غزل
لکه دخوږ زړګي زګيروي چې له پرهاره وځي
دژوند نغمه مې د منګي او د سيتاره وځي
دد غه سويو اسويلو تپوس مې څه له کوې .
هسې دژمي تريخ لوګي دي د انګاره وځي .
ويل يې ژوندون مې ټوله مينه او ايمان مې مينه
هغه دمينې ليوني نن لدې ښاره وځي .
ځما دزړه دخم نه يې وڅښل نشه نشه شول .
ځکه د شنه اسمان سپين ستوري له مداره وځي
دغه ظالم کلئ د ستور د مينې نه پيژني .
بيګناه زرکه مات بنګړي په سر تر داره وخي
....................................................
زرکه-لندن