له هندوستان سره داى سي سي په شل اوريزه لوبه كې كه څه هم دافغانستان ملي لوبډلې لوبه بايلوده خو دملي لوبډلې وتلي
لوبغاړي نورعلي ډېره په زړه پوري لوبه وكړه او دهندوستان دقوي ټيم په وړاندي يي په اوه څلوېښتو توپونو نيمه سليزه ووهله . له دې وړاندي هم د کرکټ نړیوالې شورا ويلي و چې د افغانستان د ملي لوبډلې اوپنر یا پيلونکی نور علي ځدراڼ د کرکټ په تاريخ کې څلورم لوبغاړی دی چې په لومړۍ ټيسټ لوبه کې په دواړو پاڼیو کې پرله پسې سل منډې پوره کوي. ۱ کلن نور علي ځدراڼ دا کارنامه تېره اونۍ د زيمبابوی د لوبډلې خلاف د زيمبابوی په موتاري ښار کې ثبت کړه .دملي لوبډلې روزونكى كبيرخان هم دنورعلي په هكله وايي چې نورعلي تل زما اټكل غلط ثابتوي او ځانګړى كار ترسره كوي .