دافغانستان لپاره دقلم دنړۍ والې ټولنې نوى مشر وټاكل شو

د قلم ټولنې د پښتو څانګې د ١٣٨٩ کال  مشرتابه  منتخب پلاوي او د قلم ټولنې ځايې کارکونکو  پرون سه شنبه د چنګاښ په لومړۍ نېټه د افغانستان د قلم ټولنې په ودانۍ کې غوڼډه وکړه.

 

د يادونې ورړ ده چې د قلم ټولنې د سږ کال د  رهبرۍ د کميسيون  غړي هر يو ښاغلی نورمحمد سعيد ، ښاغلی سيد فخرالدين هاشمي ، آغلې طوبا ندا ساپۍ ، ښاغلی ابراهيم شينواری او اغلې ساهره شريف دي.

 

غونډه چې د ماسپښين پر درې بجو پيل شوه ،لومړی ښاغلي محمد نبي صلاحي د پښتو څانګې د مشرتابه پلاوي نويو منتخبو  غړو ته د هغوی د کار دپيلېدو مبارکي ورکړه  او ورپسې يې د قلم  د نړيوالې ټولنې د موخو او فعاليتونو په اړه اوږدې خبرې وکړې .

 

د غونډې په دوهمه برخه کې له يوه پراخ بحث نه وروسته ښاغی سيد فخرالدين هاشمي د رايو په اتفاق د پښتوڅانګې او رسما د افغانستان د قلم ټولنې د مشرپه توګه وټاکل شو.

 

غونډه د مازديګر پر پينځو بجو پاى ته ورسيده.