د پرخې ارمانو ته خو ګلاب شه يو ځل بيا
د زړه د وچو للمو ته درياب شه يوځل بيا

پراته دي پکې خدايږو ډير خواره واره يادونه
راځه دژوند کيسو ته مې کتاب شه يوځل بيا

دژوند ډيرو نا خوالو توفاني سيند ته لاهو کړم
دې پاتې څو شيبوته مې حباب شه يوځل بيا

بدرنګې زمانې څه رنګ په رنګ دردونه راکړل
راځه نغمه د مينې شه رباب شه يوځل بيا

بازان تري تم شوي زرکه ژاړي تورو غرو کې
د شنه اسمان د پاسه خو عقاب شه يو ځل با