خپله جنازه

څومره باراني هغه شيبه شوله

سرته مې بالښت چې ستا اوږه شوله

 

مياشت بكره ولاړه داسمان ترمنځ

لاندې پرماو تا بيا توره شپه شوله

 

ما چې چپه سترګه ورته پټه كړه

لاړه له خندا نه تكه شنه شوله

 

بيا يې دباد لاس تر ګريوان ورسيد

خلاصه د ګل سره غوندې سينه شوله

 

نور نو دپردو دمرګ حاجت نشته

پاتې راته خپله جنازه شوله

             نذير احمد سهار

                    كابل پروان مېنه

                                         دكب ۲۵ -۱۳۸۷