ماتووم زه زولنې  تا له درځمه

ائ زما دمينې افسانې تا له درځمه

زړه مې ستا زړه سره يو ده

ائ زما دعبادتو نو بتخانې تا له درځمه

که اوربل وي ستا په لاره کې زما ميني

پل پل به کړم اتيشخانې تا له درځمه

چې ستا دعشق لاره کې مړ شم پروا نشته

که ولاړې دسکندروی هم وي پيرې تا له درځمه

ای زما ميني زما مينه د مجنون ده

په بڼو  جارو کوم لارې کوڅې تا له درځمه

طواف ستا دليدو فرض ده په ما با ندې

ای زما ښکلې کعبې تا له درځمه

زه په مينه کې صادق يم دا ريښتيا ده

ورکوم دوينی نظرانې تا له درځمه

سپوږمۍ دخدائ لپاره نن ناوخته خيږه

زما خوښيږي تورې تيارې تا له درځمه

چاويل چی ستاپه مينه کې ډار شته

ماتووم نن دروازې تا له درځمه

که پالنګ هم درته جوړ کړی په اسمان کې

جوړې به اسمان ته کړم زينې تا له درځمه

زه سيد چی هوډ وکړم مات به یي نه کړم

که په دوزخ کې يې زما ښکلې محبوبې تا له درځمه

که مې غوښې دبدن شي خوراک د کارغانږ

په سجده به زما پاکې خاورې پښتنې تا له درځمه

زما سيد زرمتي دغه ټوټه شعر تاته سؤغات ده

مالوستلي  دارين احمدزی دشعرونو خزاني تا له درځمه**