ژوند (لنډه کیسه) ليکوال ممتاز مفتي
ژباړه: نورمحمد سعيد
عطيه ستړې شوه، کتاب يې يوې خواته کېښود. مخامخ په مېزباندې انبار کتابونه پراته وو. په خوږلن دپاسه په الماريو کې هم دکتابونو کتارونه اېښي وو. شونډې يې بوڅې کړې او ويې موسل. د پوزې څوکه يې سره غوندې شوه. غونى يې زيږ شو، ټنډه يې له ګونځو ډکه شوه. داسې يې انګيرله لکه پخپله ددې وجود هم د کوم کتاب برخه وي. يوه وچه کلکه پاڼه او يا داسې لکه ددې ژوند، چې هم په کتاب کې تيريږي.
پاڅيده او د ورسۍ څنګ ته ودريده.
دباندې په تياره کې د پنا کورونو له کړکيو نه راتېريدونکې تته رڼا ښکاريده. په اسمان کې خچنه او شډله سپوږمې ټومبلې وه. لاندې پر ځمكه يو تنګ سړک داسې تاو را تاو غځيدلى و، لکه په تګ، تګ کې، چې ورک شوى وي. له لرې چيرې نه د يوې ژرندې ټوک، ټوك او از راته
ښي لاس ته يوه شډله ودانۍ ولاړه وه. په چوتره کې يې چا په باجه ګوتې وهلې. عطيې شونډې بوڅې کړې، وريځې يې راټولې شوې. ګاونډي يي په شډل اواز سندره پيل کړه،
اور ولګيدنه... په تن مې اور ولګيدنه...اور
عطيې مخ واړاوه. په زړه کې يې ور تېره شوه. له دې نه زيات به څه اور درباندې ولګيږي، اينې ته مخامخ ودريده، خدايزده د وېښتو ږ منځولو لپاره او که د اور لګونکې د ليدو لپاره. په آيينه کې دوو شوخو سترګو ورته وويل(( ته ډېره ښاېسته يې!))
هو! ډېره زياته ... له ځان سره يې وويل: د يوه عادي مامور ژوند مې ستونزمن کړى دى ..... اورلګيدلى دى... او د سوځيدو هيله ده. په کټ کټ يې وخندل.. بې چاره! اوس خو ماښام له کور نه د راوتو هم نه دى.
په کوڅه کې د ښکالو په اوريدو يې کړکۍ ته ورمنډه کړه. لاندې يو لاروى تېريده، ليونۍ! له ځان سره يي وويل( پروفيسر صاحب خو به دامهال په هنرباندې وينا کوي او ته دلته هسي زړه خوري... خداى خبر دا ادبي غونډې به کله ختميږي، کله مشاعره وي کله يي بيا بحث اوکله هم خداى خبرڅه الا بلا. دسترګو تر کونج يي دګاونډي خواته وروکتل. دواړه څنګلې يي پر باجه ايښي وي او زنه يي په لپه کې نيولې خواشينى ناست و، مخ يي په ګړګوتيو وېښتو کې پټ و. دوو غټو سترګو پر کړکۍ دپرتې پردې ترشا دهغې لټون کاوه.
عطيې زړه نا زړه سترګې بله خوا واړولې. (( دلته له کښېناستو، کتو او ساړه اسوېللو پرته بل کار نه لري؟... داسې په وازو سترګو خلکو ته ګوري! جاهل! څنګه داحمقانو غوندې سترګې يي دي..... مامورګى دى نو؟
په شونډو يي کرکه خپره شوه...فکر به کوي، چې په داسې کتو به خداى خبر څه توره وکړي؟ .... احمق....زه ورته په څه سترګه ګورم؟.
عطيې پر كړكۍ پرته له پزي جوړه پرده پورته کړه او لاندې کوڅې ته يي وکتل. کوڅه تشه وه، کله ناکله به يو نيم لاروى داسې تير شو لکه په کنډواله کې، چې پيريان ګرځي.
ته ځيني ډاريږي، يوچا لکه دعطيې په غوږ کې وويل. هغې وخندل( زه هم ليونۍ يم) ورغله پرده يي راټوله او غوټه کړه. دغه ده اوس نو په خلاص مټ په زړه اور پوري کړه !.
په آيينه کې له کتو وروسته يي چاته وويل، دغريب يوازي يوه سندره زده ده، کتاب يي پرميزکېښود، سريي ګرځيده، دکتاب توري يي په وړاندې نڅېدل، يوه ليوالتيا دخفګان په څېر پرې خپريده.
په مخامخ چوكې کې اكرام ناست و، مطالعه يي كوله. سترګې يي په كتاب ګنډلې وي. دكتاب په پښتۍ(كيوپيډ او سايكې) ليكلي و. دازرين توري دبرېښنا رڼا ته ځليدل. دعطيې زړه غوښتل، چې يو څوك له دې كتابونو نه راووځي او له دې سره كښيني، خبرې ورسره وكړي، خو ددې تورو ايله دا زده و، چې په نڅا کولو يي پرېشانه كړي. مخ يي واړاوه او له كړكې نه دباندي يي وكتل. دكړكې قبضه تړلې وه. خواته يي ځوړنده كاليزه هوا سوكه سوكه خوځوله.
اور ولګيدنه.....
په زړه مې اور ولګيدنه... اور....
پروفيسور له کتاب نه سر راپورته كړاو په غوسه يي وويل. (( اوهو! څومره جهالت دى په دې خلکو کې. داخلك په زړه كې له اور لګيدو پرته نور په هيڅ شي هم نه پوهيږي.بيخي ړانده دي.!!
په خپل كوركې ناست دى سندرې وايي، په موږ يي څه!،،
مېرمن يي په بې پروايۍ وويل، زړه يي غوښتل په دې توګه خاوند تنګ كړي.
(نه؟) هسي خبره مې كوله.
دا خلك ډېر بې عقل دي.
بې خونده بازاري سندرې به ووايي او ويده به شي... احمقان..ښكلا خو دوئ له سره پيژني هم نه. كتاب ته يي په اشارې وويل، تا كيوپيډ او سائكې لوستى، عطي؟))
عطيې په انكار سر وخوځاوه اوده كتاب په ميز كېښود. داوګوره! يو تصوير يي راواړاوه او په غور يي ورته وكتل، څومره ښايسته دى!
له هر خم نه يي ښكلا څاڅي، څومره اغېزناکې سترګې يي دي، ستا غوندې، اكرام په غورتصوير ته په كتو وبونګيد، داسې لكه ځان ته، چې وايي.
ماته ورته! عطيې ورغبرګه كړه.
عطيې داكرام سترګو ته كتل، غوښتل يي اكرام له كتاب نه سترګې پورته كړي او په يوه شوخ نظرډاډ وركړي، خو داكرام نظردسايكې دتن په دايروكې چيرى ورك و.
هو! تاته ورته. اكرام تصوير ته په غور کتو سره وويل.
ته ګوره ! اكرام خدايزده كتاب ته غږيده او كه تصوير ته ، چې توري يي له خولې نه له راوتو سمدستي وروسته داسې ورك شول، لكه له شرمه، چې دكوټې په ګوټ كې پټ شوي يي. عطيې داسې محسوسول لكه ډېر ليرې، چې يو څوك څه وايي، بيا يي هم غمبوري يوڅه سره شول. له اينې نه يوه له خندا ډكه څېره راكوزه شوه او مخامخ ورته ودريده. دوو شوخو سترګو په خندا يوڅه وويل.
لرې يوچا په شډل اواز سندره ويله.
اور ولګيدنه.... اور..
ټولې هسې دخولې خبرې دي، يو چا په زړه كې ورته وويل، دعطيې سترګې، هسې دكړكۍ لورته واوښتې. مخامخ يې ګاونډى ناست و، سندره يې بلله. دڅراغ په تته رڼاكې شوخو سترګو په ځليدو غوښتل يو څه ورته ووايي، وشرميده، مخ يي واړاوه.مخامخ اكرام ناست وپه غور يې تصويرته كتل.
دا وګوره كيوپډ دى!
اكرم دپاڼې له اړولو سره وويل( څومره ښايسته سر يي دى، لكه خداى(ج) چې په خپله جوړكړى وي)
پخپله....! هغې بې پامه دگاونډي د ګړګوتو وېښتو په خوا ور وكتل، چې ترشايي دوو ليواله سترګو ددې لټون كاوه.
عطيې وويل( خداى تعالى(ج) خو هرڅوک پخپله جوړ كړي دي.)
هو، رښتيا ..هرڅوك...!
اكرام تصوير ته په غور له كتو سره ورغبرګه كړه.
نوبيا ته په كتاب كې څه لټوې؟ عطيې ځيني وپوښتل.
اوه.. ته ونه پوهيدې..پروفيسر په حيرانۍ وويل..زما مقصد داو، چې دادبشري تخيل يوه ډېره په زړه پوري بيلګه ده.وګوره څومره ښاېسته مجسمه ده.
تخيل...؟
هو، هو تخيل، اكرام يوناسم نظرعطيې ته وكتل.
پرون خو تا ويل، چې....
څه؟؟ دپروفيسر په ټنډه كرښې پيدا شوي.
تا ويل، چې نړۍ دومره ښايسته ده، له غمونو او تكليفونو سره دومره ښايسته ده، چې ما به هم همدومره ښاېسته غوښته.
هو! هو.... داد مانتهرلينت خيال دى، څومره په زړه پوري خيال دى..هن؟
دګاونډي غږ يي واوريد..اور ولګيدنه...په زړه مې اور...
اوه... څومره بد اواز يي دى..څومره بد ګاونډ مو دى، خبره كول ګران دي..احمق!!
داخلك ښكلا نه پيژني، نه پوهيږي، ژوند څه وي، په جهالت كې عمر تېروي.
عطيې په حيرانتيا اكرام ته كتل، خو په غوږونو كې، داورولګيدنه ... اذانګه وه.
پروفيسر صاحب يو څه ويل او دباندې دهوا شغهارو، لكه څوك، چې يي تنګوي، په ديوال ځوړنده كليزه ځنګيده، ګواكي عطيه ديوڅه كولو لپاره پاروي.
عطيه وبوږنيده ..
زه دا وايم كه ژوند په خپله له ښكلا ډك دي، نو بيا ته ولي په ښكلا پسي په دې شنو او سرو پښتيو كې ګرځې؟
واه.. پروفيسور دسر په ګرولو وويل، ډېر ښه..كه ژوند پخپله له ښكلا ډك دى، نو خلك په كتابونوكې ولي په ښكلا پسي ګرځي.. څومره لوړ خيال دى.... ډېراعلى... څومره په زړه پوري موضوع ده...داځل به په دې باندې كېسه ليكم...ډېر لوړ فكر دى.
كېسه ...خيال... دعطيې زړه غوښتل په زوره وخاندي داسې خندا، چې له تمسخر نه ډكه وي. داسې يي ګڼله، چې په يوه خندا به يي ټوله تنهايي او خفګان ليرې شي.
ديوې شيبې لپاره يي داسې محسوسه كړه، چې ليونۍ به شي. ساه يي بنديدله، عجيبه اوازونه يي تر غوږونو کيدل . يوچا په كړس خندل، په آيېنه كې يو بل چا چيغې وهلي، ته ډېره ښاېسته يې. ژوند! ژوند! دتن په هربند كې يي څپې راولاړيدي...اور ولګيدنه ... په زړه مې...اور... د کړکۍ تر څنګ ځوړندې كليزې په ځنګيدو سندره ويله، كيوپډ، كيوپډ، د سائكې انځور ورو سندره بلله، وډاره شوه، په چوكۍ كې يي ځان وغورځاوه.
سائكې..... يوچا په غوږكې ورته وويل. هسي يي په شونډو مسكا خپره شوه، و يي خندل... ته څومره ښاېسته يې.. يوچا له آيېنې نه ورته وويل.
(ژوند څومره ښاېسته دى، دوجود يوې برخې يي وويل)
زه څومره ليونۍ يم له ځان سره يي وويل او بيا يي وخندل. مخامخ ناست پروفيسور په كاغذ باندې يوڅه ليكل. غونى يي زيږ و او سوكه يي دسندرې په انداز ويل(ښه دى، ډېر ښه)
پروفيسور سوكه وويل ( ډېريو ځانګړى خيال دى، چې كيسه دې ولوسته درته معلومه به شي)
دعطيې په شونډو دكركې لړۍ وغځيده.
اور ولګيد نه! اور ولګيد! ګاونډي لكه زارۍ، چې كولي.
عطيې داسې محسوسوله، لكه څوك يي، چې دزړه تارونه چيړي، ديوه اثر له امله يي سترګې وځليدي. دګاونډي سترګې يي دتن په هر بند كې خښيدي، له هر بند نه يي يوه څپه پورته كيده، سترګې يي په پروفيسر ولګيدې، له كركې يي شونډې وچيچلي، بيچاره ! پروفيسر تت شو، تت شو، په ځاى يي په ګرګتو وېښتو كې نغښتى مخ راڅرګندشو، نور راڅرګند شو.
دعطيې مخ تك سور شو، سترګې يې پورته كړې او كيڼ لور ته يې واړولې. په اسمان كې له ځلانده سپوږمۍ نه يوچا ورته راكتل، مسكى و.
اور ولګيدنه! اور ولګيدنه!
لاندې دسپوږمۍ په تته رڼاكې يوه نرۍ لار په ځغاسته چيرى روانه وه، داسې له دې ته، چې هم كومه لار ښايي، ليرې چيرې يوې ژرندې وربلله. عطي... عطي....!!