غزل

راټول چې پـــه تصوير شي کاېنات په آيينه کې

 ښــــــکلا ته څنګه پاتې شي جذبات په آيينه کې

 که خپله دسينګار څېره يې نــه وه او که وه هم

خو نه وو د ليدو څــــــــه ممکنات په آيينه کې

 ټوټې،ټوټې نظر يې په پستو سترګو کې ټول کړ

چې لاړو پاتې نـه شو دومره زيات په آيينه کې

چې زه او زه يو بل ته په وجود کې سره ګورو

 حيران غوندې ولاړيم د خپل ذات پــه آيينه کې

زه دومره درته ښکارمه چې نه ښکارم طالبه!

له دې نه نور بـه څه وي امکانات په آيينه کې

طالب منګل