که میړونه غرونه دي ښځې اړمونه دي:
جنت کوټ ناول ته لنډه کتنه( د محمدالله ارین احمدزي لیکنه)
له دې سره سره چې پښتو ژبې او پښتون قوم د تاریخ او بشري ژوند په درشل کې ډيرې هسکې وټيټې لیدلي او لایې هم ویني، د تاریخ په ترڅ کې یې ډير تاریخي، لرغوني، او فرهنګي شته له لاسه ورکړي دي اود وخت هر تاړاک د دوی پر سر راغلی دی، خو د تاریخ په هر پړاو کې د قلم او علم خاوندانو د ژبې، فرهنګ او قوم لپاره ډير څه کړي دي. په پښتو ادب کې د دې ترڅنګ چې نارینه و د خپلې ژبې پالنه کړې ښځينه هم له چا کمې نه دي، دوی هم د خپل پښتني غرور سره سم د ژبې په بډاینه کې برخه اخیستې. که د پښتو ادبي دوري له لرغونې بیا تر منځنی او نني معاصرو دورې پورې په غور سره ولوستل شي دا څرکونه پکې ډير لیدل کیدی شي. که د پښتو ادب ډګر ته ځغلند نظر وشي بي بي نیکبختې څخه را ونیسه بیا تر نازو انا او میوندي ملالې پورې په هره دوره کې مونږ داسې ښځينه هم لرلي دي چې په خپل ښځينه احساس یې د دې قوم او ژبې پالنه کړې.زه به دلته له ډيرو خبرو څخه تیرشم او را به شم اصلي خبري ته، تر دریو لسیزو جګړو وروسته چې په هیواد کې د روس سرو لښکرو ماتې وخوړه نو پښتو ادب یوازې په بهرکې په ځینو میشتو په ګوتو شمار لیکوالو باندې بسنه کوله، خو وروسته تر دې چې په ۲۰۰۱ کال کې افغانستان ته د نړیوالې ټولنې را پام شو نو د هیواد په هره سیمه کې ډيری د قلم خاوندان، شاعران، لیکوالان....... هم را وټوکیدل هر لوري ته د دې هیواد د اصیلو بچیانو له لوري خپلې ژبې ته د خدمت هڅې پيل شوې. چې د دې هڅو دا لړۍ داده دومره بریالی شوه چې نن مونږ نه یوازې د ګوتو په شمار بلکه په سلګونو او که مبالغه نه وي په زرګونو لیکوالان او شاعران لرو چې د دوی له ډلې څخه یوه یې هم وږمه سباعامر ده چې نه یوازې یوه لیکواله ده بلکه یوه ښه شاعره او ښه ژورنالیسته هم ده. د میرمن عامر د جنت کوټ ناول چې دا څه موده وړاندې په کابل کې چاپ شود دې د هڅو او پښتني احساس یوه ښه بیلګه ده چې دا ده نن د ډيرو پښتنو مخې ته پروت ده او لولي یې. د میرمن عامر له دې ناول څخه پرته وړاندې هم دوه شعري ټولګي (د پلوشو اتڼ، دواورې لمن او د بنګړیوالې په نوم یو ناول) د چاپ په ګاڼه پسولل شوي دي.چې هر یو يې په خپل ځای کې ډير د قدر او ستاینې وړ دی.
جنت کوټ ناول چې اوس اوس په کابل کې چاپ شوی دی ۱۴۶ مخونه او۳۴ څپرکي لري یاد ناول لکه څنګه یې چې نوم نوی دی نوې موضوع ګانې پکې ځای شوي دی . ، په وزیرستان کې د اوسنیو روانو ناخوالو یو ښه انځور دی موضوع یې نوې او کرکټورنه یې هم تر ډيره خوندي دي او نوم یې هم په یاده شوې سیمه کې له یو ځای څخه چې جنت کوټ نومیږي اخیستل شوی دی، یاد ناول د دې ترڅنګ چې د پښتو ادب په ډګر کې یو وتلی اثر دی د ځینو نورو ناولونو په پرتله ډیرې ښیګڼې هم لري چې ځینو ته به یې زه د خپلې پوهې سره سم نغوته وکړم:
۱-د ناول ژبه:
جنت کوټ ناول له دې سره سره چې د وزیرستان په اوسني حال لیکل شوی دی او پکې تر ډیره ژبنیو توکو او په تیره بیا په وزیرستان کې د وزیرو او محسودو لهجې ته پکې ډير پام شوی دی او د ناول خوند یې نور هم زیات کړی خو بیا هم د ناول ژبه ساده او روانه ده، په داسې ساده او روانه ژبه لیکل شوی دی چې ډير ساده سړی هم په پوره توګه ترې خپل مفهوم اخیستی شي. او د لوستونکي په ذهن کې د محسودو او وزیرو زیړې پګړۍ او د دوی قومي جوړښتونه او هلته روانې ناخوالې انځورولی شي. د بیلګې په ډول:(زرغوټۍ د مورخواته ورتاو شوه چې خان محسود د هجرې نه د چایو پتنوس راوړو، هغه يې د مور مخې ته په غولي باندې کیښود او په خپله په دو پښو باندې خپلې مور ته مخامخ کیناست زرغوټۍ ته یې وویل:
-براته د پلار کره لیږي.
چا وویل؟
ابا..........
ښه ښه!
زرغوټۍ مورته مخ د واره وویل:
-ادې زه یو ځلې ویرشم وبه یې کسم.
ولې به ځې پلار به دې په غصه شي و به دې ډیبوي.
دلته که په ځیر وکتل شي پکې تر ډیره د محسودو هغې ځانګړې لهجې، او د دوی کړو وړو ته ډیره ښه نغوته شوې ده.
۲-د ناول تلوسه:
په ناول کې تلوسه دومره زوروره ده چې لوستونکي پرې کله پیل کوي تر هغه یې چې د پای ټکی نه وي ورته ایښی خوند نه ورکوي چې جنت کوټ ناول بند کړي، ماته چې لومړی سر کله لاس ته راغی په دفترکې مې یو څپرکی ولوست په دفتر کې د کاري بوختیا له لاسه مې نه شو کولی نوریې ولولم خو جنت کوټ ناول دې ته اړویستم چې له دفتر څخه ژر و وځم او ناول ترپایه څومره ژر چې شوني وي ولولم. ناول له لومړي څپرکي څخه بیا تر پایه داسې روان دی لکه سړی چې پلی روان وي او خپل هدف ته د رسیدو لپاره همداسې یو په بل پسې ځمکې تر پښو لاندې کوي. څپرکي یې لنډ دي چې په یو څپرکي د نارینه رول ډیر دی اوپه بل کې بیا ښځینه رول کورنۍ خبرې ،ستونزې،ښځینه احساس او ....
۳-په ناول کې شته کرکټرونه:
په جنت کوټ ناول کې شته کرکټرونه ډیری یې ژوندي دي او هرڅوک د دې ناول کرکټرونو ته په کتو د افغانستان او کوزي پښتونخوا په اوسني حالت کې په هره سیمه کې ورته کرکټر پيدا کولای شي. په دې ناول کې ډير داسې کرکټرونه شته دي چې تر اوسه یا هم ژوندي دي او یا هم د ناول له کیسي سره سم د خپلو کړو ښکار شوي دي. د دې ناول په لوستو سره به هیڅ داسې څوک نه وي چې په خپله سیمه کې د اوسنیو ناخوالو ښکار ځوانان او میندې یې سترګو ته ونه دریږي چې څنګه یې خپل بچي په یو او بل نوم له لاسه ورکړي دي.
۴-په ناول کې ښځینه او نارینه احساس:
د دې ناول بله او تر ټولو لویه ښیګڼه او ځانګړنه داده چې ښځینه احساسات پکې تر ډيره ریښتوني او ډير په ځای انځور شوي دي، د احساساتو مبالغه او خیالي داسي څه نه دي پکي لیکل شوي چې سړی دې په ښاپيریو پسې د قاف غره ته ولاړشي او یا دې هم له دیوانو او شیشکو سره پکې جګړې وکړي، د ناول احساس دومره خوندور او نوی دی چې ماته دا ډول له احساس څخه د ډک ناول لیکل د لیکوالې خپله پوهه او جادوګري ښکاري.
د ناول کیسه په وزیرستان کې له یو طالب کمانډر یا قومندان څخه پيل کیږي او بیا د ناول په ترڅ کې ډير ریښتوني او نور کرکټرونه هم له دې کمانډر سره یو ځای کیږي خو د دې ناول اصلي کرکټر زرغوټۍ او د کمانډر د لوبو ښکار او د مور یوازنی زوی دلاور دی. دلاور هم چې یو تنکی ځوان او په وزیرستان کې لوی شوی ځلمی دی د خپلي قبیلي دود او کړو وړو ته ډير عقیدتمند دی په تیره بیا د خپل کمانډر عظیم الله خبرې ته چې د ده مور د ترور زوی کیږي . دلاور له دې سره سره چې د مور یو زوی دی ځکه دوه وروڼه یې په جګړه کې لاسه ورکړي دي یوازې د عظیم الله ساتونکی نه دی بلکه د عظیم الله خور زرغوټۍ یې مینه هم وه. او د دې تر څنګ چې د عظیم الله ساتني کوي باید چې قبیلوي کړو وړو ته هم پام وکړي. زه یې ټوله کیسه ځکه نه شم کولی چې د لیکنې لمن مې اوږده نه شي هغه د زړو کیسو په څير اوس به دلاور همدلته پریږدو او را به شو جنت کوټ ناول ته، په دې ناول کې یو بل کس چې بهرنی دی او دوی یې پيتر بولي هم ډير رول لري خو دا تر دې دمه د دې تپل شوې جګړې جنګیالیو ته نه دی معلوم چې څوک دی خو د ناول په ترڅ کې يې دا پته لږیږي چې دا ښاغلی پيټر نوميږي او د ایټالیا د یوې مذهبي کورنۍ کس دی چې دلته د خپلې سیاسي موخې لپاره راغلی دی او د دلاور په شان يې د ډیرې میندې بې زامونو کړي دي خو دا تریخ حقیقت تر ډیره په دین او وطن مینو محسودو ته نه دی جوت چې پيټر څوک دی او څه غواړي چې د دوی په استعمالولو سره یې تر سره کړي.
په دې ناول تر ډیره ځایه ښځینه احساسات هم د قبیلوي دودونو قرباني دي خو وروسته تر دې چې زرغوټۍ د خپلي مور لخوا دلاور ته په نامو کیږي نو ښځینه احساس پکې را څرګندیږي او دا احساس دومره زور اخلي چې څو ورځې وروسته ځانمرګی بریدکونکی دلاور د خپلې پښتنې مینې به هڅو او پاکو احساساتو له دې کار څخه منع کیږي.
په دې ناول کې تر ډيرې نورې ښځي هم لیدل کیږي چې څوک د خپلو اولادونو او میړنو له غمه خپل ژوند او روغ صحت له لاسه ورکوي، خو دې ټولو ظلمونو ته بیا هم ښځې کولای شي چې د پای ټکی کیږدي او وکولای شي چې له دې لارې نور نو زیاتې میرمنې بورې او کونډي نه شي. د تول ناول پیغام او پاک ښځینه احساس کولی شو چې په دې متل چې وایي : که میړونه غرونه دي ښځې اړمونه دي خلاصه کولی شو که چېرې د پښتني ټولنې ښځینه قشر په رښتوني توګه په کورني تصمیمونوکې خپله ونډه د کورنۍ د یوه فعاله غړي په توګه څرګنده کړي ډېرې کږې به سمې او ډېرو ناخوالوته به دپای ټکی کیږي دي.
په دې هیله چې نور پښتنې مندې بې زامنو ، بې خاونده او ماشومان بې پلاره نشي،مېرمن عامر ته د لابریاو هیله کوم او دقلم ژبه یې تل روانه غواړم ترڅو وکولی شي په ساده او پښتني ژبه ډېر داسې څه ولیکي چې شته ناخوالوته دپای ټکی کيږدي او پښتون قوم نور د دښمن د شوموموخو ښکار نه شي.