د مبارکی پيغام

وروسته تر دې چې په هیواد کې د ولسي جرګې ټاکنې د روان ۱۳۸۹ کال د تلې د میاشتې په ۲۷ نیټه تر سره شوې، د دې سره سره چې په ټول افغانستتان او بیا په ځانګړې توګه  په پښتون میشتو د امنیتي ستونزو ترڅنګ، ډيری زورواکي هم ولسي جرګې ته دریدلي و او غوښتل یې چې ولسي جرګې ته د خپل زور، پیسو او ټوپک په زور لاره ومومي ، یو شمیر ډير با احساسه او ویښ ځوانان هم هیواد او افغان ولس ته د خدمت لپاره په داسې نازک وخت کې ولسي جرګې ته نوماندان شوي و. چې د دوی له ډلې څخه یو هم په پکتیا کې ولسي جرګې ته نوماند محمد ابراهیم غښتلی و. محمد ابراهیم غښتلی د دې سره سره چې د سیاست په ډګر کې عملي زدکړې کړې وې او د کابل پوهنتون د حقوقو له پوهنځي څخه فارغ وو، په تیرو لسو کلونوکې هم په هیواد کې د ننه په سیاسي بهیر کې یو دخیل کس، او د هیواد له هر سیاسي تغیر او رامنځ ته کیدا څخه ښه خبرو، ښاغلی غښتلی نه یوازې یو سیاست پوه و بلکه یو ښه قومي مشر، یو ښه فرهنګپال هم و چې د فرهنګي کړونو ښه بیلګه یې د ده لخوا د پام مجلې چلول و چې د امتیاز څيښتن یې دا ښاغلی و او ده په خپل شخصي معاش پرته له دې چې خپلو بچو ته یې ور وړي یاد شوی معاش یې په یادې شوې مجلې لګولی او تل به یې چاپوله. همدارنګه ده د مجلې ترڅنګ د ځوانانو د را ټولو په موخه د پام ټولنې بنسټ هم کیښود او ډير داسې با استعداده ځوانان یې پکې راټول کړل چې د ده د لارې غوښتونکي و. ښاغلی غښتلی د دې ترڅنګ چې یو ځوان او ریښتونی غښتلی دی د یو ملي ذهن او ملي فکر لرونکی شخصیت دی ، چې خپل پراخ ذهن دی دې ته اړویست چې د هیواد په سیاسي بهیر کې عملا ور ګډ شي، او خپل ولس له دې ناخوالو څخه را وباسي او د دوی ریښتونی غږ د ولس له کور یانې ولسي جرګې څخه افغان دولت او ټولې نړۍ ته ورسوي،  ځان یې ولسي جرګې ته له پکتیا ولایت څخه نوماند کړ، ده د ټاکنیزو هڅو له پيل څخه بیا تر دې چې ټاکنیزې هڅې پای ته ورسیدې تل خلک ملي یوالي ، ورور ولي او عدم تشدد او سوله ایزې مبارزې ته  را و بلل. چې د لیندۍ د میاشتې په څلورمه نیټه وروسته تر دې چې د ټاکنو د خپلواک کمیسون له لوري د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شوې ښاغلی غښتلی هم په ریښتونو رایو سره وکولای شول چې ولسي جرګې ته لاره ومومي. د ده هڅې نه یوازې د ده لپاره بلکه د ټولو ځوانانو په تیره بیا کړاو ځپلو پښتنو ځوانانو ته یو ویاړ دی . او د مونږ په ګډون به ټول ځوانان پرې ویاړي، زه او زما په څير د ډيرو ځوانانو ، لیکولانو او فرهنګیانو له لوري ښاغلي غښتلي ته د دې لویې بریا له امله مبارکي وایم، او له خدای تعالی څخه هیله من یم چې خپل داسې ریښتونی او ژمن بنده نور هم هیواد او خپل کړیدلي ولس ته د خدمت جوګه کړي. او ډیری ځوانان د ده پر لاره لاړ شي او دی دې ته وهڅوي چې خپلې هڅې او کوښښونه نور هم ګړندي کړي. په پای کې یو ځل بیا په ولسي جرګې کې د پکتیا د خلکو ریښتوني، ځوان او وړ استازي محمد ابراهیم غښتلي ته د دې لویې بریا مبارکي وایم او ده ته د لا بریا وو هیله کووم.

په درنښت

محمدالله ارین احمدزی

د پام مجلې مسول مدیر


 له ټولو دوستانو څخه په مننې

قدرمنو دوستانو له تاسو ټولو څخه مننه کوم چې زما ترشاه یاست هیله ده چې په راتلونکې کې هم له ماڅخه خپلې نیکې مشورې او نظرونه ونه سپموی.

ستاسو د لا بریاوو په هیله

محمد ابراهیم غښتلی په ولسي جرګه کې د پکتیا د خلکو استازی