غزل

د مینې درد د زړګي ســــــــــر وسیځي

ځينې غمونه سم ځيګـــــــــــــر وسیځي

دغه دستور د زمانې دی ګــــــــــــوره

ځينې درمل هم سم پرهر وسیــــــــځي

دا چې د مینې لارویان دي ګـــــــــوره

د دوی یادونه مازدیګر وسیـــــــــــځي

ځينې ځانونه کړي ګذار ســـور اورته

د ځینو یاد ښکلی دلبر وسیـــــــــــځي

ځينې شورلي پاولي له پښو ترې باسي

ځينې تاریخ بیا د ګودر وسیــــــــــځي

دا د ارین د شاعرۍ دســــــــــتور دی

ځینې وخت یاد کې د دلبر وسیــــــځي