د جمعي مبارکي په ورځ، چې د ١٣٨٩ م کال دمرغومي دمياشتې ١٧ مه نيټه وه، دپکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ کابل مېشتو فرهنګيانو دخپلې سيمي د فرهنګي هڅو د انسجام او د هيواد په کچه له نورو کولتوري او فرهنګي ټولنو او شخصياتو سره دخپلو ادبي هلوځلو او تجربو دشريکولو په موخه دسيمي د اوو تنو وتليو فرهنګي شخصيتونو دمشرتابه هئيت په مشرۍ يوه فرهنګي ټولنه جوړه کړه. د ټولني د تاسيسي غونډي ګډونوالو درايو په اتفاق  سره اوه تنه هريو ښاغلى، څيړندوى محمد نبي صلاحي، ډاکټرمحمد الله (رازق)، استاد تاج محمد ياري، استاد علم ګل سحر، سيد فخرالدين هاشمي، انجنئر عطامحمد ياري او رضوان مسعود زرمتى  د مشرتابه هئيت د غړيو په  توګه ومنل. په غونډه کې د قلمي مشورتي بورډ دغړيو په توګه د سيمي د ٢٢  تنو مخورو نومونه هم  وړاندې شول. په دې غونډه کې، چې د کابل ښار د احمد شاه بابا ميني په سيمه کې تر سره شوه، داپريکړه هم وشوه، چې په نږدې راتلونکې کې به د ټولنې عمومي غونډه رابلل کيږي، چې زرترزره د خپلو فعاليتونو لړۍ پيل کړي.