اثر

ستا په کتو ستا په لیدو کې څه اثر غوندې دی

داستا د سرو شونډو سرو کې څه اثر غوندې دی

دا لا ماسم کتلي نه دي ستا د زنې سر ته

ستا په سپین مخ دا شنو خالو کې څه اثر غوندې دې

دا چې تړي پرې داسې زړونه تل بې باکه غوندې

جانانه ستا تورو کمڅو کې څه اثرغوندې دی

داچې زه ګرځم لوڅې پښې ګریوان شلیدلی هسې

ښکلي مخو ته په کتو کې څه اثرغوندې دی

د دغه چم خلک پوهیږي چې دا څه کوي دوی

هسې نه ډوب شي دې خلکو کې څه اثر غوند دې

دا چې آرین لیکي غزل په ښکلې داسې ژبه

په خدای قسم چې په پښتو کې څه اثر غوندې دې