خبرې اترې
کله چې سپي خپلو کې سره راټول شي يو بل ته په بد نظر کتل شروع کړي سترګې يو بل ته بدلې کړي وروورو دچونګااوازونه له تا لو نه په را وتو ژامې يې خلاصې غاښونه يې ښکاره او له ستوني يې اوازونه راوتل شروع شي پوزه يې پيته او تر ټنډې پورې ورسېږي غا ښونه يې دباندې را وځي خولې نه يې لاړې الوزي او د بد بد اواز سره يو د بل سره ونښلي دده پښه دهغه بل په غاړه اد دهغه بل پښه دده په ملا باندې دده غوږونه د بل په خوله کې او د هغه ستونی دده په ژامو کې ده دی وخوړ او دا بل دی وداړه کوم چې کمزوری شو نو وتښتېده.
د بې تهذيبه خلکو مجلس او خبرې اترې همدا ډول وي اول خپلو کې سره کښېني وروسته وروورو خبرې شروع کړي يو څه خبره وکړي بل وايي نه داسې نه ده دا بل وايي ته څه پوهېږې دا بل وايي ته څه پوهېږې پدې کې دواړه په غصه شي رنګونه يې بدل شي سترګې يې کږې شي سخو ښتي يې څيرې او غاښونه يې ښکاره شي لا ړې يې الوزي ژر ژر سا اخلي رګونه يې وپړسېږي سترګې پزه لاس عجيبه عجيبه حرکتونه کوي کنځلې بد اوازونه يې د خولې نه راوځي پايڅې جګې او مټې بېډ وهي دده غاړه دهغه په لاس او د هغه ږيره دده په موټي کې که څوک ګواښکرندی پيدا شي نو په غړمبېدو غړمبېدو يو په يوه او بل په بله لاړ شي او که ګواښکرندی نه وي نو کمزوری وهل وخوري شکېدلې جامې او جړ سر په خپله لار لاړ شي. څومره چې انسان ترقي کوي هلته دا خبرې لږې پیدا کېږي سترګې بدلېږي پزه پلنېږي ساه ژرژر اخيستل کېږي مګر خبره په همدې تمامه شي پدې ټولو مجلسونو کې څه نا څه دسپيانو د مجلس اثر وي نو انسان ته په کار دی چې دخپلو دوستانو سره دسپيانو په څېر خبرو نه پرهېز وکړي په انسانانو کې درايې اختلاف وي ددې لپاره بحث پکار ده که رښتيا ووايم بې بحث مباحثې مجلس هم څه پيکه او بې خونده غوندې وي مګر په خبرو کې تهذيب شايسته والی بايد دلاسه ورنکړو کله چې تاسو کوم مجلس کې ياست چېرته چې دمختلفو نظريو خلک وي څومره چې ممکن وي بېځا يه بحثونه مه کوی څنګه چې بحث اوږدېږي نا رضايتي زړه بدوالی را منځ ته کوي کله چې تاسو وينی چې بحث اوږد شو او زور يې واخيست څومره چې ژر ممکن وي ختم يې کړئ اوپه خپلو کې په خندا خوشحالۍ او د ټوکو په خبرو زړونه يخ کړئ زه غواړم چې زما هيواد وال پدې خبرو غور وکړي چې ددوئ په مجلسونو کې بحث او خبرې اترې څنګه کېږي.