د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې په ویاړ ډېرو ډېر څه وویل. له خپلو ګیلې، له پردیو شکایت، له حالاتو سر ټکونه او... خو دا نوې خبرې نه دي، پخوا هم شوې او په راتلونکي کې به هم کېږي. څه باید وشي، چې دا حالت بدل شي؟

دا هم زړه خبره ده، په کراتو مراتو تکرار شوې، سولېدلې او بې خونده.

نن په فېسبوک کې داسې بې شمېره لیکنې تر سترګو کېدې، چې همدا تکراري خبرې په کې لیکل شوې وې،  د خپلو یو شمېر دوستانو د لیکنو املا ته مې کتل چې باور مو وشه تر پخوا خرابه شوې وه.

دا چې څه شوي، یا دا چې ما څه څه کړي، هم نوې ده او هم درد ته دوا.

د پرو کال له فبرورۍ راهیسې ما داسې څه کړي، چې پرې خپل وجدان ته سرلوړی شم؟

که په دې اړه لږ له ځان سره حساب کتاب وشي، ښايي ګټه وکړي.

یو وخت مې له بازاره ډوډۍ رانیوله، چې په بهرني ورځپاڼه کې یې راونغښتله. د ورځپاڼې په برسېرنه برخه مې یوه مطلب ته پام شو، چې د مطالعې د یوې سیالۍ په اړه و.

په کې لیکل شو، چې زموږ کلب غواړي خپلو غړو ته خبر ورکړي، چې له دې وروسته به له خپل وخته یوه برخه په منظم ډول د مطالعې لپاره ځانګړې کوي او د سیالۍ په پای کې به هر هغه چا ته ډالۍ ورکړل شي، چې تر نورو ډېره مطالعه یې کړې وي.

زموږ حال دادی، چې په ټولو ګیلو مانو سربېره، اکثر په کابل پېښور او کوټه کې له ډېر مهمو چاپ شویو کتابونو ناخبر یو.

زه خو وایم که داسې وي، نو دا خو  و نه شوه!!!