(( ښارونه د ژوند دځينو اسانتياوو په بدل كې له انسانانو ډېر څه وړي. بيا هم  دخپلي  برخي محروميتونه خلك اړباسي، چې  له خپلو پلرنيو مېنو نه ښارونو ته  وكوچيږي.  داسې هم نه ده، چې ښارونه بد دي او دكليو ژوند له خوښيو  ډك دى.  ښار او كلى دواړه  مثبت او منفي اړخونه لري، خو دا يو منل شوى حقيقت دى، چې ښاري ژوند ، كه څه هم انسان له مدنيت سره اشنا كوي، خو ډېر يي ستړى كوي هم. . هغه  څوك، چې  د ماشومتوب وختونه يي  دكليو په ارامه  فضا او پاكيزه  چاپيريال  كې تېر كړى وي،  دښارونو په  ماغزه ځپونكي  شور ماشور كې  دداسې  يوه شعر په اوريد څه احساس كوي؟؟؟؟

ممكن د دې داظهار لپاره  هم داسې  يوه هنرمند ذهن او جادوګرو ګوتو  ته اړتيا وي، لكه دا شعر يي، چې ليكلى. په هر صورت ويي لولئ او له لوست وروسته  يي  د خپل احساس داظهار هڅه وكړئ، ممكن ، په لاشعور كې مو هغه فنكار پټ وي او پيدايي كړـئ.. په درناوي ... نورمحمد سعيد))

 

 

شنه زرغونه

 

زما همزولې هغه د لوبو ميره

هغه اوس تري تمه نه راوزي

هغه چي له ما سره به ګډه وته

له تورو غرو به مو مشكڼې راوړل

چي به ورپېښ شو د چڼچڼو په غار

لمن، لمن مو ترې اكوڼي راوړل

چي د كوترو يې غمبري زده وې

د ټولو لوبو يې سندري زده وې

هغه اوس تري تمه نه راوزي

زموږ نژدې دى (انګړيتار) هېر شي

د ( ړانده چرګ) لوبه په منډه منډه

( اله دا د ځاى په ځاى) اوس چيغي نه شته

چي به باران ښه په شرنګي ورېده

موږ به ( ار ګوړي او بر ګوړي) ويل

دا به ټيكۍ شوه په اړخو به راتله

ګېدۍ ګېډۍ كميس يې خيشت په اوبو

د توتكۍ په شان نازكه جينۍ

هغه اوس تري تمه نه راوزي

زما لينده د واسكټ په جېب كي

چي به جوړه كله په ښكار ووتو

له خيرن موټي به يې ګاټى راكړ

ما به په چتكي باندي مور بوره كړه

دې به تكبير په چيغو، چيغو وايه

په سرو غرمو كي به مو خوب نه كاوه

د غومبسانو به مو ځالي غوښتې

د كوم پاليز چي به خښتن ويده وو

د خټكو به مو پاك بېخ ويوست

چي د كوم فصل به غنم زېړ شو

موږ به الويو ته ترې وږي راوړل

چي دهقانانو به كوم درمند اخيست

په لپه لپه ((حق الله)) پسي به

موږ ډله، ډله څه په خوند ووتو

لمن، لمن به مو غنم راوړل

هغه، په ستور وه مينه منې

سپيني سپوږمۍ ته يې ټوپونه وهل

هغه اوس تري تمه نه راوزي

هغه غرمه مي هم په ياد ده چي لا

د كلي ډم راته په پڅه چاړه

سر په سره دوبي باندي پاك وخرېيه

څومره څپېړي يې په سر راكړې

څنګه به شنه شوه له خندا را پسي

له هري خوا مي ځكه خواه شنه ده

د ماشومتوب په دنياګۍ پسي مرم

زما بغدادۍ سيپاره ټوله هېره

په شد او مد په زور او زېر مي زده وه

ها چي ياسين يې ټول په ياد زده و

هغه په ټولو كي چابكه جينۍ

ها چي به ما ورته سبق تېراوه

هغه اوس تري تمه نه راوزي

هغه سكڼى ماښام چي يو ناڅاپه

په ګردله كي ژرغوني غوندي

سترګي يې ډكي خړه پړه راغله

وې يې چي نوره مي بهر نه پرېږدي

ته د شينكي آسمان لمن څاره

كه نرى ټال د بوډۍ جوړ شو چېرته

يو وار به واوړمه تر شنې زرغونې

تنكى زڼكى به شمه ستا په شاني

بيا به دي ښه په لوبو ستړى كړمه

اوس دا څلور غوړي بېډۍ واخله

پرې يادوه مي كله ، كله اشنا

زما د همزولو هغه تېر يادونه

لكه د ستړي مسافر خوبونه

چي نيم يې هېر، نيم يې په زړه وي سحر

په ستړي ذهن راورېږي داسي

 

شاعر عبدالرحمن ( ومان نيازى )

 

* انګړيتار، ړوند چرګ او اله دا د ځاى په ځاى د ماشومانو لوبي

ارګوړي برګوړي د ماشومانو سندره چي باران ته يې وايي