غزل

لا تر اوسه دې څيره ده په هندارو کې ولاړه

هيره نه شوه افسانه ده په هندارو کې ولاړه

.

د تصوير وجود شليدلی په خمارو نظرونو

...دغه لویه حادثه ده په هندارو کې ولاړه

.

کاېناتو چې راټولې په خپل ځان کې نه کړې سترګې

څه بې رنـــګه فلسفه ده پـه هندارو کې ولاړه

.

په خوږلنه زنداګۍ که مې د زهرو جام پريوتی

لا یې څښم چې څه خوږه ده په هندارو کې ولاړه

.

وبه نه ساتي ستا حسن په بې هوشه زمانه کې

بس همدمره اندښنه ده پـه هندارو کې ولاړه

.

ستا تصوير کې مې طالبه ټوله شپه سترګې ويدې وې

ولې وایې فاصله ده پـــــــــــه هندارو کې ولاړه

........................‌

طالب منګل