غزل

روح مې راوړ پــــه شليدلو اندامونو
دخپل ځان په جنازه کې زه ولاړ يم

بې سجدې مې سترګې ولويدې په ځمکه
د جانان په جنازه کې زه ولاړ يم

ما په بيړه،بيړه مخ د هغې ښکل کړ
پريشان پــــــه جنازه کې زه ولاړ يم

چې دا ولې ستا يادونو فنا نه کړم
و امکان په جنازه کې زه ولاړ يم

چې طالب سره دا بل وجود چا دی
ټول حيران په جنازه کې زه ولاړ يم

×××
طالب منګل