دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر خبرتیا
میرمن ټولنیز ـ کلتوري بهیر په پام کې لري دراتلونکې شنبې په ورځ د ۱۳۸۹ کال د مرغومي په ۴ نیټه د آغلې وږمې سبا عامر د(جنت کوټ) ناول دمخکتنې غونډه دپوهنې وزارت په لوی تالار کې جوړه کړي. 
له هغو محترموخویندولیکوالو څخه چې ددغه ناول په اړه یې مقالې لیکلي په ډیر درنښت هیله کیږي چې خپلې مقالې دمیرمن بهیر دخپرونو او تبلیغاتو څانې ته وسپاري.
دغه راز هغه محترم لیکوال چې په ناول او دناول د لیکوالې قدرمنې خور وږمې سبا عامر په ژوند او اثارو یې مقالې لیکلې وي دمیرمن بهیر په برښنالیک راواستوي، تر څو دمخکتنې په غونډه کې ولوستل شي او بیاچاپ شي.
mirmanbaheer@gmail.com
دمخکتنې په دې غونډه کې دمیرمن بهیر پر غړو سربیره نورې خویندې هم را بلل شوې دي او ټولې خویندې کولای شي په دغه غونډه کې برخه واخلي.
وخت: شنبه ۴/ ۱۰/ ۱۳۸۹ دغرمې یوه نیمه بجه
ځای: کابل، ده افغانان، دپوهنې وزارت لوی تالار
دمیرمن ټولنیز – کلتوري بهیر دارالانشآ