د کلي واده
په ګڼ شمېر پښتني سيمو او خاص بيا زمونږ د اوسېدو په کلي کې چې کله هم کومه پېغله ودېږي او د واده شپه يې وي نو د کلي نجونې او د پېغلې ټولې ملګرې د ودېدونکې پېغلې کور ته راځي له هغې پېغلې سره چې سبا يې واده کېږي شپه ويښه تېروي او د پيغلې سره د پاتې کېدو د وخت زياته برخه د پېغلې په سينګار تېروي .
د کلي پېغلې نجونې د ناوې سينګار لومړى د هغې د سر د وېښتانو په مينځلو پيلوي . او د پېغلې د زلفو مېنځل په سندرو بدرګه کوي .
لاندې څو ټپې او هغه سندرې چې کليوالې پېغلې يې د ناوې د سينګار پر مهال وايي ليکم چې په دې په توګه به په پښتو ادب کې د پېغلو د ونډې ، د هغوۍ د هغو ټپو او سندرو چې دا مهال د ورکېدو په حال کې دي د له مېنځه تلو مخه هم ونيول شي .
تورپيکي دې ونيولې ورېځې
له خوماروسترګودې اوري بارانونه
له داتور پېکي دې جارشم
خورې ژاړې ولي
که ستاورور ...ګل په دې دنياوي
تابه بيا راولي
په تورپېکي دې نه نيولولاسونه
کم عقلې اوس بې تل کړې ارمانونه
ده ناو کۍ په لاس چې ـــ ګوتې غمی نه لري
پلاريې له کوره ود وي ــ پرې زړه سوی نه لري
سپېنی جامې دي کاږه
خورې ! ده سرو دې وار دى
ټولې همزولې ناستې
خورې پر تا تلوار دى
دې ته ورته له نورو ډېرو ټپو او سندرو ويلو او د ناوې له وېښتانو پرېمنځلو وروسته ناوې د کور يوې داسې ګوښې کوټې ته بيايي چې هغې ته ورباڼې نه ورځي . ډېر وخت خو يې د خپلې کومې نږدې ملګري کور ته بيايي .
هلته د ناوې ملګرې د ناوې لېدو ته ورځي او بېلابېلې ډالۍ
( برخې ) ورکوي .
په هغه کوټه کې چې ناوې د وېښتانو له مېنځلو وروسته وروستل شوې وي پېغلې د ناوې منګولې سرې کوي .
کليوالې پېغلې د ناوې منګولې سره کول هم په تپو او سندرو بدرګه کوي .
د بېلګې په توګه پيغلې د ناوې د لاسونو د سره کېدو پر مهال داسې سندرې او ټپې وايي
سمه نيمه شپه شوه
شپه په تندي پرېوته
نکريزې رانه وړلې
څه ټکه په ..... پرېوته
خدای ومنه خېښې !! موټ يې ورو ورو خلاصوه
کې نه سې خلاصولای وخت مومه ضايع کوه
سمه نيمه شپه سوه خاليدې په خوب ويدې سوې
په پېغلوکې چې ګورم ده خورۍمنګولې سرې سوې
ناوکۍ په باغ کې ګرزي سره ګلان ټولوي
دادې مورکۍ وخوري سپنکی لاس سره کوي
زمونږ ناوې چنار ودروئ
وراباڼې سپېلني ترې جاره وئ
را با ڼي بيا يو ه دا سې ښځه را ولي چې خا و ند يې هم ژ و ند ی وی لمنه يې هم ز ر غونه وي ښه زا من او لو را نی و لر ی ا و ښه د نيا دا ر ه وی نو د ناو ی مو ټ و رخلا سو ی د نا و ې مخ پټ و ی.
ا و د ښی لا س مو ټ يې ټينګ نيو لی وي. هغه ښځه په ډير ز و ر سر ه مو ټ و ر خلا صه و ي و ر سته له ډ ير ز و ر سر ه چې مټ و ر خلا ص کړي نو په ښي لا س کې لږ
نکر ېزې و ر ږ د ی ا و په چپ لا س کی پېسی و ر ږ د ی په د ی و خت کی و ر ا با ڼی پيغلی ا و د نا و ی ملګر ی پيغلی په و ا ر ټبی و ا يی او نا و ی ژا ړ ی
و را با ڼی سندری وايی:
ناو يه ستر ګې پټې و ړ ه د ا تو ر ې
سها ر به د ليو ر و کتار پی ګو ر ې
په منځ ماته شې ا و ږ ی چی شرنګها ر د ې را ځي
ز و م د ه سپر و مير د لوی سها ر به را ځی
ناو ی ښه سې بد ه مسی
که ز موږ په د عا کيږ ی د خسر د لا س کو زه سی
ناو ی ښه سې بد ه مسی
که ز مو ږ په د عا کېږ ی د خپل ځو ا ن د جېب آ ينه سی
نا وکی مخ که لو څوی نن د يدن نو نه دی
سبا سها ر يي پټه و ه پر دی قو مونه دی
نا و يه ز ړګی لوی کړ ه پښتی لو ړی
تير ه و ی به د پر د و خلګو خبر ی
له د ې نه و ر سته و رابا ڼي ځي نا و ې ا و ملګر ی هلته پا ته کيږ ي د چپ مټ پيسې نا و ې خپلو ملګرو ته و رکو ي ا و لا سو نه ا و پيښ ملګر ی ښه په تر تېب سر ور سره کو ي. کلي وا لې ښځې د نا و ې په منګلو ا و پښو با ند ې ګلان او نو ر ې نخشې نه ليکی يو رنګه يی سر ه کو ي په د ې کا ر کې ټو لې پېغلې بر خه ا خلي و رسته بيا ټو لې خپل لا سو نه ا و پيښي هم سره کویي . په خپلو لا سو نو ښې نخشي ليکی ،
ا و بيا خوب ته ځي.
نوربيا