درې ملګري ښاري تونس موټر چې دباغ بالا له غونډۍ مخ په ځوړ روان شو ، نو د ليسه نادريه له څلورلارې سره چادلاس په اشاره ودراوه .دری تنه ځوانان چې دباران په څاڅکو لامده وو ،او اوبه يې له وېښتانو نه څنډلې موټرته په بيړه راوختل ،اوځانونه يې په چوکيو غوځارکړل. له دوی نه يوچی ترکانو ته ورته ګرد سراو غوښين مخ يې لاره ږيره بريت يې چټ خريلي و او واړه ويښته يې لرل له کيناستو سره سم يې په خبرو پيل وکړ .شايد دعادت له مخې يې له خپلې هرې خبرې وروسته په زوره زوره خندل .ډېره بې وړه خندايې وه داسي لکه دونې له بيخه چې له ماتيدو وروسته دراغورځيدو په حال کې خيژي .ښه په کليواله غوړه پښتو يې خبرې کولې خو بده داوه چې دخبرې له پاې سره سم به يې خندل او يو عجيبه احمق توب يې له څېرې څڅيده .خوا ته ورسره ناست ملګری يې له ده نه په عمر يوڅه کشر معلوميده اوږده وېښته يې پرې ايښي و او دبازاري نجونو په څير يې يوه او بله خوا څنډل .پلاستيکې ميډ ان چاينا عينکې يې دسترګو په ځای پاس په سر ټومبلې وي او د غوښينو ماشومانو په څير غټو غټو غامبورو يې وړې وړې سترګې لږ نورې هم تنګې کړي وي .دګرد سري له هرې خبرې وروسته به يې دهغه په خنداکې ورسره دملګرتيا هڅه کوله خو داکار يې له زړه نه کاوه نو مازي به يې خوله جينګه کړه او خپل دريم ملګري ته به يې داسي وکتل لکه له هغه نه چې هم دتائيد غوښتنه کوي .خودهغه مخ خړ ديوال ته ورته په يوه رنګ و، شايد ځان به يې ترنورو دواړو زيات سنګين او هوښيار باله .ګرد سري ورته وويل چې سباته له موږ سره پاتې شه چکر به درباندي ووهو! ببر سري هم په زوره زوره دسر په ښورولو ورسره تائيد کړه خو دريم په رټ جواب ورکولو رده کړه .له يوه شيبه ځنډ نه وروسته يې يوازي يوه جمله (نه ! زړه مې تنګ دي)له خولې راووته او مخ يې بله خوا واړاوه .دغسي ګردسری له ايسته رايسته غږيده ،او په زوره زوره يې خندل چې موټر دقوايې مرکز سيمې ته ورسيده .دبازار خلک په زړه ستړي وي په يوه وار يې شل ځايه دفکر نيلي ځغلولي وي ،زما خواته ناست سړي هم په خپلو خپلو چرتونو کې ډوب و خو ددې دريو ځوانانو شورماشور دټولو توجه ځان ته کړه .په ظاهره ټولو سپرليو يوې بلې خواته کتل خو غوږونه يې ددوی خبرو ته وو.ببر سري په جيب لاس ومانډه او موټروان ته دورکولو لپاره يې روپۍ راوايستې .ديوال مخي چې ورته پام شو نو سمدلاسه يې دهغه لاس کلک ونيو او په رعب دار غږ يې وويل (زه يې ورکوم )ګردسري هم لاس جيب ته يووړ او له واره يې قسم وکړ چې له ده پرته به هيڅوک کرا ورنه کړي .ديوال مخي په بل لاس دهغه لاس دهغه په جيب کې دننه ټينګ ونيو او په طلاقونو يې لوړل پيل کړل .زما خواته ناست سړي موسکي شول او زما زړه غوښتل چې ددوی په منځ کې مداخله وکړم ترڅو دامسئله حل شي ،چې په دې کې مې دګردسري غږ ترغوږو شو چې ديوال مخي ته چې لايې هم دده لاس په جيب کې ايسارکړی و ويل (يره ته خو ډېر ...... يې ..تاته لکه چې موږ پښتانه نه ښکارو ؟)ديوال مخي هماغسي په خپل رټ انداز ځواب ورکړ ......مه خوره .له دې سره يې په خپل ټول زور په جيب کې بندي لاس ځيني کش کړ .ديوال مخي دومره زيات زورازميلو ته چمتو نه و لاس يې له لاسه ووت او دګردسري څنګل په ټول قوت دده څنګ ته دناست ببر سري په معده ولګيده . ببر سري ددرد له شدته يغ نيغ شو، له سترګو يې سپرغۍ باديدي عينکې يې له سره ايسته وغورځيدي .خدای خبر له عادت سره سم او که ددرد دشدت له امله يې سردومره په زوره څنډ واهه چې دګردسري له پوزې سره په لګيدو دهغه له پوزې نه دوينو يو بند رامات شو .او بيا نو دمور اوزوی ښه رده شوه ،په ناسته ناسته يې له يوه بل نه داسي سوکونه، او څپېړې وتمبولې چې دکړس او کړوس په اوريدو يې موټروان دموټر ددرولو په ځای نژدې له وارخطايې موټر په نورو موټرو سپورکړي و .زه او خواته مې ناست کسان هم په دې نه پوهيدو چې کوم يو له کوم يوه نه بيل کړو ،کله به مو چې په روان موټر کې دورپاڅيدو هڅه وکړه نو ديوه نه يوه سوک يا څپيړه به موږ ته هم راواوښتل او ساړه به يې په خپله چوکۍ کښينولو .ايله موټروان په دې بريالی شو چې موټر يوې څنډې ته ودروي .دلته غم داو چې دوی دری په مخکنۍ چوکۍ کې دوره په خواکې ناست وو او موږ نوردری کسان دشا په چوکۍ ،نوزموږ دوتلو لار هم بنده وه او دوی دری سره په خپلو کې داسي (مصروف)و چې د وره خلاصولو ته وزګار نه وو.ترهغې چې موټروان له خپلې چوکۍ راکوزيده او له دباندي لورې يې ور راخلاصاوه او دحيران دريان لارويو په مرسته يې دسنډاګانو په څير يوه بل ته اړم زلمي له موټر نه دباندي راايستل نو خوارکی دخپل موټر له دوه دريو ښيښو نه هم خلاص شوی و.هماغلته په سړک ميله ودريده لاروي ،دکانداران ،موټروانان ،مور مړي پلار مړي ټول راټول شول او هر چا دخپل قاضی توب دکانداري پکې پيل کړه .دزلمو کميسونه ترلمنو څيري و ديوه بل په وينو سره مره وو او دغصې او ستړيا له امله يې دسپوږمو نه دغويو په څير سڼکی خوت ،په خپلو ورکو شيانو پسي يې يوه بله خوا کتل يو بل ته يې کنځلې او ګواښونه کول او دري واړه په دريو بيلو بيلو لارو روان شول. نورمحمد سعيد 26/01/2010