نظم

ما د وخت شيبه ذرې،ذرې کړه ټوله

 ژوند مې ستا په ماښامي سترګو کې پرېښود

دا چې رنګ مې ستا په مخ کې زېړ الوتی

 خپل نظر مې ګلابي سترګو کې پرېښود

............

چې نظر مې ستا په حُسن کې پرېوتی

 زه د اوښکو په کتار کې را راوان یم

 ستا د عشق په پېژندلو کې به بس شم

ليونی،ليونی ښار کې را راوان یم

........................

ما د ځان شک سلامت ځان له ساتلی

 چې د شمېر په لیونیو کې راځمه

 ته مې ځان پسې نېږدې کړه تا له ښه يم

که زه ډېر په لیونیو کې راځمه

..........

زه د ځان په لټولو پسې بوخت یم

 ليونتوب کې مې له دومره دماغ پاتې

چې د ژوند پر تېرولو سستي نه کړم

 له مې روح کې دساګانو سراغ پاتې

...........

چې له ساه سره مستي له مانه نه شي

 پرې ويريږم ما له ځان سره ساتلي

 بنداګۍ کې راغورځيږم پورته کيږم

 که مې غاړه له اسمان سره ساتلي

......

زه دماتي په هوس کې ګرځېدی شم

خو د عشق شرشاره غم راپسې پريږده

چې يو څوک مې تنده ماته کړي له تندې

 لږ د زړه وينو کې دم راپسې پريږده

.....

نور مې زړه د ژړولو قبېل نه دی

 نور پريږده چې په تا پسې روان شم

زه چې تا پسې راځم له تا مې نه شي

 ته مې ځان پوښتې په ځان څنګه حيران شم

.......

مادځان لټول بس کړل تا له راغلم

اوس چې ستا دجدايۍ شيبه تېريږي

 زه مې ژوند ته په مغرور انداز ورګورم

د دنېا دا ليونۍ شيبه تېريږي

.....

ما ایاغ چې په خمارو ګوتو مات کړ

 تا دژوند څو ليونۍ سندرې لوټ کړې

 د وجود غاړه مې ونیوه خاموش شو

 ما دستا دجدايۍ سندرې لوټ کړې

.....

ته دا تورې زلفې خاورو له راپريږده

 ته دعشق په جنازه کې راحضور شه

 یوه ورستۍ سلګۍ په غاړه کې راپريږده

 د بقا په در وازه کې راحضور شه

........

طالب منګل