ننګرهاری
بلينډه بدرۍ ، څه دروغ څه رښتيا ؟؟
د دې ليکنې په اوږدو کې به تر ډېره کوښښ وکړم ،چې د چا پر شخصي حريم تېری و نه کړم او دا ،چې په مستعار نوم ليکنه کوم په دې معنا نه ،چې ګويا زه سبا د خپلې خبرې مسوليت نه شم اخيستی ؛بلکې په دې خاطر ،چې نه غواړم د ځنو احساساتي ملګرو زړه رانه تور شي .
د اغلې / ښاغلي بلينډه بدرۍ د هويت په اړه شايد تر ګردو کره معلومات د افغان ادبي بهير د پخواني وېبلاګ له چلوونکو ( اجمل اند ، باز محمد عابد ........ ) سره وي ؛ځکه د بلينډې بې وجوده موجود له هماغو ورځو نه خلق شوی ،چې تر ننه يې د بلا ډېرو ښاغلو نومونو ته زيان رسولی او يا هم ګټه .
تصویر يې که هر څو دې د غزل سترګو کې اوسي
لیدلی بلینډې چا دې ( ارمان ) دی او چا نه دی
پيل به يې د بدرۍ له دې يو بيت نه وکړم ، و به وايم چې د اغلې / ښاغلي دا ارمان تر يو څه حده ما ليدلی ، هغه څنګه ؟
د افغان ادبي بهير په پخواني وېبلاګ کې په يو بل ښځينه نوم يو شعر خپريږي ،چې بيا اغلې بلينډه ورباندې د ( ب ، ب ) په نوم تبصره کوي د ځنو ورونو له ناوړه تبصرو نه سر ټکوي او ورته ليکي چې دا ښاغلي د خويندو له استعداد نه منکره دي او .................. د دې تر څنګ ورته د rmlewano@yahoo.com ای ډي هم پرېږدي کله ،چې هغه شاعره / شاعر ورسره په ارتباط کې کيږي ؛نو نوموړی تبصره کوونکی ( ب ، ب ) بلينډه بدرۍ خيژي ،چې له هماغې ورځې د دوی دواړو خورلني / ورورولي جوړيږي.
د دې ملګرتيا په اوږدو کې له بلينډې نه د ژوند د ملګري په اړه پوښتنه کيږي ، بلينډه ورته ځان د ښاغلي ارمان ليوني چنغله ( نامزاده ) ورپېژني ، د دوی دواړو ملګرتيا د نېټ له لارې ډېره غزيږي ، ډېر رازونه سره شريکوي ؛خو يوه ورځ هم دومره زحمت نه کوي ،چې د تليفون پر مټ يو له بله سره وغږيږي او يا د انټرنېټ په مايکروفون يو د بل اواز واوري.
کال دوه تېريږي ، بله ورځ د بلينډې واده کيږي، نېټ ته ډېره نه راځي او که کله چې راځي هم نو وايي ،چې پلار کره مې راغلې يم او ګويا د خسر ماما په کور کې د نېټ سهولت نه لرم ، هغه بله شاعره / شاعر ملګرې يې يو ځل بيا ورنه د خاوند پوښتنه کوي ؛خو دا ځلې ورته بلينډه جانه ( د دروغجن حافظه کمزورې وي ) د خاوند نوم بل ورښيي ، بېرته ورنه پوښتنه کيږي ،چې ستا ؛خو له ارمان ليوني سره کوژده شوې وه ؛نو په جواب کې ورته ليکل کيږي ،چې ما له مجبوريت نه درته دا خبره کړې وه او دا خو د قسمت ليک دی ، زمونږ زړه ته څوک ګوري............ او په لسګونو سرټکونې ........
دا سلام عليک تر ښاغلي کاروان پورې هم رسي ، کاروان صيب ؛خو لکه ټولو ته چې پته ده له خپل شعر نه په لسګونو وارې خوږ دی او بيا ،چې د بلينډې غوندې خوږې سره مخ کيږي ؛نو له جان قربان نه خبره انلاين مشاعرو ته وځي ، د بلينډې په وينا ،چې يوه ورځ ورسره کاروان صيب انلاين مشاعره کوي او د غزل رديف يې هم ( بلينډه ) وي ، بلينډه بيا يو ځای کې په قافيه کې غلطيږي ؛نو کاروان صيب ورته دا بيت ليکي :
کاروان ورته ... کټ کټ له خندا شي دی
چې نن په قافييه کې ښويېدلې بلينډه
نه پوهېږم د کوم دليل او برهان له مخې ښاغلی فضليار پر درانه کاروان باندې د بلينډې تور پورې کوي او بيا د نوموړي کومه چمچه ( ولوله غورځنګ ) د ايميل ادرسونو له لارې د درانه او منلي شخصيت کاروان او همدا ډول د نوميالۍ فرهنګپالې توبا ندا په اړه پوچ او فحش وايي ، که ښاغلی فضليار د ( چنار خبرې کوي ) او ( د ښاپېرۍ ورغوی ) تر منځ تفاوت او د کاروان پر شعر ځنې نيوکې د دليل په توګه راوړي او وايي : " هو،ځينې داسې بېلګې هم شته چې قناعت بخښونکي وي خو هغه ډېرې کمې،دبېلګې په توګه د پيرمحمد کاروان په اړه ويل کيږي چې د بلينډه بدرۍ په ښځينه نوم شعرونه ليکي.
امين زى صيب،که ستاسو په ياد وي کله چې د کاروان صيب ( د ښاپېرۍ ورغوى ) کتاب چاپ شو، نو يو شمېر ملګرو ويل چې د کاروان صيب دا کتاب (چنار خبرې کوي) ته نشي ور رسېدلى ، چا به ويل چې دکاروان صيب شاعري د صعود وروستۍ درجې ته رسېدلې او نوره بېرته مخ پر نزول روانه ده، ځينو ملګرو خو کاروان صيب ته دا مشوره هم ورکوله چې نور شعر ليکل بس کړي او خپل ګټلي نامه ته زيان ونه رسوي .
ښکاره ده چې دا ډول خبرې د شاعر په روحيه ډېر اغېز کولى شي، شاعر دې ته اړباسي چې ريښتيا هم په دې اړه فکر وکړي. ويل کيږي چې کاروان صيب وپتېيله چې له يو لغماني چل څخه کار واخلي، په يو بل نوم شاعري پيل کړي او د خلکو غبرګون وويني چې دغه نوي نوم ته څومره هر کلى وايي او څومره نه ؟ کاروان صيب وګوري چې شاعري يې ريښتيا بېکاره شوې او که خلک خوشې غږيږي؟ نو هماغه و چې د بلينډې بدرۍ په نامه يې شاعري پيل کړه، چې پښتون ولس ډېره خوښه کړه او کاروان صيب ته دا ورڅرګنده شوه چې شعر يې لا هم د صعود په لور روان دى او د خلکو خبرې هسې بې ځايه وې.
دانودکاروان صيب يومجبوريت و،چې موږ يې تر ډېره روااوپرځاى ګڼلى شو،خوټول بيا داسې نه دي. "
نو دا ؛خو يوه ماشومانه دعوه ؛ځکه ده ،چې ايا اوس به له دې نه پس کاروان صيب دومره ډېره شاعري له دومره تهمتونو سره سره خپل نوم ته واړولی شي ؟ بله دا : که يو ړوند ته هم چې پنځه شپږ کاله يې د فرهنګ او شعر په ډګر کې تېر کړي وي د ښاغلي کاروان او ښاغلي بلينډې شاعري مخې ته کېږدې ؛نو د سبک له مخې يې اوچته پېژني ، حيران يم چې فضليار د دومره اوږده ادبي سفر سره سره بيا هم ولې د دواړو سبک نه شي بېلولی او د ښاغلي کاروان ( لغمانی چل ) يې بولي ، د بلينډې تر نيمايي زياته شاعري په حماسه ولاړه ؛خو د کاروان هغه بيا په مينه، د شعر د جوړښت او الفاظو له مخې هم د ځمکې او اسمان توپير موجود دی ، لوستونکي دې مهرباني وکړي د هېواد پاڼې ته دې لاړ شي د ښاغلي ارمان لېوني او اغلې بلينډې شاعري دې ولولي ،چې يو په بل پسې قرار لري ، شايد په سبک او په تېره د ازاد نظم په جوړښت کې يې ډېر توپير و نه ويني او بيا دې دا خبره هم ځواب شي ،چې ولې د بلينډې بدرۍ د شعر له خلق کېدو سره د ارمان لېوني شعر مري؟
دواړه ځانونه د يوه کلي معرفي کوي او دواړه په شعر کې د منډهير ( د دوی کلی دی ) ذکر کوي ، بيا بلينډه يو وخت د ( منډهير ) او اريوب د ذکر په نوښت وياړي ؛خو چې مقابل جانب ورته وايي ،چې دا ذکر ؛خو ارمان لېوني تر تا دمخه کړی ؛نو بې له دې چې کوم منطقي ځواب تر لاسه کړي ، په ډېر احساساتي او وارخطا ډول ځواب ورکول کيږي ،چې ارمان لېونی يو مجاهد انسان دی او همدا اوس هم د وطن په غرونو کې جنګيږي ( که رښتيا وي الله تعالی دې يې جهاد قبول کړي او له خدايه غواړم ،چې زما ژوند دې هم ورکړي ، ليکوال ).
او په دې لاندې بيت کې د لېوني لفظ په قوس کې نيول څه معنا ؟
سندرې به مې خود له ( لېوني ) نه زر هېريږي
زما د هر غزل دي د کوچيانو په شان توري
ولوله غورځنګ دا دعوه لري ،چې بلينډې په خپله ورته ويلي ،چې زه کاروان يم ، دا سمه ده ، بلينډې کې کېدای شي دا عادت وي او يا موږ دې ته مجبوره کړې وي ،چې داسې خبره وکړي ؛خو دې ته هم بايد فکر وشي ،چې هاغه مهال لا په کابل کې په ډېرو لوړو دفاترو کې حتا د ورځې له خوا د نېټ سهولت نه و ؛خو بلينډې به تر نيمو شپو پورې چټنګونه کول ، زما په شمول به يې ډېرو نورو ورونو ته ويلي وي ،چې يوازې له تا او اجمل اند سره چټ کوم او بس .
پر ښاغلي کاروان د بلينډې تهمت سراسر يو لوی ظلم دی ، خدای دې وکړي ،چې نور څوک د دې ملنګ انسان زړه په دې خبرو مات نه کړي.
راځو ښاغلي اجمل اند ته ، لکه څنګه يې ،چې شعر پښتون دی همداسې خپله هم يو دروند او پښتون شخصيت دی ،چې په پښتونواله يې په خپله بلينډه هم اعتراف کوي او وايي ،چې تر پايه يې ورته په چټ کې کومه پرېوتې خبره نه ده کړې ، کنه له ډېرو يې زړه چاود دی. د بلينډې په وينا ،چې اوس له ښاغلي اجمل اند سره نه غږيږي يانې ورانه يې ده ، لامل يې هم د نوموړي بې غوري او بې روخي په ګوته کوي او وايي ،چې ما کتاب ورته د چا په لاس د ليکنې لپاره ورولېږه ؛خو ليکنه يې هم ورته و نه کړه او بېرته يې جواب هم ور نه کړ ، تر دې ،چې بيا يوه ورځ خاص د همدې کتاب په اړه په کابل کې د ازادۍ راډيو ته د ښاغلي اند د ليدو لپاره ولاړه ؛خو هغه ورسره مخ نه شو ، دا هغه خبرې دي ،چې دوه درې کاله پخوا بلينډې له ما سره په چټ کې کړي ؛خو که ښاغلی اند وپوښتل شي شايد حقيقت بيخي بل ډول وي ، زه باور لرم ،چې د بلينډې د شتون او نه شتون په اړه ښاغلی اند تر ګردو کره معلومات لري ؛خو دا يې هم ښه سړيتوب وګڼئ ،چې تر نن ورځې چوپه خوله دی.
ښاغلی مصطفی سالک وايي ،چې دا زمونږ يوه خور ده ، ماشومانو ته د قران کريم درس ورکوي او دا چې ډېره دينداره ده ؛نو نه غواړي ،چې دباندې ووځي ؛ نو که رښتيا همداسې وي نو له دومره مصروفه او تړلي ژوند سره سره بيا ولې تر نيمو شپو انلاين وي ؟ چې کله نا کله ؛خو د سړي ورباندې دا شک هم راځي ،چې ګويا په کوم خارجي هېواد کې ژوند کوي او لا ورباندې ورځ ده .
ښاغلی شمسزی ورته د کومې ايرانۍ شاعرې نوم د دليل په توګه راوړي ،چې د هويت په اړه يې همداسې شکونه کېدل لکه د بدرۍ ، په خپله کله ناکله بلينډه په چټنګونو کې د مغوليانو د دور د کومې شاعرې نوم اخلي ،چې تر پايه چا و نه ليدله ؛خو دې ته يې پام نه دی ،چې نن سبا د کمپيوټر او ټکنالوجۍ دور دی.
ښاغلی استاد نثار يې يو مهال په ښاغلي جلال امرخېل تاوانوي او کومه ورځ ورته په چټ کې وايي ،چې ښاغلي شهزاده شيرين زوی ته دا کتاب ورسوه او که څه بله کيسه ،،، د بلينډې بدرۍ له هماغې ورځې له ښاغلي نثار سره د پېښورو په اصطلاح نالګي ده او ښه يې نه يادوي.
يوه موده يې له ښاغلي سيد جيلاني جلان سره د ايميلونو لېږل رالېږل شروع کيږي ، په همدې موده کې يو خيالي انسان ورته غوسه کيږي ، بيا بلينډه د شعر له دنيا نه توبه وباسي او د ژوند له ملګري نه بخښنه غواړي ،چې ګويا د هوا پر ژبه مې له کوم شاعر ورور سره خبرې کړي ، جلان صيب هم ورته د ( پښه نيولې دې توبه وباسه ) شعر ليکي ، چې دواړه شعرونه په اريوب بلوګ کې شته ، د دوی تر څنګ شايد د اريوب بلوګ يو بل چلوونکی ښاغلی اندېښمن ځاځی هم د بلينډې د هويت په اړه له يو څه واقيعتونو خبر وي.
پايله :
له اغلې بلينډې بدرۍ سره د ډېر وخت چټ پر بنسټ خبرې ډېرې زياتې لرم ؛خو د دې خبرو د غزولو نه اخر ګټه او پايله بايد څه وي ؟
زه وايم ،چې د دې تورو او سپينو د ګټې پر ځای تاوان ډېر دی ؛ځکه د همدې ( هويت ) سر خوړلي له غمه د بلينډې شعر ورو ، ورو د هنر له پوړيو وښوېد او د طالبانو د وياند جنبه يې خپله کړه ، تاسې وګورئ ،چې اغه پخوانۍ شاعري يې څومره د هنر پر ګاڼه سينګار وه او اوسنۍ هغه ځانمرګو ته د کمپاين شعرونه يې هم وګورئ ، دا ولې او دا چا ؟ دا ټول موږ ، موږ ښه پوهيږو چې دا د يوې ښځې شاعري نه ده ؛خو بيا هم زموږ همدې پوښتنو بلينډه اړ کړه چې په دې وروستيو کې د هنر لاره بالکل پرېږدي ، تر څو يې دا بهانه جوړه شي ،چې ځکه ځان نه ښکاره کوم ،چې ګوانټانامو ته به مې وليږي او ما غوندې يا د ښاغلي جميل اخوندزاده غوندې چې څوک ورته ساده او احساساتي ښکاره شي ؛نو ورته لا دا هم وايي ،چې د لغمان والي راته اخطار رالېږلی دی.
د مجيد قرار خبره ،چې بلينډه د جنډر بلانس لپاره هم ګټه لري ، اوس مو چې په لوی لاس ورنه د ځانمرګو کمپاينره جوړه کړه ؛نو پرېږدئ ،چې يو ښځينه نوم دې د اسلامي امارت په وېبپاڼه کې هم وي ، که سبا يې بيا دوره راځي ؛نو چې د پخوا غوندې سخت دريځه سلوک نه ورسره کوي ؛بلکې بانه به يې ورته جوړه وي ،چې ګوره ښځو هم درسره ونډه لرله.
توبا ندا مه ټکنۍ کوئ
په دې بېچارګۍ د ښاغلي سيال دا بيت پوره جوړ راغلی
په عقل لور د افلاطون ښکاري
په قد قامت کې لويشتينکه جينۍ
په دې کم عمر د خپلې ژبې د خدمت لپاره کله يو خوا منډه کله بله خوا ، د بي بي سي له خدمتونو سره سره د مېرمن بهير د دارالانشا چارې ، د مېرمن بهير د وېبپاڼې کارونه ، د خويندو تر منځ د اړيکو ټينګول نورې انلاين چارې ، شاعري ، ليکوالي ، زندګي ، درسونه او نور دوه سوه غمونه ورله غاړې دي ، فکر کوم په دې وروستيو کې يې د پلار د سر سيوری هم له سره کم شو ، نو پرېږدئ چې دا خوارکۍ دې ژبې ته د ښځو په برخه کې خدمت وکړي ، مه يې ټکنۍ کوئ . دا يادونه مې ځکه وکړه ،چې نن سبا د ډله ايزو ايميلونو په تبادلو کې په نوموړې پسې هم ناوړه تبليغات کيږي ، چې ګويا د هلکانو په نومونو شاعري کوي ،چې په دې خبرو کېدای شي د اغلې توبا زړه مات شي او د خويندو د خدمت روانه کړې قافله په نيمه لار کې پرېږدي .
زما له دې ليکنې نه موخه يوازې او يوازې دا ده ،چې درانه شخصيتونه بايد درانه وساتو ، په اړه يې ناوړه تبليغات و نه کړو ، کاروان ، اند ....... د دې ژبې سترې هستۍ دي ، بايد درناوی يې وکړو.
د بلينډې په اړه د دومره لانجو ګونجو نه پس د دې امکان هم شته ،چې کوم څوک به راپيدا کړي ، د خلکو مخې ته به يې راولي ، چا سره به يې په تليفون خبرې وکړي ، د نېټ مايکروفون به استعمال شي ؛خو لکه څنګه چې ويل کيږي " د يو دروغو لپاره بار ، بار دروغ ويل کيږي " ؛نو پس له دومره سپيناوي نه ، نور بايد بلينډه موږ نورو دروغو ته مجبوره نه کړو.
په يوه خبره به مې خدای غاړه بنده کړي که يې و نه کړم ، هغه دا ،چې کله نا کله د دې امکان هم وي ،چې يو څوک دې د خپلې ( مينې ) په نوم شاعري وکړي ، چې دا په خپل ذات کې د خپلې مينې لپاره يوه ستره قرباني ګڼم او اوس هم کله ناکله څوک د ښاغلي فضليار په وينا د الفت صيب غوندې د ښځو د ونډې د ښودلو يا هغوی ته د جرات وربخښلو په موخه دا کار کولی شي.
په پای کې دومره ويل غواړم ،چې له دې سپيناوي نه پس نور نه بايد د بلينډې په هويت پسې وګرځو ، پرېږدئ ،چې شعر وليکي ، شعر يې ښکلی نه بلکې ،چې ډېر ښکلی دی ، شعر يې ولولئ او خوند ورنه واخلئ.
په مينه
ننګرهاری