. څه باید وشي، چې دا حالت بدل شي؟ دا هم زړه خبره ده، په کراتو مراتو تکرار شوې، سولېدلې او بې خونده. نن په فېسبوک کې داسې بې شمېره لیکنې تر سترګو کېدې، چې همدا تکراري خبرې په کې لیکل شوې وې، د خپلو یو شمېر دوستانو د لیکنو املا ته مې کتل چې باور مو وشه تر پخوا خرابه شوې وه. دا چې څه شوي، یا
لوبغاړې
لوبغاړې لوبغاړې وه لوبغاړې اې له بېټ سره ولاړې چې ته اوټ شې زه خپه شم زړه مې چوي چې سوځېږې په شپیزه دې خوشال شم ته چې خاندې زه هم خاندم زړه مې وايي كاشكې توپ واى چې په هر لور دې وهلى بېرته ستا خواته ته درتللى اې ستا نن اخري لوبه زما هم اخري لوبه
د اوږده سفر یو بل پړاو
نن سبا د پښتو شعر په خورا زور او زوږ پرمختګ کوي. خو دا لړۍ تل داسې نه وه. په طبیعي ډول د نورو ژبو د شعر غوندې پښتو شعر هم له ډېرو لوړو ژورو راتېر شو. خو د ودې او پراختیا په دې سفر کې د پښتو شعر د مزل لاره ګام په ګام له ازغو ډکه وه. د وسایلو نشتوالي، سیاسي او ټولنیزې ستونزې، بې وزلۍ او په خپله حوزه کې د پښتو پردیتوب هغه مسایل وو، چې د پښتو شعر وده يې ټکنۍ کړې وه. یو وخت داسې هم راغی، چې پریمانه بازاري شعر
څنګه ولیکو، چې ډېر ولوستل شي؟
نورمحمد سعیدد یوې مشهورې مجلې مدیر خپل مرستیال ته نصیحت کاوه وايي: ګوره په سرلیکونو، عددونو او نومونو لیکلو کې به ډېر پام کوې، نور یې غم مه کوه خیر به شي. د شمېرو او نومونو ناسم لیکل هم خلک پاروي او هم ناسم پوهاوی خپروي. که د چا نوم ناسم ولیکل شي، ممکن ځان ته یې سپکاوی وبولي او داسې حق هم لري. د ناسمو سرلیکونو او عددونو لیکل کله نا کله د ټول متن مفهوم بدلولای شي. خو دا خبره ډېره پخوانۍ ده، لسیزې پر
ویلو ته باید ډېر څه ولرو
نورمحمد سعید دا غوښتنه په ډېرېدو ده، چې باید ادب د ټولنیزو ستونزو په هواري کې خپل ځانګړی رول ولوبوي. رسنیز ډګرته د ادبي ترکیبي اجزاوو ننوتل هم په دې باره کې نیک پال بلل کېږي، ځکه له دې سره د وینا چوکاټ ورځ تر بلې پراخېږي.
د طنز او ټوکو ټکالو تر منځ توپیر شته؟
نورمحمد سعید کله نا کله موږ د طنز ټوکو ټکالو او یا تمسخر تر منځ نازکه کرښه هېره کړو. یو شمېر داسې لیکنې وینو، چې د طنز په نوم وړاندې کېږي، خو اصلاً هغه ټوکې ټکالې او یا هم تمسخر وي. ټول پوهیږي، چې طنز ځانګړی ژانر نه دی، خو دا هم رښتیا ده، چې طنز په خوړو کې د مالګې په څېر، بلکې د خوږې په