سوله نیازۍ

دمیرمن کلتوری ـ ټولنیز بهیرد دیرشمې اونیزې غونډې رپوټ

دمیرمن کلتوری ټولنیزبهیر اونیزه غونډه د شنبی په ورځ د۱۳۸۹‍۱د  لیندۍپه  اوویشتمه چی برابر ه ده   ۲۰۱۰ میلادی کال  دسمبر له اتلسمې سره د پوهنی وزارت په کلوپ کی د ګڼ شمیر خویندو به ګډون د ماسپښین په  یوه نیمه بجه جوړه شوه.

د غونډې په لومړۍ برخه کې لومړی دمیرمن بهیر دغړې آغلې سپوږمۍ نوري سلیم د پلار روح ته ددعا لاسونه پورته شول، بیا په کاري مسایلو خبرې وشوې چې په دې لړ کې ځینې خویندو ته د لیکوالي په برخه کې ځینې کارونه وروسپارل شول او د میرمن بهیرپه سایت هم خبری وشوې چی دی نه وروسته به  د میرمن بهیر سایت د ښځو په هر اړخیزه برخه کې مطالب خپروی تر څو د ښځوپه اړه چې هر ډول معلوماتو ته اړتیا وی نو د میرمن بهیر د سایت نه پرته بل سایت نه وي. دغه راز په فیسبوک د میرمن بهیر د شاملیدو په برخه کې د فریدون الهام په مرسته د راحلې نوري هڅې وستایل شوې.

همدا رازاغلې ساهر ه شریف وویل چې د میرمن بهیر غړې دې په هره برخه کې خپل ځانونه ورسوي ترڅو ځانونه داسې ځای ته ورسوي چې وکولای شي نور هم له لاسه ونسی ترهغه چې مونږ ډیر څه زده نه کړو او یوه ځای ته ونه وسیږو نو مونږد نورولپاره هیڅ نشو کولای  ساهره شریف داهم وویل له دی نه وروسته خویندې د اونۍ د پیښو په اړه خبرونه اوري او د شنبې په ورځ به یې راپور ورکوي او خپل تحلیل به وړاندې کوي.

همداراز اغلې تورپیکۍ مومند هم ویل چې له دې نه وروسته خویندې باید د هرې ورځ پیښې مطابق یو مضمون ،شعر یاهم یوه مقاله ولیکي همدار زار خویندو مسولیت په غاړه واخیست چې هغوی به خپلې هلې ځلې جارې ساتي  همدا شان د میرمن بهیر په مرسته د میرمن بهیر د غړې بهاره ظریف کتاب د (فلم تاریخ ) تر عنوان لاندی چاپ شو او د اغلی ظریف له خوا یو ټوک ساهره شریف ته ډالۍ کړ.

د غونډی په دوهمه برخه کې د لیمیې په شعر کره کتنه وشوه اوهمدا راز وپتیل شوه چې راتلونکې اونۍ په د اغلې نظیفې نیازۍ په شعر کره کتنه کیږی.

 د آغلې وږمې سبا عامر د(جنت کوټ) ناول چې تیره اوونۍ په ټولو خویندو ویشل شوی و پریکړه وشوه چې راتلونکې شنبه ددغه ناول دمخکتنې غونډه جوړه سي. ځینو خویندوته دنده وسپارل شوه چې په ناول باندې لیکنې وکړي چې ندا ساپۍ به دناول په مکالمو،سونیتا به د ناول به داستان باندی یولیکنه کوي  زمزمه نیازۍ به د ناول په  پیلامې باندې لیکنه کوي او عزیزه افغاني به هم په ناول عمومی نظرورکوي. اونورې خویندې به هم دناول په اړه مقالې لیکي.

 د غونډی به وروستۍ برخه کې مشاعره وشوه چې ټولو ګډون والو پکی برخه واخییسته او په زړه پوری شعرونه یې وړاندی کړل د مشاعری په لړ کی خویندو له ولایتونو څخه هم  په ټیلیفون خپل  شعرونه ګډون والو ته وړاندی کړل په پای کی د اونۍ نیکمرغه نجلۍ وټاکل شوه او دمیرمن بهیر له خوا ورته ټاکل شوې ډالی وړاندی شوه .غونډه د مازیګر د چای په څښلو سره په څلورو بجو پای ته ورسیده .هیره د ې نه وي چې د میرمن کلتوري ټولنیزبهیر اونیزه غونډه هره شنبه په یوه نیمه بجه د پوهنې وزارت په کلوپ کې جوړیږي.