13.11.2010
- محمدالله آرین احمدزی
له مباركي او نيكو پيرزوينو څخه وړاندې مو په لومړي سركې كې د پښتو ادب په شاهكار( څولنډيو) نازوم هيله ده چې خوښې او زړونه مو پرې وتبل شي.
اخترپه ټوکو، ټوکوراغى
نه مې اوږۍ شته نه دغاړې تاويزونه
ګرانې اختر دې مبارک شه...
21.11.2010
- محمدالله آرین احمدزی
خبرې اترې کله چې سپي خپلو کې سره راټول شي يو بل ته په بد نظر کتل شروع کړي سترګې يو بل ته بدلې کړي وروورو دچونګااوازونه له تا لو نه په را وتو ژامې يې خلاصې غاښونه يې ښکاره او له ستوني يې اوازونه راوتل شروع شي پوزه يې پيته او تر ټنډې پورې ورسېږي غا ښونه يې دباندې را وځي خولې نه يې لاړې الوزي او د بد بد اواز سره يو د بل سره ونښلي دده پښه دهغه بل په غاړه اد دهغه بل پښه دده په ملا باندې دده غوږونه د بل په خوله کې او د هغه ستونی دده په ژامو کې ده دی وخوړ او دا بل...