په زړه پورې معلومات
خبرتيا
د جمعي مبارکي په ورځ، چې د ١٣٨٩ م کال دمرغومي دمياشتې ١٧ مه نيټه وه، دپکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ کابل مېشتو فرهنګيانو دخپلې سيمي د فرهنګي هڅو د انسجام او د هيواد په کچه له نورو کولتوري او فرهنګي ټولنو او شخصياتو سره دخپلو ادبي هلوځلو او تجربو دشريکولو په موخه دسيمي د اوو تنو وتليو فرهنګي شخصيتونو دمشرتابه هئيت په مشرۍ يوه فرهنګي ټولنه جوړه کړه. د ټولني د تاسيسي غونډي ګډونوالو درايو په اتفاق سره اوه تنه هريو ښاغلى، څيړندوى محمد نبي صلاحي، ډاک
له ټولو دوستانو نه په ډېره مننه
له خوږ او درانه ملګري نورمحمد سعید صیب او نورو لاس په دعا ملګرو څخه په څو ټکو کې مننهدرنو دوستانو ریښتونې خبره داده چې ناروغي هم د خدای لخوا خپل بنده ته داسې یو ورکولې شوې لورینه ده چې له دې لارې د خدای تعالی ځینې په خپل صحت او روغتیا مغروره بنده ګان د ژوند او روغتیا په ارزښت پوهوي، چې ما هم د یوې سختې ناروغي مزه وڅکله څو ورځې مې ډیرې سختې تیرې کړې څو ځلې مې نور ځان د نورو تللو یارانو سره یو ځای وګاڼه او نور مې نو د ژوند له هرې خوا څخه هیلې په نا هیلي بدلې شوې وې خو ستاسو
له ټولو مسلمانو نه يوه غوښتنه
زموږ ګران ملګرى ، دپام مجلې مسئول مديراو دارين احمدزي دبلاګ چلونكى تكړه ژورنالست ، شاعر او ليكوال محمدالله ارين احمدزى سخت ناروغ دى له دوستانو نه هيله ده چې دروژې دمباركې مياشتې له بركته ډكو شيبو كې يي دبشپړې روغتيا لپا
دافغانستان لپاره دقلم دنړۍ والې ټولنې نوى مشر وټاكل شو
دافغانستان لپاره دقلم دنړۍ والې ټولنې نوى مشر وټاكل شو د قلم ټولنې د پښتو څانګې د ١٣٨٩ کال مشرتابه منتخب پلاوي او د قلم ټولنې ځايې کارکونکو پرون سه شنبه د چنګاښ په لومړۍ نېټه د افغانستان د قلم ټولنې په ودانۍ کې غوڼډه وکړه. د يادونې ورړ ده چې د قلم ټولنې د سږ کال د رهبرۍ د کميسيون غړي هر يو
دنورعلي بريا
له هندوستان سره داى سي سي په شل اوريزه لوبه كې كه څه هم دافغانستان ملي لوبډلې لوبه بايلوده خو دملي لوبډلې وتلي لوبغاړي نورعلي ډېره په زړه پوري لوبه وكړه او دهندوستان دقوي ټيم په وړاندي يي په اوه څلوېښتو توپونو نيمه سليزه ووهله . له دې وړاندي هم د کرکټ نړیوالې شورا ويلي و چې د افغانستان د ملي لوبډلې اوپنر یا پيلونکی نور علي ځدراڼ د کرکټ په تاريخ کې څلورم لوبغاړی دی چې په لومړۍ ټيسټ لوبه کې په دواړو پاڼیو کې پرله پسې سل منډې پوره کوي. ۱
درې ملګري
درې ملګري ښاري تونس موټر چې دباغ بالا له غونډۍ مخ په ځوړ روان شو ، نو د ليسه نادريه له څلورلارې سره چادلاس په اشاره ودراوه .دری تنه ځوانان چې دباران په څاڅکو لامده وو ،او اوبه يې له وېښتانو نه څنډلې موټرته په بيړه راوختل ،اوځانونه يې په چوکيو غوځارکړل. له دوی نه يوچی ترکانو ته ورته ګرد سراو غوښين مخ يې لاره ږيره بريت يې چټ خريلي و او واړه ويښته يې لرل له کيناستو سره سم يې په خبرو پيل وکړ .شايد دعادت له مخې يې له خپلې هرې خبرې وروسته په زوره زوره خندل .ډېره بې وړه خندايې وه داسي لکه دونې له