د اوباما سپين چکونه او د افغانانو په ژوند کې پرمختګونه
دا مقاله د کرزي د هغې ناستې په تایید لیکل شوې کومه یې چې د جنوري د میاشتې په ۱۱ نیټه د اې بي سي ټلویزونه سره په دې اړه درلوده چې ګواکې امریکا افغانستان ته سپين چکونه ورکړي دي خو ولسمشر کرزي په ډير نرتوب دا وروسره وو نه منله او ډير یې داسې ځوابونه ورکړل چې د هر افغان لپاره د منلو وړ او د هر افغان د زړه غوښتنه وه .
وروسته تر دې چې د کرزي لومړی دوره د پای ته رسیدو شیبې نیژدې شوې نو د بیا ټاکنو چې په افغانستان کې د کرزي د راتګ څخه وروسته دوهمې ټاکنې وې د پروسې د پيل چیغې سورې پيل شوې نورې نړی هم د هرې خوا څخه داسې کسان چې دوی په خپلو هیوادونو کې د داسې کسانو د شتون څخه په تنګ وو نو دې هیواد ته یې را واستول او په دې نوم چې ګواکي څارونکي دي ورته یې ۲۰۰۰۰ ډالره معاش او دوه، درې لکسیس موټرونه هم ورکړل ترڅو دا ښاغلي او آغلې پکې وګرځي او د ټاکنو د پروسې څخه څارنه وکړي خو په هرحال ډيرې ورځې لا نه وې تیرې چې د نومونو ثبتول پيل شول ورپسې ډير ژر ټاکنې وشوې او دې څارونکو چې افغانستان ته د دې لپاره راغلي وو ترڅو وکولای شي د ټاکنو څخه څارنه وکړي نور خو یې څه کوې په کابل کې هم چا وو نه لیدل خو په لنډ ډول ویلای شم چې د ټاکنو په ورځ دې څارونکو داسې خوبونه وکړل چې مه یې کوه پوښتنه.
وروسته تردې چې په ټاکنو کې ډيرې ستونزې رامنځ ته شوې او ټاکنې دوهم پړاو ته لاړې نو دلته بهرنیانو سترګې برګې کړې چې د دې سترګو برګونکی لومړی کس د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي کاآيډې مرستیال ښاغلی ګالبریت وو چې په کاآيډې یې سترګې ور برګې کړې چې په ټاکنو کې درغلي شوې او باید ټاکې دوهم پړاو ته لاړې شي چې همداسې وشول او ټاکنې دوهم پړاو ته لاړې خو لویدیځې نړۍ او اروپايي هیوادونو داسې ډنډورې وغږولې چې ټوله دنیا یې حیرانه کړه خو به هرحال ټاکنې وونه شوې او ولسمشر کرزی وړونکی ووبلل شو وروسته تر دې چې ولسمشر کرزی ګټونکی ووبلل شو نو په سر کې ښاغلي اوباما د ټلیفون په کرښه ده ته مبارکي وویله چې ورپسې دا نورو.......
خو کله چې ټوله نړۍ په دې پوه شوه چې د دومره ستونزو سره سره افغانان بیا هم کولای شي هرڅه ته تغیر ورکړي نویې نوې ډنډورې پیل کړې چې ځينې یې سمې او ځينې ناسمې وې چې سمې یې داوې چې ویل یې چې په افغانستان کې اداري فساد په پراخه کچه شتون لري دایې تر ټولو ښه خبر او د منلو وړ وه.
د دې خبرو وروسته ولسمشر اوباما هم سټيج ته جګ شو او په نیویارک کې یې په یوه اوږده وینا کې وویل چې مونږ نور نه شو کولای افغان دولت ته سپين چکونه ورکړو او تر دې دمه مو ګواکې ډير سپين چکونه ورکړي دي چې د ده د خبرو ځينې مهم ټکي دا دي:
(ولسمشر بارک اوباما تیره میاشت افغانستان ته د ۳۰۰۰۰ امریکايي سرتیرو د استول په وخت کې ولسمشر کرزي ته وویل چې باید په افغانستان کې د خپلې ادارې څخه فساد لري کړي.)
(د دې څخه وړاندې د بریټانیا لومړي وزیر ګورډن براون ویلي وو چې دی نه شي کولای د داسې یوه دولت لپاره چې د فساد سره مبارزه نه شي کولای، د ده هیواد نه شي کولای د خپلو سرتیرو ژوند د ګواښ سره مخامخ کړي.)
(د راپورونو سره سم د طالبانو د را نسکوریدو څخه تر دې دمه په افغانستان کې ۱۱۷.۴ میلیارده ډالر په مصرف رسیدلي دي او په دې موده کې د دې هیواد ۹۰۰ سرتیري وژل شوي دي.)
(ه دې وینا کې ولسمشر اوباما ژمنه وکړه چې له افغانستان څخه به د امریکايي سرتیرو د را ایستلو لړۍ له ۱۸ میاشتو وروسته پيل کړي او د دې هیواد د امنیت چارې به افغان ځواکونو ته وسپارل شي.)
د دې څخه وروسته او سمدستی د جنوري د میاشتې په ۱۳ نیټه د افغانستان لپاره د امریکا د مرستو څارونکي وویل چې نور څوک نه شي کولای د دوی پیسې بې ځایه ولګوي او دوی به نور د خپلو مرستو څخه څارنه کوي.
وروسته تر دې چې ښاغلي اوباما یو څه او ملګري ي ګورډن براون بل څه وویل نو دلته ځينې داسې پوښتنې هم شتون لري چې ځينې وخت هرچا ته پيداکیږي ترڅو یې وکوي په سرکې ځينې هغه پوښتنې چې باید ووشي:
الف ــ ایا تاسو افغانستان د څه شي لپاره راغلي یاست؟(که چیرې د دې لپاره راغلي یاست چې القاعده مو دښمن دی او غواړی خپل دښمن له منځه یوسی نو باید ډيرې پیسې نورې هم ولګوی)
ب ــ کومې پيسې چې تاسو یې سپین چکونه بولی چا د دې هیواد څخه یوړې؟(دا خو نو بیخي مالومه ده چې د هربحرني اوسیدونکي چې افغانستان ته راځي معاش یې ۲۰۰۰۰ ډالره وي او څودانې نوي موټر هم ورته خریداري کیږي چې دوی راځي په یوه نوم خو د بریته تګ په وخت کې یې هیخ لاس ته راوړنې نه وي مالومې او بس یوازې په یوه او بل نوم دې هیواد ته راځي کنه نو اوس خو به درته ستاسو د ټاکنو څارونکي مالوم شوي وي چې څه یې وکړل څومره څارنه یې وکړه ایا په ټاکنو کې ریښتا درغلي شوې وې او کنه خو په هر حال((تورې د لالا وهي مړی د عبدالله)) مري دې افغانان او ډالر دې تاسو واخلی)
ج ــ د دومره پيسو په لږولو سره د افغانانو په ژوند کې کوم تغیر راغلی؟(که تاسو دې ته تغیر وایاست چې ډير افغانان په هندي سریالونو بوخت دي او ځينې یې په ايډز اخته دي او ځينې یې په یو او بل نوم داسې کړنې کوي چې ستاسو خوښې دي خو د هیواد په ګټه نه ډي نو دې ته خو تغیر نه شو ویلای.)
د ــ د بریټانیا لومړی وزیر چې وايي چې زه نه شم کولای په داسې یو هیواد کې چې په اداري فساد ککړ وي نه شم کولای د خپلو سرتیرو ژوند د ګواښ سره مخامخ کړم؟(ایا ته د دې لپاره افغانستان ته راغلی یې چې دلته سوله او ټيکاو راولې که نه د ټولو نه مخکې ډیرې ډلې او تر ټولو ډير اداري فساد ته تاسو په افغانستان کې لمنې وهی ځکه چې ډيرې داسې بیلګې شته او ستاسو هره کړنه د دې هیواد لپاره ډيره خطرناکه ده ځکه ستاسو دوه مخی سیاست تر دې دمه هیڅوک هم ښاد نکړل.)
ه ــ د دې تر څنګ چې تاسو افغانانو ته سپين چکونه ورکړل نو د دې په وړاندې مو ډير سپين افغانان هم په خپلو بمباریو کې ووژل نو ایا د دې قیمت ډير دې او که ستاسو د سپينو چکونو؟( چې د دې ډيرې بیلګې د هیواد په هره برخه کې شته د هرات د شینډنډ اوبیا د هلمند تر دهراووته او ان تر پروني کندز او نني کنړ او بیا نني هلمنده پورې چې د لاریون له امله شپږ ملکي وګړي پکې ووژل شول او لا دادي وژل کیږي.نو ایا تاسو ته تر ټولو ډير څه مهم دي سپين چکونه او که د خلکو ساتنه.)
د دې ترڅنګ کوم هیوادونه چې افغانستان ته راغلي دي ټولو د خپلې وسې پورې تل په اداري فساد کې لاس لرلی دی ځکه ډير ځله به مو اوریدلي وي چې ډيرو یې د وسله والو سره مرستې کړي او حتی ډير مخکې ته څو ورځې د مخه به مو اوریدلي وي چې په سروبي کې فرانسوي ځواکونو طالبانو ته ډالی استولې وې چې دوی یې ډالی نه وې منلې او بیا دا خبره د طالبانو ځايي چارواکو رسنیو ته وکړه خودوی بیا هم وايي چې نه داسې څه نه دي شوي نه مونږ داسې معاملو ته تیار یو نو ایا دا هسې اوازې دي.که چیرې دا هسې اوازې وي نو بیا خو ډير ښه خو که چیرې دا تر ډيره بریده ریښتیا وي او څو څو ځله داسې شوي وي نو بیا ولې دوی دا دومره تورونه مني نه.
بله تر ټولو مهمه خبره چې ماته د دوی د سپينو چکونو څخه ډيره د څيړلو وړ ده هغه داده چې کله د دوی په برید کې ملکي وګړي ووژل شي نو دوی تل وايي چې نه دا اورپکي دي او ملکي وګړي نه دي خو کله چې ریښتیا شي نو بیا یوازې بخښنه غواړي اوس اوباما چې په سپينو چکونو ولسمشر کرزي ته سترګې برګوي ولې ولسمشر ده ته سترګې نه برګوي او ولې ورته په ځغرده نه وايي چې وروره نور نو بس ده ځکه هغه متل دی چې وايي((د ډيرې مینې څخه زینا منځ ته راځي،او د ډيرې پرخوني څخه قتل)) خو مونږ دا هرڅه په ډيره سړه سینه زغملي دي او تل یې زغمو خو دوی سپين چکونه چې نه مو لیدلي او نه مو کتلي دي په مونږ یې را اړوي دلته چې بهرنیان د افغانستان لپاره د دوی په وینا پالیسي جوړوي او خدای د خیر ورکړي ډيرې پالیسي یی د مونږ لپاره جوړې کړي او په لکونو ډالر د دوی له خوا وخوړل شول او لا خوړل کیږي ولې د دوی په ځای یو افغان نه ګمارل کیږي که افغان نه وي نو زما په اند د دوی په پرتله خو بیا د یو اسلامي هیواد یو پوهاند او قانون پوه ډير ښه ده چې دلته راشي د اسلام په رڼا کې مونږ ته یو څه جوړ کړي خو د هرڅه نه د مخه باید په افغانستان کې افغان ولټول شي تر څو وکولای شي د خپل هیواد لپاره یو پرګرام او پالیسي جوړه کړي.
که چیرې سپين چکونه دا وي کوم چې دوی یې په جګړو کې مصرفوي او دا په افغانانو حسابوي نو دا طالبان خو افغانانو ته کوم ګواښ وو او نه کوم ګواښ کیدای شي دوی دلته د دې لپاره چې د دوی په وینا ترهګري له منځه یوسي نه د دې لپاره چې خپلې وسلې دلته و ازمويي او یا د خپلو اهدافو د لاس ته راوړلو لپاره خپل ټول مصارف په افغانانو حساب کړي او افغانان د دې هرڅه مدیون وګڼي. ځکه دوی دلته په زور راغلي دي او افغانان یې ترهګر بللي او د دوی خاوره یې د ترهګرو ځاله بللې ده نو تاسو چې دلته راغلاست دا خو هیڅ افغان غوښتنه نه وه بلکه تاسو غوښتل چې دې هیواد ته راشی او وروسته مو په عراق برید وکړ هلته مو څه لاس ته راوړل یوازې مو جوړ نظام چپه کړ او صدام مو په دار جک کړ او په پای کې مو فرقه يي جنګونه دوی ته په ځای پریښودل او تاسو ترې خپې سپکې کړې، اوس که تاسو افغانستان ته سپين چکونه ورکړي وي بیا هم لکه څنګه چې ولسمشر کرزي د اې بي سي په ټلویزون کې ترې مننه وکړه زه هم د یو افغان په توګه ترې مننه کوم او نور دې نه سپين چکونه دې هیواد ته ورکوي او نه د دې هیواد وګړي په یو او بل نوم وژني او نه دې د دې هیواد څخه عراق جوړوي نو د مهرباني له مخې دي له افغانستان څخه ووځي او بیرته دې هر څوک خپل کور ته لاړشي ځکه افغانستان د سپينو چکونو په ځای د دې څخه تنګ شوي دي چې څنګه د دې بهرنیانو څخه چې په یو او بل نوم یې وژني خلاص شي او دوی دې ته وزګار شي ترڅو وکولای شي په ارامه ژوند وکړي ځکه دلته اوس نور په افغانانو کې داسې هیلې نه دي پاتې چې ګواکې سړکونه به ورغول شي، ماشومانوته به ښونځي جوړ شي........او ډير داسې نور کارونه چې دوی یې طمعه درلوده نه کیږي او نه به ووشي دا هرڅه چې رغیدلي دي دا ټول دوی د خپلو ځانونو لپاره رغولي دي هرځای کې چې د میشتو بهرنیو ځواکونو هډه وي هلته سړک جوړشوی خو په هرځای کې چې ډير ملکي وګړي د ستونزو سره مخ دي هلته هیڅ هم نه دي شوي او هیڅ کیدای هم نه شي ځکه چې رحمن بابا ډير د مخه ویلي دي:
ما د خدای لپاره یار لیدلی نه دی
هرسړی تر خپل مطلبه پورې یار دې
نو اوس به دې ته راشو چې ولې افغانان او افغان دولت په دې تورن شو چې ګواکې سپين چکونه ورکړل شوي دي اوس نو تاسو ووایاست چې دې سپين چکونو د دې هیواد د ځوریدلي اولس په ژوند کې کوم تغیر را وستلی دی او یا به یې راولي.
په افغانستان کې د یو سم او کاري دولت په هیله.