مينه کښې دردونه ما ليدلي دي
زړه کښې دې زخمونه ماليدلي دي
مينه نوره هغه مينه نه شوله
دې کښې رواجونه ما ليدلي دي
مه ګوره حالت ته مي ناصحه ته
لاس کښې دې جامونه ما ليدلي دي
خپلې ميخانې ته ساقي خيال کوه
دلته کښې مات زړونه ما ليدلي دي
څنګه به دې خپل کړمه جانانه زه
هر خواته دامونه ما ليدلي دي
زه کاکړ به نه درځم ستا کلي ته
هلته ډير غمونه ما ليدلي دي
شعرونه