نورمحمد سعید


د یوې مشهورې مجلې مدیر خپل مرستیال ته نصیحت کاوه وايي: ګوره په سرلیکونو، عددونو او نومونو لیکلو کې به ډېر پام کوې، نور یې غم مه کوه خیر به شي.

 د شمېرو او نومونو ناسم لیکل هم خلک پاروي او هم ناسم پوهاوی خپروي. که د چا نوم ناسم ولیکل شي، ممکن ځان ته یې سپکاوی وبولي او داسې حق هم لري.

 د ناسمو سرلیکونو او عددونو لیکل کله نا کله د ټول متن مفهوم بدلولای شي. خو دا خبره ډېره پخوانۍ ده، لسیزې پرې اوښتي. دا د هغه وخت خبره ده، چې انټرنیټ لا چا په خوب کې هم نه و لیدلی.

 اوس چې دغه اسانتیا موندل شوې، د لیک او لوست په برخه کې لږ نورو نصیحتونو ته هم اړتیا شته، چې لومړی هغه یې د استاد اسدالله غضنفر په وینا لنډ متن لیکل دي. د انټرنیټ لوستونکي د اوږدو پرپړو د لوستلو حوصله نه لري.

داسې هم کېږي، چې دوی په ورته مهال دوه درې او ان څلور ځایه په لوست بوخت وي. له دې سره سره داسې احتمال هم شته، چې نه یوازې سترګې، بلکې غوږونه یې هم مصروف وي او یو څه اوري. په داسې حالت کې دا تمه کول، چې یو لوستونکی به اوږد متن ولولي شاید هسې د ځان خوشحالول وي.

 بله مساله چې لږ پام ورته کېږي، داده، چې پخوا به یو شمېر لیکوالو د اړتیا له مخې اوږده متنونه لیکل. مثلاً د ورځپاڼو او یا مجلو د مخونو ډکولو لپاره به خلک اړ وو، چې خپل مضمون لنډ او یا هم اوږد کړي، خو په انټرنیټ کې داسې کولو ته اړتیا نه شته، بلکې همدومره څه کافي دي، چې د زړه حال په کې څرګند شي.

د ژورنالیزم له اصولو څخه یو یې هم دادی، چې ویلو ته یو څه ولره او په اسانه ژبه یې ووایه، خو زه وایم یوه بله دې هم پسې وي او هغه دا چې لنډ یې ووایه.