غزل
ژبورې ، جنګيرکې ، جنګيرکې !
زړه مې څه له خورې ؟ شيشکې ،جنګيرکې !
بس کړه ، بس کړه له ناندرو نه دې لوګی شم
رقيبان وهي چکچکې ، جنګيرکې !
ژاړه مه ، راشه ، خوړلې خو مې نه يې
درواپس به کړم مچکې ، جنګيرکې !
زما سترګې اباسين د سرو ګونګريو
ته تصوير شه د بطکې ، جنګيرکې !
د سرو شونډو د کنځا بلا دې واخلم
ګل شي وسپړي غونچکې ، جنګيرکې !
زړه هلمند ، ارمان طالب او دا ستا سترګې
بې پيلوټه الوتکې ، جنګيرکې !
ته وا ستا نو د حمزه بابا غزل دی ؟
چې په ما کوې نيوکې جنګيرکې !
سندريز شور
ډيرو کسانو به زما په ویبلاګ کې د یار په نوم تبصرې لوستلې وي دا ښکلی غزل هم ماته همهغه یار رالیږلی دی اوګوری چې زما د دې خواږه یار ذوق څنګه دی هیله ده چې په لوستلو یې ستاسې مینه هم دومره ماته شي لکه زما منیه چې پرې ماته شوه ځکه چې د دې غزلې استعارې ،کنایې او تشبیهات دومره ښکلي دي چې پوښتنه یې مه کوه نور نو هغه د ازادي راډيو خپره(غزل زمونږ قضاوت ستاسو)
په ادبي او فرهنګي مینه
محمدالله ارین احمدزی