کلیوال هلک د سړک څنډې ته ولاړ و. سړک هم د کابل په ښار نو سیمه کې، چې د ګاډو، موټر سایکلونو، سایکلونو لاس ګاډیو او ... په کې غوچ ماغوچ جوړ و.
هلک به ښايي دیارلس، څوارلس کلن و. پېښورۍ څپلۍ یې پر پښو وې او رنګین، خو موښلي کالي یې اغوستي وو. لمن یې څو ځایه څېرې وه.
سپینه خولۍ یې پر سره وه. یوه لاس کې یې د موټرو برفپاکونه وو او بل کې یې سګریټ. کله به له خپل ملګري سره، چې ده ته ورته و، یوه خبره وکړه، دواړو به وخندل، له سګریټه به یې لوخړه وایسته او کله به یې د یوه نیم ګاډي لور ته منډه کړه، چې لږ به ورو شو.
برفپاکونه به یې ورمخې ته کړل، خو د انکار له اورېدو وروسته به په شا شو او بیا به یې سګریټ شونډو ته یووړ.
د ګاډو په ګڼه ګوڼه کې ښاري هلک پر سایکل سپور راغی او له لېرې یې کلیوال هلک ته اشاره وکړه، چې لاره پرېږدي.
ښاري هلک پاک سوتره کاوبوای پتلون او وروسره رنګین ټي شرټ اغوستي و.
وېښته یې په ترتیب اړولي وو او د کتابونو کڅوړه یې پر شا وه.
یوه لور ته یې یو په بل پسې ګاډي ولاړ وو او بل لور ته، چې نرۍ نروچکې لار پاتې وه، کلیوال هلک په بې پامۍ ولاړ و او د ( کاروبار ) لپاره یې ګاډي څارل.
ښاري هلک مجبور شو، سایکل ودروي، یوه پښه یې پر ځمکه کېښوده، په کیڼ لاس یې کلیوال هلک پورې واهه او سایکل یې مخکې ټیل واهه، وبونګید او له دوه ګامه مخکې تلو وروسته ودرید، له هغې کڅوړې یې د اوبو بوتل راوایست، چې پر شا یې وه، په هغه لاس یې اوبه توېې کړې، چې کلیوال هلک ته یې وروړی و، له جیبه یې لاس پاک راوایست، لاسونه یې پرې ښه وموښل او په مخه روان شو.