غزل

روح مې لاس تـه رانغی اسمـــان راځينې لرې و
نه و پــــــه وجـود کې مې امکان راځينې لرې و

تا چې نن راوکتل ما وکتل پــــــــــــــه ځان پسې
زړه مې پــــه وجود کې و راوان راځينې لرې و

شايد جدايي دې هــــــــــــم يواځې ګلې پرېښودم
نن دسپينو اوښــــــکو سوړ باران راځينې لرې و

زه چې بې څيرې پـــــه ماښامونو کې ولاړ یمه
ستا تصوير مې هير نــه شو اسان راځينې لرې و

تلې راتلې پـــه خيال کې مې د تتې آيينې غوندې
يه طالبه! چير ته دې و ځـــــــان راځيني لرې و

طالب منګل