ډېر یاران اوس هم شعوري هڅه کوي، هغه څه ولیکي چې ټول لوستونکي پرې خوشحاله کړي.

خو ښايي همدغه نکته ده، چې یو لیکوال د ذهنیتونو جوړولو پر ځای خپله د عامه ذهنیت برخه شي.

نه لوستونکي خوشحال کړي او نه هم خپله له خپل لیکه خوند اخلي.

داسې حالت کې خپل انفرادیت ساتل ممکن نه دي او دا چې عامه خبره هر څوک کوي، ځکه ورته د چا پام  هم نه اوړي.

لیکوالان او شاعران، نه یوازې حساس مخلوق دی، بلکې ځیرک هم دي. دوی د ډېرو مسایلو تل ته په اسانۍ کوزیږي او په اسانۍ یې په حل هم پوهېږي.

هغه شاهکارونه چې له مودو راهیسې د خلکو په زړونو لیک دي او یا یې د ټولنو په بدلون کې مهم راوستی، نژدې ټول یې داسې دي، چې لیکوال یې له عامه غبرګونه بې پروا، هغه څه لیکلي، چې خپل عقل او وجدان یې مشوره ورکړې.

زموږ د سیمې په کلاسیک ادب کې د غشو او لیندۍ ډېره یادونه شوې، خو که د نن شاعر هم د یار باڼه غشي او ورځې لیندۍ بولي، نو رښتیا به سره ووایو، څومره خلک اوس شته، چې غشي او لیندۍ یې لیدلي؟

خو د ښاري او کلیوال ژوند تر منځ توپیر، ښارونو ته د ژوند کولو لپاره د بې شمېره خلکو ورمانېدل، په بهر کې د مېشتو خلکو ټولنیزې ستونزې.

مثلاً په شتمنو هېوادونو کې د حقارت، غربت، بې وزلۍ او احساس کمترۍ ښکار کډوال، چې دلته په وطن کې یې په باب ډېرخلک فکر کوي، دغه کسان هلته په عیاشیو کې ډوب دي او له ژونده خوند اخلي.

د زاړه او ځوان نسل تر منځ فکري تضاد.

لوږه، تنده او اقتصادي اتل پتل، چې په ټوله نړۍ کې یې د انسانانو ارزښتونه او معیارونه لاندې باندې کړي او داسې ډېر نور څه شته، چې یوه نړۍ خبرې پرې کېدای شي.

له خپلو شرایطو او امکاناتو او ارزښتونو سره سم یې د حل په باب فکر ممکن دی.

موږ هم د دې نړۍ یوه برخه یو او لږ یا ډېر اړیکي هم ورسره لرو، خو که زموږ لیکوال او شاعر داسې وبولي، چې ګواکې دا ټول پردي مسایل دي، دا به بله تېروتنه وي او که د غور کولو عادت وپالو، ښايي په ایرو کې هم ډېر لعلونه ومومو.


نورمحمد سعید

۲۱/۰۵/۱۳

کابل