نړيوال نابغه شخصيتونه

ګريګوري سميت:

په ۱۹۹۰ م كل وزيږېد او دولس كلن و، چې د سولې دنوبل جايزې لپاره نوماند وټاكل شو. ګريګوري په دوه كلنۍ كې لوستل زده كړل. په لس كلنۍ كې د پوهنتون د زده كونكي په توګه ومنل شو. ګريګوري سمته نه يوازي دا، چې يو نابغه دى، بلكې كله، چې له زده كړو وزګار شي، نو دا تنكى زلمى د سولې او دماشومانو دحقونو د مدافع په توګه نړيوال سفرونه كوي.

دى د مدافع وكيلانو ديوه داسې مركز موسس  هم دى، چې په نړيواله توګه د سولې او ځوانانو ترمنځ د خپل منځي تفاهم د ودې لپاره كار كوي. له ميخائل ګربچوف او بل كلنټن سره يي ملاقاتونه كړي او دملګرو ملتونو دغونډې  په وړاندې يې وينا كړې ده. ددغو او داسې نورو بشرې او مدافعانه هلو ځلو له امله، سميت  څلور ځله د سولې د نوبل جايزې لپاره نوماند ټاكل شوى دى. پوهيږئ وروستۍ لاس ته راوړنه يې څه ده؟؟

هو...! همدا اوس يې دګاډي چلولو لايسنس هم ترلاسه كړ.