له مباركي او نيكو پيرزوينو څخه وړاندې مو په لومړي سركې كې د پښتو ادب په شاهكار( څولنډيو) نازوم هيله ده چې خوښې او زړونه مو پرې وتبل شي.
اخترپه ټوکو، ټوکوراغى
نه مې اوږۍ شته نه دغاړې تاويزونه
ګرانې اختر دې مبارک شه
سپینه خولګۍ مبارکي راکړه مینه
اختر په منډه منډه راغی
ورکړې نجونې د جوړې په تمه دینه
په سپینه خوله که روژه ماته
د کفارې روژې به دواړه ونیسونه
ټولو ځوريدلو او كړيدلو هيوادوالو ته د لوی اختر د را رسيدو له امله نيكې هيلې وړاندې كوم. خداى دې وكړي چې د لوی اختر ورځې د سولې، ورور ولي او خوښي په فضا کې تیرې شي، او له ټولو دوستانو څخه هیله کوم هغه چې په دسعودي عربستان کې د حج د فریضې د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي دي او هغه چې په هیواد کې دي د اختر د لمانځه او قرباني پر مهال د ځوریدلي او کړیدلي پښتون ولس په حق کې لاسونه پورته کړي چې دوی د یو ارامه او سوکاله ژوند خاوندان شي. او له ځوانانو څخه هیله کوم چې ټول علم ته مخه کړي او د یو علمي نسل په توګه خپل هیواد او خپل کړیدلی ولس نور له بهرنیو دسیسو څخه وژغوري.
په ګران او سرلوړي هيواد افغانستان كې د تل پاتې سولې او ابادى په هيله.
په ادبي او پښتني مينه
محمدالله ارين احمدزى
د اړیکو شمیره:
۰۷۸۶۸۶۵۶۸۳
۰۷۷۵۰۰۳۴۷۸