آهونه
(په هلمند کې د مشترک په نوم پيل شویو عملیاتو ته لیکل شوی دی)
دا د څه شي سوې آه ده
ځوروي مې کړوي مې
دا چې هرې خواته ګورم
هرې خواته دې ژړا وې
خدایه څه دې دغو کړي
بس چې سر په وا ویلا دي
په آهونو په ژړا دي
پرې وریږي تل بمونه
لټوي وي یې نور کورونه
دوی دې چاته څه ویلي
دوي دې چاته څه ویلي
څوک یې کور نه دي شړلي
څوک یې کله ځورولي
داچې نن خاوري په سر دي
خدایه ولې!خدایه ولې!
ته پرې رحم وکړې خدایه
ته پرې رحم وکړې خدایه
نور یې نشته کومه هیله بس ستا لوري ته یې لاس دی
ستا نه بس یوازې غواړي
خدایه هغه کړې تباه ته
چې څوک غواړي دوی تباه کړي
بس در واخله دغه سوال مې
پر پښتون چې جوړ ناورین دی
خدایه ته پرې رحم وکړې
زړه مې شین دی ،زړه مې شین دی
17.02.2010
- محمدالله آرین احمدزی
د ولنټاین د پيدایښت تاریخچه
په دریمه میلادي پيړی کې هغه مهال چې په فارس کې ساساني شاهنشاهي دورې شتون درلود، په لرغوني روم کې یو پاچا وو چې نوم یې کلاودیوس دوهم(Claudius II)وو.کلاودیوس داسې عقیده لرله چې هغه سړي چې واده یې نه وي کړی د هغو په پرتله چې ښځه او بچي لري ښه جنګیالي او غوره دي.
نو د دې له امله یې د روم په امپراتوري کې د سرتیرو لباره د واده کول منع وو.کلاودیوس دومره بې رحمه او قاطع سړی وو چې هیڅ چا د د دې زړه نه شو ښه کولای ترڅو د سرتیرو سره واده وکړي او یا...
20.02.2010
- محمدالله آرین احمدزی
ننګرهاری
بلينډه بدرۍ ، څه دروغ څه رښتيا ؟؟
د دې ليکنې په اوږدو کې به تر ډېره کوښښ وکړم ،چې د چا پر شخصي حريم تېری و نه کړم او دا ،چې په مستعار نوم ليکنه کوم په دې معنا نه ،چې ګويا زه سبا د خپلې خبرې مسوليت نه شم اخيستی ؛بلکې په دې خاطر ،چې نه غواړم د ځنو احساساتي ملګرو زړه رانه تور شي .
د اغلې / ښاغلي بلينډه بدرۍ د هويت په اړه شايد تر ګردو کره معلومات د افغان...