غونډو زموږ د كلي پاى ته راشه

له سرو سينځلو تر انارو پورې

بيا تر مميزو تر جوارو پورې

زيړ جوار به ګډ نينه كړو

په انارو به خوله سره كړو

شو به برج ته سره پورته

د دنيا به سيل وكړو

تر ببرې ونې لاندې

ډم خيشت كړى د چا سر دى

سپينه ورۍ په پوله څرې

سپى دى سرې ګرمۍ اخيستى

تر لكۍ اوبو كې ډوب شو

سوركۍ اوښه له چا خلاصه

هسكه هسكه غاړه ګورې

يو د سرې اسپې سپور تېر شو

غوابګاو بګاو ورګورې

زه د پيغلو هټكى اورم

ونې شا او په مخ كيږي

عين الدين دى لو ګډ كړى

ډول په ونه راځړيږي

لوڅ لپړ هلكان هلته

په دنه كې معلوميږي

هغه پيغله به وګورې

څه شانه وانه روانه

باد يې سور سالو ترې وړى

غوړ پيكى تارتار توشپلى

خوږ اغزى تر زړه ختلى

په اګو پسې لمن ده

په لو لار كې څپر شوې

سرې نينې به يې وې راوړې

كړنګيدلې ځنګېدلې انديښنې

انديښنې بۀ يې وې راوړې

پال به وګورو پرې دواړه

خداى خبر دى چې كال بعد به

زه ژوندى يم كه به نه يم

زما چيرې ته هيريږې

ستا به ياد يم كه به نه يم