غزل
سترګې دې خداي له بدو سترګو ساته
پکې رڼا ده د سپوږمۍ په څېر رڼا ده پکې
د تورو دښتو مساپر يمه له لرې ښکاري
پکې رڼا ده د کيږدۍ په څېر رڼا ده پکې
اور اخلم کله چې په تريو کتل کړي
پکې رڼا ده د ګګرۍ په څېر رڼا ده پکې
د ناز کاتۀ يې هم زړګيه ډېر په بيل انداز دي
پکې رڼا ده د تروږمۍ په څېر رڼا ده پکې
سترګې دې سمې غړوه چې ستانکزی مړ نشي
پکې رڼا ده د ګولۍ په څېر رڼا ده پکې
........................................
صفي الله ستانکزی