نن د اکتوبر میاشتې ۱۷ ده. سهار وختي د کابل شاوخوا غرونو سرونه په سپینه واوره پټ ولیدل شول. تېره شپه پر ښار هم یو څه باران واورېد، چې د جنوب او لوېدېځ لور ته د وچو لوړو غرونو پر څوکو د سپینې واورې په بڼه اوس هم لیدل کېږي، چې په ځايي وخت د ګهیځ شاوخوا اته نیمې بجې دي.

دلته نن د لوی اختر دریېمه ورځ ده، ځکه تر اوسه ډېر خلک سړکونو ته نه دي راوتلي. پر سړکونو ډېر لږ موټر لېدل کېږي او د برايي شپې باران د سړکونو غاړو ته ولاړې ونې، بوټي پریوللي دي.

نن سبا د ښار مرکزي برخې ډېری سړکونه پاخه دي. څنګلارې یې هم په ډبرو پوښلې دي.

له هوايي ډګره تر وزیر اکبرخان مېنې او بیا تر ده نوي ښاره او ده افغانانو پورې سیمه ډېره مختلفه ښکارېده. د سړکونو پاکوالي، د ونو بوټو پریماني او د موټرو لږ تګ راتګ، د کابل بڼه ډېره بدله کړې ده.

د همدې پاکې پرېوللې هوا له برکته، یې اسمان هم د پخوا په څېر په اصطلاح ( لاجوردي ) ښکاري.

دا هر څه ډېر ښه ښکاري او سړی ورنه خوند اخلي، خو کاښ چې همداسې وساتل شي، چې اوس د شته ښاري نفوس په شتون کې ممکنه نه ښکاري.

 

خو که داسې پلانونه جوړ او عملي شي، چې شته ښاریانو ته په شته امکاناتو کې د ښاري ژوند تېرولو زمینه برابره شي او  ښارونو ته د نورو کلیوالو کوچېدو مخنیوي لپاره ښاري اسانتیاوې د دوی سیمو ته یووړلې شي، ښايي د وخت په تېرېدو سره ممکنه شي.

هلته په کلیوالو سیمو کې له شته وسایلو داسې کار واخیستل شي، چې لږ تر لږه خلک په یوه مړۍ ډوډۍ پسې لویو ښارونو ته له کډوالۍ وژغورل شي.

په دا معانا چې باید د کلیوالو خلکو ښارونو ته لېږدولو پر ځای ښارونه د دوی کلیو ته یووړل شي.

هغه اسانتیاوې چې خلک یې په ښارونو کې لټوي، که په خپل کور کلي کې یې وموي، هم به پر ښارونو د نفوس فشار کم شي او هم به خلک له دودیز ژوند نه لاس پرسر کېدو څخه وژغورل شي.

مثلاً که همدا اوس چې د ټاکنو شورماشور دی، ټاکنیز کاندیدان د کرنې په برخه کې داسې پروګرامونه جوړ او خلکو ته وړاندې کړي، چې ټاکنو کې له بریا وروسته به د زراعت په برخه کې دغه پرواګرمونه پلي کېږي، نو ښايي لږ تر لږه دې موضوع ته یو پام خو واوړي او یو نوی بحث خو پیل شي، چې په هر صورت یې ګټه وطن او خلکو ته رسېږي.

 

نورمحمد سعید کابل نوی ښار د اکتوبر ۱۷   - ۲۰۱۳