نن سبا د پښتو شعر په خورا زور او زوږ پرمختګ کوي. خو دا لړۍ تل داسې نه وه. په طبیعي ډول د نورو ژبو د شعر غوندې پښتو شعر هم له ډېرو لوړو ژورو راتېر شو. خو د ودې او پراختیا په دې سفر کې د پښتو شعر د مزل لاره ګام په ګام له ازغو ډکه وه.

د وسایلو نشتوالي، سیاسي او ټولنیزې ستونزې، بې وزلۍ او په خپله حوزه کې د پښتو پردیتوب هغه مسایل وو، چې د پښتو شعر وده يې ټکنۍ کړې وه.

یو وخت داسې هم راغی، چې پریمانه بازاري شعرونو او سندرو ډېر پښتانه شاعران له یوه مخه مایوسه کړل. دوی فکر کاوه، چې شاید غږ يي په مري کې چارمارۍ شي.

خو له یوه پلوه د ژبې په توګه پښتو کې د معیاري شعرپنځونې د قوت شتوالي د پښتو شعر ډیوه له وژل کېدو وژغورله، بل لور ته د پښتو شعر اوسنی حالت د هغو ټولو پښتنو شاعرانو د شواخون نتیجه وه، چې له غورځېدو پرځېدو سره يي هم نه خو معیار له لاسه ورکړ او نه هم له خپلې مبارزې په شا شول.

کله چې تر څه حده د خیال د اظهار لپاره وسایل وموندل شول، نو سمدلاسه ورسره په لراوبر کې سربېره پر دې، چې د پښتو حکومتي سرپرستي کې ډېر توپیر نه دی راغلی، بې شمېره پښتانه شاعران لاس په کار شول او په لنډه موده کې يې د کلونو کلونو کار وکړ.

یوه بله ګټه دا وشوه، چې د سیاسي او ټولنیزو ناخوالو له کبله بې وطنه شویو شاعرانو نورې ژبې زده کړې، د نورو کولتورونه او فرهنګونه یې له نژدې ولیدل او د تخیل دایره یې ورسره پراخه شوه.

د خپلې ژبې پراخه حوزه يې ولیده او له یوه بله یې ډېر څه زده کړل. دغه وجه ده چې د لسیزو مزلونه په کلونو کې لنډ شول.

د هاند شعر خوږ او روان دی.

د انټرنیټ انقلاب د ټولې نړۍ معلومات د یوه انسان د ګوتو څوکو ته راوړل. دغه کار د دې سبب شو، چې زموږ د شاعر مطالعه پراخه او د شعر محتوا يي بډایه شي.

ځوان شاعر محمد جعفر هاند هم د نوي کول له همدې ډلې شاعرانو څخه یو دی، چې پراخې مطالعې او د پردیو ژبو زده کړې ورسره د معیاري شعر په ویلو کې خورا ډېره مرسته کړې.

هاند په ننګرهار کې د شرعیاتو پوهنځي د فقهې او قانون څانګه لوستې او دغه راز يي په سیاسي علومو کې د هند له اندراګاندي پوهنتونه ماسټري تر لاسه کړې اوهمدا سبب دی، چې په شعر کې يي له دودیزو خوږو سره سره د نوي عصر د حالاتو تصویر هم لېدل کېږي.

(ولي مې نه هېریږې) د ښاغلي هاند دویمه شعري ټولګه ده، چې په دا وروستیو کې ختیځ خپرندویه ټولنې چاپ کړې ده. د زرو په تېراژ دغه چاپ شوې ټولګه ۹۶ مخونه لري او شاوخوا همدومره نظمونه او غزلونه په کې یوځای شوي دي.د هاند شعر خوږ او روان دی.

د ده په شعر کې تر ډېره حده د ګل او بلبل د کېسو په ځای د مهال څرګند تصویر وینو، چې د شعر په ژبه د یوه حساس انسان د زړه حال څرګندوي.

د هاند په شعر کې ډېر نوي څه وینو، چې یوه ښه بېلګه يي په دې نظم کې نغښتې ده.

 

کوم یوه ناځوانه او نامرده سړي

له ما زما د ایمیلونو آ پاسورډ غلا کړی

خو ماته

زما د خپلو اکاونټونو ایمیلونو هېڅ پروا نه راځي

خفه پر دې یمه چې

دغه ناځوانه او نامرده سړي

ستا د نامه ښایسته زرین توري له ما پټ کړي