شعرونه


توپير

  توپير څومره توپير دی زما او ستا په منځ کې زما لوستونکې مکتبۍ لورجانې

07.03.2010 محمدالله آرین احمدزی

ازاد شعر

ستا هغه ورځ ده په یاد چی ما خپل زړه در کړلو چی ته به مینه ورکړه خو تا د هنداری په پشان زما زړګي را مات کړ را ته ،ټوټی ، ټوټی دی پر ځمکه و غورزاوه اوس دا جوړیګی کله اوس دا جوړیګی کله

06.03.2010 محمدالله آرین احمدزی

غزل

بیا هم یادونه:را لیږل شوی غزل بیا هم زما د ښکلي یار دی هیله ده چې د لوستلو څخه یې خوند واخلی او خوښ مو شي. په ادبي مینه ارین احمدزی غزل

06.03.2010 محمدالله آرین احمدزی

غزل

یادونه:   لاندې غزل زما د یو ملګري لخوا چې یار یې مستعار نوم دی را لیږل شوی دی هیله ده په لوستلو یې خوښ شی او خپلې تبصرې پرې ولیکی. د زړګي درد مې خير دی زيات اوسه خو ، ګوره ياد دې دا لمحات اوسه د غره لمن وي په کرکڼو ښايسته د چا باڼه مې په زړه مات اوسه ما د يقين په پړي و نه تړې

03.03.2010 محمدالله آرین احمدزی

يوه لحظه د مين

 که مى بخت کله بيدار شى او د بخت ملکه وپوښتى له ما نه وايه څه دى دى آرمان چى يى پوره کړمه بى شانه تاج په سر دى ناست په تخت کړم که دى خان کړم د خانانو چى يى ناست د سرو پالنګ کى او ساقى درکړى جامونه ××× نه مى تخت او نه مى تاج د چا په کار دى نه ساقى سره جامونه بل هوسه نه کوم خان نه يى د حرامى ځمکى پوله نه د بل په اختيار خوب د سرو زرو پالنګ کى &tim

02.03.2010 محمدالله آرین احمدزی

سور نغری حیات شو لا یې کرکه د زړه نــــــــه وزي سم لښکریې مات سو لایې کرکه د زړه نـــــــــه وزي

سور نغری حیات شو لا یې کرکه د زړه نــــــــه وزي سم لښکریې مات سو لایې کرکه د زړه نـــــــــه وزي ولاړ به شمه کلی د جانان به یوځل ښکـــــــــــل کړمه کور کلی میراث شو لایې کرکه د زوه نــــــــــه وزي لایې د وختونو ارمانونه زړه کې پاتــــــــــــــــــې دي ګل ورته کلات سو لایې کرکه د زړه نـــــــــــــه وزي پاڼې د قرآن یې په سکروټو کې ایــــــ

01.03.2010 محمدالله آرین احمدزی

غزل

غزل  ژبورې ، جنګيرکې ، جنګيرکې ! زړه مې څه له خورې ؟ شيشکې ،جنګيرکې !  بس کړه ، بس کړه له ناندرو نه دې لوګی شم رقيبان وهي چکچکې ، جنګيرکې !  ژاړه مه ، راشه ، خوړلې خو مې نه يې درواپس به کړم مچکې ، جنګيرکې !

27.02.2010 محمدالله آرین احمدزی

ز ما تکیه په هغه خدا ی ده چه بې ستني د ر ولى دى اسمان

ز ما تکیه په هغه خدا ی ده چه بې ستني د ر ولى دى اسمان هم يې ځمکه د  اوبو په بحر ایښې

23.02.2010 محمدالله آرین احمدزی

آهونه

 آهونه (په هلمند کې د مشترک په نوم پيل شویو عملیاتو ته لیکل شوی دی)  دا د څه شي سوې آه ده ځوروي مې کړوي مې دا چې هرې خواته ګورم هرې خوات

18.02.2010 محمدالله آرین احمدزی

ژړاندې سترګې

ژړاندې سترګې دا ژړاندې ښکلې سترګې

16.02.2010 محمدالله آرین احمدزی

زه نصوار يم

نوم دی زما

09.02.2010 محمدالله آرین احمدزی

تاله درځمه

ماتووم زه زولنې  تا له درځمه

26.01.2010 محمدالله آرین احمدزی

غزل

مينه کښې دردونه ما ليدلي دي زړه کښې دې زخمونه ماليدلي دي مينه نوره هغه مينه نه شوله دې کښې رواجونه ما ليدلي دي مه ګوره حالت ته مي ناصحه ته لاس کښې دې جامونه ما ليدلي دي خپلې ميخانې ته ساقي خيال کوه دلته کښې مات زړونه ما ليدلي دي څنګه به دې خپل کړمه جانانه زه هر خواته دامونه ما ليدلي دي زه کاکړ به نه درځم ستا کلي ته هلته ډير غمونه ما ليدلي دي

25.01.2010 محمدالله آرین احمدزی

هلمند ته

  هلمنده ولی دمو جونه شولو مړاوی هلمنده ولی دلور په لور تاختونه شولو مړاوی

25.01.2010 محمدالله آرین احمدزی

ښکاری ته

مه وژنه دخدائ لپاره ښکا ری دغه غرڅنۍ هوسۍ مه وله دغه زم دهسکو غرونو سيلانۍ هوسۍ پريږده چی پل پل دغه لوړ غرونه کړی

24.01.2010 محمدالله آرین احمدزی

خپله ژبه

خپله ژبهقوم لره ښايي كتابت په خپله ژبه كې پس له دې نه بويه سياست په خپله ژبه كې ژبه د ملي هويت لويه ساتندويه ده پروت وي د قامونو ثقافت په خپله ژبه كې هر څه چې څوك كړي خو مليت د احترام وړ دى كيږي د ټولنې معرفت په خپله ژبه كې لاره شي ازغنه خوف او ويره وي د تلو په كې ګونګ او بې پروا چه شي ملت په خپله ژبه كې ژبه وسيله ده د افرادو د افهام تفهيم شته دى لا تر دې لوى فضي

24.01.2010 محمدالله آرین احمدزی

اثر غوندې دی

اثر ستا په کتو ستا په لیدو کې څه اثر غوندې دی داستا د سرو شونډو سرو کې څه اثر غوندې دی دا لا ماسم کتلي نه دي ستا د زنې سر ته

16.01.2010 محمدالله آرین احمدزی

مینه زموږ ګل وه

مینه زموږ ګل وه داسې راته مه وایه زړه مې له تا تور شو نور ژوند مې ستا له لاسه راته اور شو نور ښکلې مې ځوانې وه ستا مینې رانه وخوړه علاج مې کیدای نه شي خبر مې پلار او مور شو نور څنګه ښه وختونه و،ما وتاچې سره لوبې کړې رامعلومیږي نه،چې ستا

13.01.2010 محمدالله آرین احمدزی

د ولسي جرګې وکیلانو ته ډالۍ

د ولسي جرګې وکیلانو ته ډالۍ ما د مخه و، لیدلی بس یو کار په دې جرګه کې ورکوه ورته ډالرې وو دا چار په دې جرګه کې د جرګې واکدارن نور دي پکې ناست دي ما لیدلې وو د مخه بل وکدار په دې جرګه کې ټوپک مار ټوپک سالار او نور پکې دې

03.01.2010 محمدالله آرین احمدزی

د پښتو شاعرانو ښکلي شعرونه

په زلفو کښې مې ونغاړه راګوره لکه شپهله سپينو ستورو ډکه شه سمسوره لکه شپهآرامه مې په سترګو غوړېدله لکه خوبپه خواه کښې راته ناسته وه بې شوره لکه شپهحيا يې پښتنه ده په حيجاب کښې ده نغښتلېخاونده ته يې مه کاندې سرتوره لکه شپهرانجه د ليونۍ مينې يې څکلي وؤ نشه وهپه غيږ کښې وه بې واکه را نسکوره لکه شپهد ستورو په چشمو کښې نظر واچوه تر لرېپه شپې پسې کاروانه غلي ګوره لکه شپهپېر محمد کاروان

24.11.2009 محمدالله آرین احمدزی

لویه خدایه

لویه خدایه! لویه خدایه ،لویه خدایه اتحاد مو په نصیب کړې دا پښتون چې تیت پرک دی ته یې یو،یو یې قریب کړې له اټکه تر ګومله دغه یو غیرتي قوم دۍ لویه خدایه ته یې جوړ کړی دا ارمان زما ارمان دۍ په دعا درته ولاړیم دا دعا مې کړې قبوله ستا په نوم تل جنګیدلې بریا

24.11.2009 محمدالله آرین احمدزی

سوګند

سوګند ډير تیر شول اخترونه او تیریږي بس جانان ده په ما ګران نه مې هیریږي کله کله چې رایادې یې وعدې شي بس ماشوم زړګی زما پسې ژړیږي خدایه ته یې زړه کې واچوي رحمونه د جانان زړګی شو کاڼې لا سختیږي ما خو ډير ډیر ورته وکړل سوګندونه چې هر وخت کې د خبرې را یادیږي زما جانان څنګه یاغي

24.11.2009 محمدالله آرین احمدزی

شعر

میــــــــــــــــــــــنه مینــــــــــه پيل د هرڅه ده انتــــــــــهایې نا مالومـــــه مینه غم د سوي زړه ده بس ژړا یې نامـــــــــالومـــــه زړه د مینې ځای ځای ګی ده پکې اوسې تر تــــــــرتله کله وو چې وځي د زړه نه بیا راتلا یې نامــــــــــــالومه دا چې څوک په چا مین شي او اخته په دغه رنـځ شي هیڅ درمل د مینې نـــــــــــــ

24.11.2009 محمدالله آرین احمدزی

غونډو

غونډو زموږ د كلي پاى ته راشه له سرو سينځلو تر انارو پورې بيا تر مميزو تر جوارو پورې زيړ جوار به ګډ نينه كړو په انارو به خوله سره كړو شو به برج ته سره پورته د دنيا به سيل وكړو

18.01.2011 نورمحمد سعيد

راځئ خپل زړه ته غوږ شو

(( ښارونه د ژوند دځينو اسانتياوو په بدل كې له انسانانو ډېر څه وړي. بيا هم  دخپلي  برخي محروميتونه خلك اړباسي، چې  له خپلو پلرنيو مېنو نه ښارونو ته  وكوچيږي.  داسې هم نه ده، چې ښارونه بد دي او دكليو ژوند له خوښيو  ډك دى.  ښار او كلى دواړه  مثبت او منفي اړخونه لري، خو دا يو منل شوى حقيقت دى، چې ښاري ژوند ، كه څه هم انسان له مدنيت سره اشنا كوي، خو ډېر يي ستړى كوي هم. . هغه  څوك، چې  د ماشومتوب وختونه يي  دكليو په ارامه  فضا او

08.01.2011 نورمحمد سعيد

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more