د کابل پوهنتون د ۵۰ دورې محصلین هم ټولنې ته د خدمت د جوګه کیدو په موخه فارغ شول

 محمدالله ارین احمدزی

د روان کال د مرغومي د میاشتې په ۴ نیټه په کابل کې د کابل پوهنتون د ژبو ادبیاتو پوهنځي د محصلینو ۵۰ دوره فارغ او د خپلې ژبې او اولس د خدمت لپاره ټولنې ته وړاندې شول.یاده شوې غونډه چې په پلازمینه کابل کې هوايي ډګر ته څيرمه په یو لوی تالار کې جوړه شوې وه چې سهار لس بجې پيل او د مازدیګر تر دریو بجو پورې پورې یې دوام وکړ. غونډه چې سهار نهه بجې پيل شوه په لومړي سرکې کې د قران عظیم الشان د څو ایتونو په تلاوت سره پيل شوه تر تلاوت وروسته د غونډې پرانیستونکې وینا ته د کابل پوهنتون د ژبو او دبیاتو د پوهنځي د پښتو څانګې رییس ښاغلی بایزید اڅک د ریز ته را وغوښتل شو، ښاغلي اڅک د دې څانګې له پيل څخه بیا تر ۵۰ دورې پورې لنډه معلومات وړاندې کړل او هم یې په یو شمیر هیوادونو او د هیواد په ځينو پوهنتونونو کې د پښتو د تدریس په اړه خبرې وکړې او په پای کې ټولو محصلینو ته د دې بریا مبارکي او له یادوشویو تاندو او ځوانو محصلینو څخه  غوښتنه وکړه چې پښتو و وايي، پښتو وپالي او پښتو ولیکي، د غونډي دوهم ویناوال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پخوانی وزیر عبدالکریم خرم و چې خپلې خبرې یې ټولو ته د مبارکي په ویلو پيل کړې او بیا یې د پښتو او پښتنو په وړاندې شته ستونزو ته نغوته وکړه او له پښتنو سوداګرو، پانګوه والو، سیاست والو او فرهنګیانو څخه  غوښتنه وکړه چې د پښتو په برخه کې دې د نوې ټکنالوژي په برخه کې پانګه اچونه وکړي راډیو ګانې، ټلویزونه، ورځپانې او مجلې دې جوړې او چاپ کړي، ښاغلي خرم همدارنګه له دې ځوانانو څخه د پښتو ژبې او پښتون قوم ته د خدمت کولو غوښتنه وکړه او دوی یې یوازني کسان وبلل چې کولای شي په خپلو کړو به د دې ژبې فرهنګ او ادب د تل لپاره بډایه وساتي او تل به یې د هرې دورې له ښکیلاکونو څخه د قلم په څوکه ساتي.

د غونډې دریم وینا وال هم د دې څانګې یو تکړه استاد ښاغلی محمداجان حقپال و چې د دې څانګې د استادانو په استازیتوب یې دې محصلینو او د محصلینو کورنیو ته مبارکي و ویله. د غونډې بل وینا وال هم  د پښتو ادب یو ځلانده ستوری اکاډمیسن سلیمان لایق و چې د خپلو تودو هیلو او نیکو احساساتو د وړاندې کولو ترڅنګ یې یو لړ مهمو خبرو ته هم نغوته وکړه او ویې ویل چې پښتانه باید په خپلو تیرو ویاړونو دومره و نه نازیږي چې خدای مه کړه راتلونکې یې هیره شي او له راتلونکې څخه بې خبره پاتې شي او نور ویاړونه یې په برخه نه شي بلکه پښتانه باید د تاریخ په هر پړاو کې داسې سر ښندونکي او ملي مشران لکه امیرکروړ، میرویس نیکه، لوی احمدشاه بابا، شاعر ، لیکوال، مشر، طبیب، ملا، سیاست پوه.... لوی خوشال خان بابا غوندې له ویاړه ډکې څيرې ولري، او تل خپل ژوند په تیرو ویاړونو تیر نکړي هغه له ټولو پښتنو په تیره بیا د قلم له خاوندانو څخه غوښتنه وکړه چې یوازې دې پښتو ته په شعر..... کې کار نه کوي بلکه کوښښ دې وکړي چې په هره برخه کې خپله ژبه،ادب، ټکنالوژي او تاریخ کې لکه څنګه چې وړاندې روڼه او ځلیدونکی پاتې شوې وه  وځلوي. د غوڼدې په دوهمه برخه کې د کابل پوهنتون د پښتو څانګې یو بل تکړه استاد، شاعر، لیکوال او د سیاسي چارو کارپوه ښاغلی محمداسماعیل یون دریز ته له ورتلو سره سم ټولو فارغو شویو محصلینو ته مبارکي و ویله او هغه هم په پښتنو غږ وکړ چې یو شکایت کونکی قوم دې و نه اوسیږي او کوښښ دې وکړي چې په خپلو زحمتونو خپله ژبه، ادب او سیاسي ډګر وپالي او هرڅه په خپله خپل ځان ته برابر کړي، ښاغلي یون همدارنګه له دې محصلینو څخه غوښتنه وکړه چې دوی باید د نورو ټولو لوستو کسانو څخه ډير د خپلې ژبې په بډایه کولو کې کوښښ وکړي.

 

 د غونډې بل وینا وال هم د دې څانګې پخوانی رییس او د پښتو څانګې استاد احمدشاه زغم و چې ده هم د نورو په څير خپلې تودې هیلې او نیک احساسات خپلو فارغو شویو شاګردانو ته وړاندې کړل.همدارنګه د غونډۍ بل وینا وال هم د افغانستان د سیمه ایزو مطالعاتو د مرکز مشر تکړه لیکوال، شاعر، سیاست پوه او ژورنالیست ښاغلی عبدالغفور لیوال و چې ده هم د مبارکي ترڅنګ ډيرې هر اړخیزې څرګندونې وکړې او دوی له فارغو محصلینو څخه د پښتو ویلو، پښتو لیکلو او پښتو د پاللو غو ښتنه وکړه، د دې غونډې بل ویناوال هم  چې د فارغو شویو زدکړیالانو د کورنۍ په استازي توب یې خبرې وکړې لیکوال او ژورنالیست ضیا بومیا وو چې ده هم د محصلینو په استازیتوب له ټولو راغلو میلمنو څخه د مننې ترڅنګ ټولو کورونیو ته مبارکي و ویله او زیاته یې کړه چې دا د ده لپاره ویاړ دی چې د فارغو شویو محصلینو  د کورنیو په قطار کې ځای لري او خپلې ځينې خاطرې هم په اوریدونکو واورولې چې پښتو ژبې او پښتنو څه زغملي دي او دا د پښتنو خپل همت دی چې له دومره تاړاکونو څخه را وتلي او داده د کابل پوهنتون او د هیواد نور پوهنتونونه هرکال د دې ژبې د پالنې لپاره په لسګونو ځوانان او پيغلې خپلې ټولنې ته د خدمت د جوګه کیدو لپاره فارغوي.

د غونډې وروستی وینا وال د محصلینو استازی و چې ده په افغان دولت ،د کابل پوهنتون د ریاست او پښتو څانګې په ځينو کړنو انتقاد وکړ او ویې ویل چې د دولت دې څانګې ته کومه ځانګړې ودانۍ نه ده جوړه کړې له دې سره سره چې شمیر یې بیخي زیات دی تل په پردیو پوهنځیو کې درسونه وايي او خپل درسي ټولګي نه لري همدارنګه هغه د پوهنتون په ریاست هم انتقاد وکړ چې د پوهنتون په مرکزي کتابخانه کې د هرې ژبې  کتابونه شته دي خو د پښتو کتابونو څرک پکې نه سترګو کیږي، همدارنګه د خپلې څانګې په ریاست هم انتقاد وکړ او ویې ویل چې ‌ډيری استادان له زدکړیالانو سره د مور میرې سلوک کوي او نه غواړي چې د دې څانګې ډيری محصلین په کدر کې فارغ شي او نه هم غواړي چې پوه او وړ کسان په دې څانګه کې د استاد په توګه تدریس وکړي او پکې شته سپین ږیري او په زاړه میتود عیار شوي استادان د دې څانګي استادي د ځان لپاره میراث بولي.

د غونډې په دوهم پړاو کې د بریلیکونو ویشل او  هر محصل د راغلو دوستانو لخوا دوی ته د ګلونو په غاړه مې ور اچولو لړۍ پيل شوه چې دا لړۍ هم په خوښي او د ګرمو احساساتو او پکو ولولو په ترڅ کې پای ته ورسیده او د غونډې په دریمه برخه کې له ګډون کونکو او راغلو میلمنو څخه غوښتنه وشوه چې د محصلینو لخوا تیاره شوې ډوډۍ ته کښیني او ډوډۍ وخوري، د ډوډۍ تر خوړو وروسته د موسیقي ځینې پارچې هم وږغول شوې او په پای کې د دې محصلینو لخوا پر استادانو او راغلو میلمنو باندې د دوی لخوا ځانګړې شوې ډالۍ و ویشل شوې.

او غونډه د مازدیګر په نیژدې دریو بجو د دعايي په لوستلو سره  پای ته ورسیده. په دې هیله چې د ه پښتون له کور څخه د ژوند په هر علمي ډګر کې ډير داسې ځوانان فارغ شي او ټول پښتانه د داسې مراسمو شاهدان و اوسي او دا ډول مراسم هره کورنۍ خپلو ځوانانو ته ونیسې او په هره کورنۍ دوه درې او پنځه د لوړو زدکړو ځوانان او د ژبې او قوم پالونکي و اوسي.

په درنښت

محمدالله ارین احمدزی


 د دې غونډې انځورونه به وروسته همدلته خپاره شي.

مننه

ارین احمدزی