زه چې کله نا کله د هیواد په رسنیو کې د دومره تلویزونونو راډيو ګانو او ویب پاڼو شتون ګورم خدای شته چې ژورنالیستیکي مینه مې پرې ماتیږي.خو د دې سره سره کله ناکله بیا په دغو رسنیو کې ځينې داسې بې خونده او له افغاني کلتور سره متضاد کارونه ګورم چې هیڅ کله یې د چا وجدان نه مني او نه غواړي چې په کور کې د دې قسم تلویزونونو لیدونکي و اوسیږي.چې ښه بیلګه یې هندي سزیالونه دي چې ټول پکې د یوازې بې ځایه مینه ،له کوره تیښته،او حتی د عقیدې کمزورتیا زده کوي ځکه هغه تیره ورځ مې د صبح بخیر افغانستان د راډيو څخه د یو چا نظر واورید چې ویل یي د هندي سریالونو دغه سندرې او مراسم زما یوې لور ډير پاخه زده کړي او ویل یې چې حتی یوه ورځ مې خپله دالور ولیدله چې یوې ونې ته یې د درناوي مراسم وړاندې کول.هوکې دغه سریالونه چې کوم زمونږ په هیواد کې خپریږي ایا د دې سریالونو ګټه زمونږ هیواد ته څه ده د هندوییزم او بودیزم د ین ته د خلکو رابلل او که بل څه ایا د دې ځوریدلي هیواد په بیا رغاونه(ذهني او اخلاقي) رغونه کې به د دې رول څه وي.
کله ناکله که چیرې تاسو پام کړی وي زمونږ د ټلویزونو کامره مینان په یوه کنفرانس او غونډه کې د داسې چا انځورونه را اخلي چې هغه واقعا د افغان او افغانیت څخه لرې وي لکه د ښکلو هلکانو او ښکلو نجونو انځورونه چې تاسو به لیدلي وي او په دې باندې به کله ناکله او څه ناڅه قضاوت کړی وي ،آيا دوی دې ناستې د دې لپاره راغلي دي چې داسې وکوي ایا ستاسو په اند د دوی دا کار د دې نوي د دیموکراسي ډګر ته د وردانګلي هیواد د اولس لپاره د منلو وړدي ایا د دې کار کول په داسې یوه عنعنوي او اسلامي ټولنه کې څومره مشروع کاردی ؟ ولې دغو ښاغلوته د دوی د ټلویزونو لوړپوړي چارواکي څه نه وايی ولې یې د داسې نا سمو کړنو څخه منع کوي نه.هوکې زمونږ د رسنیو هر اړخ که چیرې سم وڅيړل شي د دوی نیمګړتیاوې دومره ډيرې دي چې هیڅ څوک د دې تصور هم نه شي کولای،زمونږ د افغانستان ژورنالیزم او اوس په زورنالیزم تبدیل شوی ځکه هرڅه چې کوي کوي یې او څوک ورته داسې نه شي ویلای چې مکوه ځکه خو دوی د بیان د آزادي ډنډورې اوریدلې دي او دادی لګیا دي دې ډول ته دوی هم لرګي کښلي دي او ډ نګوي یي.سریالونه خو دا دې افغانانو يوڅه وومنل او اوس خو خدای شته ټول افغانان چې څوک په کور کې ټلویزون لري د دې سریالونو داسې معتاد شوي دي چې د خلاصون لاره له دوی څخه هم ورکه ده او ټلویزونه هم دا غواړي چې په هرډول کیږي د دوی لیدونکي زیات وي اعلانات واخلي او د دې سریالونو په منځ کې تیرکړي اوښې ډيرې پيسې پرې واخلي.
تاسو وګوری دوی چې کله د ولتي چارواکو سره کومه مره که کوي نو پيل کوي د منفي بافي څخه او همداسې دا خپله برنامه په منفي خبرو سره پای ته رسوي ،آيا داسې به ښه وه او که چیرې ویل شوي وای چې زمونږ اوسني دولت او یا بل کوم دولت چې هرڅوک وي زه نه غواړم د دولت څخه دفاعوکوم خو غواړم موضوع یو څه ارتباط سره پيداکړي دا دا ....... کړي خو په دغو برخو کې یې څه نه دي کړي آيا ولې یې نه کوي او که کوي یې نو کله به یی کوي دوی کولای شي چې خلکو ته ښه بد او هر رنګه پيغامونه ورسوي.خو د دوی پيغامونه دا دي چې څنګه هندي سریالونه چې نه زمونږ د فرهنګ او نه زمونږ د دین سره اړیکه لري څنګه خلکو ته جالب کړي او په کوم ځای یی ودروي چې صبا او بل صبا یې خلک لیدونکي واوسیږي،څنګه داسې وکوي چې چیرې د ښکلي هلک او ښکلې نجلی انځور راواخلي،ایا د دغو دودونو رواج په ټولنه کې سم کاردی ایا دا د افغاني ژورنالیزم د خدمتونو برخه ده .ایا دوی په راس کې د خپرونو څارونکی ټيم نه لري ولې د دوی هرڅه نه څاري ولې د دوی دغې کړنې بیا بیا تکراریږي.ولې زمونږ ژورنالیزم دومره د سپين سترګي پخوا روان دی ولې د دې هیواد د اصیل فرهنګ نماینده ګي نه کوي د دې په ځای چې د پردي فرهنګ نماینده ګي کوي.څنګه د دوی د لوړ پوړو چارواکوایمان او افغاني وجدان دوی ته دا اجازه ورکوي چې د دوی کارکونکي دې دغسې کړنې تکرارکړي.
د ژورنالیزم دا ناسم بازار به تر کله په افغانستان کې داسې ګرم وي ولې د دې ناسم بازار په ځای سم بازار نه ګرمه وي ولې د بهرنیانو سم دودونه او سمې کړنې دې ټولنې ته نه رالیږدوي د دې په ځای چې د بهرنیانو ناسمې کړنې را ولیږدوي.زمونږ رسنیو چې د نني دولت په چوکاټ کې دومره آزادي پيداکړه نو ولې بیا د دې هیواد وګړو ته د دې هیواد د دولت او چارواکو پر وړاندي منفي ذهنیت ورکوي،ځکه د منفي ذهنیت ورکونکي خو نور هم ډير دي نو دوی د کوم احساس له مخې دا کړنې بیا بیا تکراروي. او د دولت څخه زه دا پوښتنه کوم چې ولې نه شي کولای د دې ژورنالیزمي مافیا مخه ونیسي ولې ورسره جدي برخورد نه کوي ولې د دې مخنیوی نه شي کولای ولې د دوی دفترونه نغدي جریمه کوي نه .او که زمونږ دولت د دې وړتیا نه لري . ولې داسې رسنۍ په داسې یوه ټولنه کې چې هغه له څو لسیزو را په دیخوا یوازې د ټوپک سره لوی شوي دي داسې کړنې تر سره کوي .
زه د ټولو رسنیو څخه غواړم چې په کنفرانسونو او ناستو کې دې داسې کړنې لکه د ښځو څخه د داسې انځورونو له اخیستنو څخه مخنیوی وکړي ځکه دا کړنې کیدای شي د یوې داسې پیغلې اویا ښځې چې دا یې لومړی ځل وي ترڅو د کور څخه د دې اجازه لاس ته راوړي ترڅو په داسې ناسته کې ګډون وکړي کیدای شي د دوی د نه راتګ لامل شي ځکه د دې لامل یوازې او یوازې د دې کارونو کونکې رسنۍ دي چې کوي یې ځکه خلک دوی د دې لپاره خپلو ناستو او غونډو ته ور غواړي ترڅو د دوی د غونډې دا غوښتنې نړی والو او هیواد والو ته کټ مټ ورسوي نه داچې دوی د خلکو د خوندو او مندو داسې انځورنه نمایش ته کیږدي چې خلکو او په داسې غونډو او ناستو کې د خوندو او مندو لپاره د سرخوږي لامل شي ځکه دا کړنې د همدغو رسنیو ذ مه واري ده او دا هرڅه دوی کوي او دوی د دې کړنو اصلي لامل دي. زما هیله دا ده چې داسې ناسمې کړنې بیا بیا تکرار نه شي او نور د دې هیواد وګړو ته داسې د منفي دلایلو لاره بنده کړي او هرڅه دې په ډيره ساده ګي سره او کټ مټ نړی والو او هیواد والوته انځور کړي او د هرې ناستې څخه د (تولسي،پرینا،دولهمن،ستاره،او د میښین) سریال نه جوړوي ځکه دوی خو یو بې مسولیته خلکه دي د خدای په خاطر دې د خپلو خوندو او مندو مسولیتونو ته تاوان نه رسوي اونه دې د ویاړونو څخه ډک هیواد خلکو او نړۍ والوته داسې یو بې فرهنګه او بې ویاړه هیواد معرفي کوي.
وسلام.
محمدالله آرین احمدزی