لویه خدایه!
لویه خدایه ،لویه خدایه
اتحاد مو په نصیب کړې
دا پښتون چې تیت پرک دی
ته یې یو،یو یې قریب کړې
له اټکه تر ګومله دغه یو غیرتي قوم دۍ
لویه خدایه ته یې جوړ کړی دا ارمان زما ارمان دۍ
په دعا درته ولاړیم
دا دعا مې کړې قبوله
ستا په نوم تل جنګیدلې
بریالي یې کړې قومونه
اتحاد اتفاق ورکړې
چې آرام یې شي ژوندونه
الهي دغه مې سوال ده
ته منظور مې کړې سوالونه
ته یې خلاص کړې له الزامه
لګوي خلک پرې تورونه
ستا د دین حاکمیت غواړي
ته یې وکړې نصرتونه
د علم شمعه پکې بله
تل تر تله دې بلیږي
پاکه ربه درته سوال کړم
په پښتون مې خوا بدیږي
د آرین دغه دعا ده
ته پرې رحم وکړې خدایه
لویه خدایه لویه خدایه
محمدالله آرین کابل پوهنتون
24.11.2009
- محمدالله آرین احمدزی
سوګند
ډير تیر شول اخترونه او تیریږي
بس جانان ده په ما ګران نه مې هیریږي
کله کله چې رایادې یې وعدې شي
بس ماشوم زړګی زما پسې ژړیږي
خدایه ته یې زړه کې واچوي رحمونه
د جانان زړګی شو کاڼې لا سختیږي
ما خو ډير ډیر ورته وکړل سوګندونه
چې هر وخت کې د خبرې را یادیږي
زما جانان څنګه یاغي...
24.11.2009
- محمدالله آرین احمدزی
زه چې کله نا کله د هیواد په رسنیو کې د دومره تلویزونونو راډيو ګانو او ویب پاڼو شتون ګورم خدای شته چې ژورنالیستیکي مینه مې پرې ماتیږي.خو د دې سره سره کله ناکله بیا په دغو رسنیو کې ځينې داسې بې خونده او له افغاني کلتور سره متضاد کارونه ګورم چې هیڅ کله یې د چا وجدان نه مني او نه غواړي چې په کور کې د دې قسم تلویزونونو لیدونکي و اوسیږي.چې ښه بیلګه یې هندي سزیالونه دي چې ټول پکې د یوازې بې ځایه مینه ،له کوره تیښته،او حتی د عقیدې کمزورتیا زده کوي ځکه هغه تیره ورځ مې د صبح بخیر افغانستان د راډيو څخ...