نوی غزل/ طالب منګل
لاس مې پورته کړه د يـار پستې سينې لا
زه راستون شومه راپرېوتم په ځان کې
روح مې ښکل کړ د نازکو غـــزلونو
زه فنا شوم ستا د سترګو پـه ديوان کې
حادثې د لوپټې پــــــــه وجود جوړې
تورې زلفې لوڅې پريږده پـه باران کې
ما ذرې،ذرې پــه ذهن کې راټول کړې
ستا څيره لاليه نه شته پـه امکان کې
ليونتوب ته بــــــه تنها نه وې طالبه
څو ټنۍ درسره ښې دي پـه ګرېوان کې
---a
طالب منګل
18.12.2010
- محمدالله آرین احمدزی
د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دخواخوږۍ پیغام
په ډیرې خواشینۍ سره مو دمیرمن بهیر دیوې تکړه غړې لیکوالې او شاعرې سپوږمۍ نوري دمحترم پلار الحاج شیرمحمد نوري دمړینې خبر ترلاسه کړ.
انا لله و انا اليه راجعون
میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر ګرانې خور سپوږمۍ نوري د دوی دکورنۍ غړو، ته د خپلې ژورې خواشینۍ او خوا خوږي مراتب وړاندې کوي ددوى په غم کې ځان شریک بولي . دغه درانه شخصیت ته فردوس جنت او کورنۍ او خواخوږو ته یې دالله پاک په دربارکې د جمیل صبر دعا کوي.
د میرمن کلتور...
20.12.2010
- محمدالله آرین احمدزی
سوله نیازۍ
دمیرمن کلتوری ـ ټولنیز بهیرد دیرشمې اونیزې غونډې رپوټ
دمیرمن کلتوری ټولنیزبهیر اونیزه غونډه د شنبی په ورځ د۱۳۸۹۱د لیندۍپه اوویشتمه چی برابر ه ده ۲۰۱۰ میلادی کال دسمبر له اتلسمې سره د پوهنی وزارت په کلوپ کی د ګڼ شمیر خویندو به ګډون د ماسپښین په یوه نیمه بجه جوړه شوه.
د غونډې په لومړۍ برخه کې لومړی دمیرمن بهیر دغړې آغلې سپوږمۍ نوري سلیم د پلار روح ته ددعا لاسونه پورته شول، بیا په کاري مسایلو خبرې وشوې چې په دې لړ کې ځین...