د ولنټاین د پيدایښت تاریخچه

په دریمه میلادي پيړی کې هغه مهال چې په فارس کې ساساني شاهنشاهي دورې شتون درلود، په لرغوني روم کې یو پاچا وو چې نوم یې کلاودیوس دوهم(Claudius II)وو.کلاودیوس داسې عقیده لرله چې هغه سړي چې واده یې نه وي کړی د هغو په پرتله چې ښځه او  بچي لري ښه جنګیالي او غوره دي.

نو د دې له امله یې د روم په امپراتوري کې د سرتیرو لباره د واده کول منع وو.کلاودیوس دومره بې رحمه او قاطع سړی وو چې هیڅ چا د د دې زړه نه شو ښه کولای ترڅو د سرتیرو سره واده وکړي او یا د واده په کولو د دې سرتیرو سره مرسته وکړي.

 خو د ولنټاین (والنتیوس) په نامو یو تن پاپ به په پټه د هغو سرتیرو  نکاح د خپلې محبوبې سره کوله د کومې سره به یې چې مینه وه.کله چې کلاودیوس په دې خبر شو ولنټاین یې ونیو او بندي یې کړ.کلاودیوس د دې لپاره چې د خپلې موخې او عقیدې څخه تیر شي د ولنټاین مخې ته ورغی ترڅو د ده سره مینه وکړی.خو د ده دا کړنه د دې د ولنټاین د غبرګون سره مخامخ شوه او هغه داچې د کلادیوس څخه ولنټاین وغوښتل چې دی د مسیحیت دین وو مني.

داسې امر چې د روم د امپراتور د غصې لامل شو او د ولنټاین د اعدام حکم یې صادر کړ.کله چې ولنټاین په زندان کې وو د زندان ساتونکي یوه لور درلوده چې په سترګو ړنده وه او تل به زندان ته راتله او تل به یې د ولنټاین سره کیسې کولې وړاندې تر دې چې ولنټاین اعدام شي دې پیغلې ته یې یو لیک ولیکه او د دې لیک پر مخ یې ولیکل"ستا د ولنټاین له طرفه" یا (From Your      Valentine) او بیا یې په یاد شوي کارت لاسلیک وکړ، دا هغه اصطلاح ده چې تل د کارتونو او نورو کاغذونو پرمخ لیدل کیږي.د دې له امله دا ورځ تل د فبروري په ۱۴ نیټه په شمالي امریکا او  اروپا کې د عشق د ورځې په توګه لمانځل کیږي.