اخترته ځکه خوشالېږم
چې مسافراشنامې کلي ته راځينه
اخترته ځکه خوشالېږم یا( اختر ته ډېره خوشالیږم )
زما ديار وعده اختر دى را به شينه!
اختره تل ترتله اوسې
چې دبېلتون په کور تر مرګه وي ويرونه
اختر نژدې دى ياره راشه
مبارکي به يو او بل ته ورکوونه
اختر د واړو مبارک شه
زه به خپل سره لاسونه يارته ورکومه
د اختر ورځې بختورې
چې مې جانان سره ديدن کيږي مينه
خدايه سرکار ته قوت ورکړې
چې لالى مې په اختر پرېږدې مينه (؟)
روژه به تېره په سفر كړم
اختر ته كلي ته درځم خوشاله يمه
خاونده ژر تر ژر اختر کړې
چې د عاشقانو سره وشي دیدنونه
د اختر شپه د هغې ځار شه
په کومه شپه چې سر دیار په څنګل ږدمه
د اختر ورځ ده خوشالي ده
یار مې مېلمه دی د زړه غوښې ورکومه
په سین کې زر کښتۍ لاهو کړه
سبا اختر دی د خپل یار سلام له ځمه
میاشت د اختر ښکلې ښکاره شوه
ربه اوس تږی د جانان د دیدن یمه
عالم اختر كا جامې وينځي
زما اختر به د ديدن په ورځې وينه
مياشت د اختر ښكلې ښكاره شوه
ربه اوس تږې د جانان دديدن يمه
عالم اختر كا جامې وينځي
زه به هاله اختر كوم چې يار له ځمه
خلک د اختر په ورځ دیدن کړي
زما قلم کاغذپه لاس بیدیا ته ځمه
زما اختر به څه اختر وي
په داسې ورځ چې زه له یاره جدا یمه
سبا اختر دی یار مې نشته
زه به بې یاره خوشالي څه کړم مینه
که اختر راشي یار مې نه وي
له خندا ډکه خوله به چا له ورکومه
د مسافر به څه اختر وي
چې د بېلتون لېونو سپو خوړلی وینه
اول روژه وي بیا اختر وي
په بېلتانه پسې وصال دی رابه شینه
اخترخوراغى يارمې نشته
دخندا ډکه خوله به چاله ورکومه؟
ښکلى اختر دى،بختور دى
افسوس په دې دی چې له ياره جلا يمه
اختر خو راغى ته رانغلې
پکار مې ندي دا بې ياره اخترونه
اختر خو راغى ته رانغلې
زه به دا سرې منګولې چاته ورکومه؟
اختره ما نه خپه نشې
چې مې لالى رانغى تا به څه کومه
چې مسافر جانان رانغى
که جهان ډک له اخترو شي څه به يې کړمه
اختر نژدې دى روژه لاړه
ليلا به چاته سرې منګولې ښکاروينه؟
اختره ستاخوشحالي څه کړم؟
زه د بېلتون له لاسه اورکې ستي شومه
اختر زما په نصيب نشته
زه د وصال په تمه ستايم مړه به شمه
خلكه زما به څه اختر وي
چې بېلتانه راته خېمې وهلي دينه
خلكه زما به څه اختر وي
انبار غمونه بېلتانه راكړي دينه
خلكه زما به څه اختر وي
چې بېلتانه په سر سرتور تړلى يمه
خلك به وايي چې اختر دى
په ما خو ندى چې له ياره جدايمه
زما د زړه ارامه راشه
په تمامي جهان اخترپه ما غمونه
اخترته ځکه خوشالېږم
چې مرور جانان به ما پخلاکوينه
زما له یاره ګیله کیږي
د لوی اختر مبارکي نه راکوینه
اختره څومره بختوريې
چې دوه ياران يوبل ته غېږې ورکوينه
ګرانې اختر دې مبارک شه
سپینه خولګۍ مبارکي راکړه مینه
اختره څنګه به خوشحال شم
چې مې په زړه پراته دلۍ، دلۍ غمونه!
خلک کالي کوي اختر دی
زه د شهید جامې په خوا کې ګرځومه
د غم اختر د غم سیلونه
د غم بازار دغم سودا په کې کومه
اختر يوه لويه خوشالي وي
چې زړونه اخلي پرې د عمر پيوندونه
اختره شکردى، چې راغلې
په انتظار در ته د ډېرې مودې ومه
چې مازديګر شي ښکته لمر شي
په چا اختر شي څوک د غم نارې وهينه
جانانه راشه چې اختر شي
نن خو زما په اوږه واچوه لاسونه
پر ما هغه ورځ اختر ده
چې شیرین یار مې د ډولۍ په مخکې ځینه
ورځ د اختر ده نورڅه ندي
په سره جوړه کې راته شنه له خندا شینه
ګودر كې هره ورځ اختر وي
منګي په سر ورته راځي جونه سيلونه
اختر پرون تېر شو عالمه
د بغدادوکوترو نن راغله سيلونه
اختر پرون و، پرون تېر شو
دا دامان کوترو نن سره کړه لاسونه
اختر د چا د مور مېړه دی
چې پېغلې نجونې ورته ځان سمبالوينه
تا چې دا سور کميس اغوستى
داسې ښکاريږي چې اختر کوې مينه
پېزوانه خانده هوسېږه
سبا اختر دى تا به پاس په تندي وړمه
پېزوانه زیری مې درباندې
سبا اختر دی په سرو شونډو به دې وړمه
اخترپه ټوکو، ټوکوراغى
نه مې کالي شته نه دغاړې امېلونه
اخترپه ټوکو، ټوکوراغى
نه مې اوږۍ شته نه دغاړې تاويزونه
خلک اخترته خويندې بيایي
بې وروڼو خويندې د تربرو لارې څارينه!
خلک اختر ته خويندې بيایي
بې وروڼو خويندې دېوالو ته ناستې وينه
ته داخترپه سباراشه
زه به دروځم تورې سترګې سره لاسونه
اختر دې تاته مبارک شي
چې لاس او پښې دې بې حنا اور لګوينه
اختر د واړو مبارک شه
زه به خپل سره لاسونه یار ته ورکومه
ډمې غنچه ګلان مې يوسه
پدې پلمه مبارکي ورکه مينه
اختر په ورځ دې ځان سينګار كړ
څوك دې په زړه دي كه ډاډه وهې ټالونه:
اختر په منډه منډه راغی
ورکړې نجونې د جوړې په تمه دینه
اخترپه وخت د ګلو راغى
زما نازك زړګي نه خیژي فريادونه
اختره تل ترتله اوسې
زه د الله په در كې دا دوعا كومه
اختر د جونو مبارك شه
زاڼې د بل وطن مرغان دي لاړ به شينه
اختر د واړو مبارك شه
كه مسافر وي كه د يار له څنګه وينه
اختر پرون و،پرون تېر شو
كله به راشې صحبتي لويه اختره
اختر په وخت د واورو راغی
زما د یار د کلي لارې بندې دینه
اختره څنګه به خوشال شم
زه د اغیار له لاسه اور کې ژوند کومه
د پېغلتوب اختر مې تېر شو
د سپین سرۍ په اختر اوښکې تویومه
اختر له تاسره ښاییږي
نور خلک خوشې د اختر هوس کوینه
اختر د جونو مبارک شه
زاڼې د بل وطن مرغان دي لاړ به شینه
د انمر زیړی وخت مازدیګر دی
په چا اختر دی څوک د غم ژړا کوینه
د روژې هر ماښام اختر دی
ټوټې، ټوټې د پېشلمي د لاسه یمه
سالو یې دوه رنګه په سرکړو
په چا یې اختر کړو چا له یې ورکړل ډېر غمونه
شپه د اختر وه که د قدر
چې د اشنا سره مې وشوه دیدنونه
مخ دې قمر شغلې د لمر کا
په چا ختر کا څوک د غم سودا کوینه
په سپینه خوله که روژه ماته
د کفارې روژې به دواړه ونیسونه
خلك اختر ته جامې وينځي
زه په ګولو ويشتلى زړه ټكورومه
اختر په وخت د ګلو راغی
زما نازک زړګي نه خیژي فریادونه
پۀ لويوغرونوکې مې مېشته شوه
غنچې دګلوبۀ اشنالره لېږمه
پۀ لويوغرودخدای نظردی
پۀ سريې واورې پۀ لمن زېړي ګلونه
پۀ لېونتوب دې نۀ وېرېږم
پۀ زړۀ مې ګرځې تومتي نۀ شم جانانه
پۀ مامته کې دې خنداشوه
ستاپۀ ملاله خنداکورونازېدمه
پۀ مادې څۀ وکړۀ چې لاړې
ځان دې پخپله بې ديدنه کړمينه
پۀ مادې څۀ کړې بلاده
پرمخ مې غبرګې اوښکې ځي خوله درکومه
پۀ مادې څۀ کړي دي خدايه
چې نوردې ګل کړۀ زۀ غوټۍ ولاړه يمه
پۀ ماکانې دققنس وشوې
پرمېروډکي ټولوم ځان پرې سېزمه
پۀ مټيزتوب درسره نۀ ځم
پۀ پاکه مينه درسره يم څوچې يمه
پۀ مخ دې پشم دخولودی
خلک ګمان دمرغلروپرې کوينه
پۀ مخه راغلې مخ دې پټ کړ
ګناه مې وايه چې توبه پرې وکاږمه
پۀ بۀ کوم سړی خفه وي
چې زکندن يې دجانان پۀ غېږ کې وينه
پۀ مرګ بۀ دواړه سره ومرو
ارمان ارمان دی دژوندوخلکوبېلتونه
پۀ مرګ بۀ واړه سره مړۀ شو
ارمان مې دادی چې بۀ وړاندې وروسته شونه
پۀ مرګ بۀ مرم پاتې بۀ نۀ شم
ستادوصال ارمان بۀ قبرلره وړمه
پۀ مرګ بۀ دواړه سره ومرو
ارمان مې دادی زموږ بۀ ګوښې وي ګورونه
پۀ مرګ دتورومې رضاده
رضامې نۀ ده چې لۀ ياره جلاشمه
پۀ مرګ دې نۀ مري جانان ګران دی
پۀ رنځ دې پرېوزي چې پوښتنې ته ورځمه
پۀ مناسب دې نۀ پوهېږم
وايه پۀ کوم بارخودې خولۀ ولګومه
پۀ ناعلاجه مرض پروت يم
پۀ اشنادوه قدمه ګران دي نۀ راځينه
پۀ نصيب خپل همزولی راکړې
کۀ نيستي راغله پۀ خندابۀ يې تېرومه
پۀ نصيبه کې بۀ مې داوه
شيطان مې څۀ له خطرې زړۀ له راوړينه
پۀ نصيبه بۀ زما دا وه
اوس بۀ دعوادازل چاسره کومه
پۀ نکاح شوې مين مه شې
سبابۀ سرې سترګې ولاړيې دابۀ وړينه
پۀ ننواتې بۀ زۀ ورشم
پۀ مروراشنابۀ واچوم لاسونه
پۀ ننواتې پوره نۀ شوه
اوس بۀ لمن يارته پۀ خپله غوړومه
پۀ ننواتې دې ښۀ نۀ شي
څوچې ونۀ ګالې پۀ سرباندې غمونه
پۀ نيموشپوپۀ کلي راغلم
پۀ خوب ويدۀ اشنابۀ څوک راويښوينه
پۀ نيمه شپه بېداره اوسه
چې پۀ کې واورې دويشتلواوازونه
پۀ نيمه شپه چې راپۀ يادشې
لکه يتيم لۀ سترګواوښکې تويومه
پۀ نيمه شپه مې خوب ته راغلې
لکه يتيم مې تر سبا ژړلي دينه
پۀ نيمه شپه سندره وايه
څوک چې پۀ زړۀ ويشتلی وي بېداربۀ شينه
پۀ نيمه شپه چې راته يادشې
سرپۀ بازوکړم اوښکې لاندې تويومه
پۀ ورکېدومې يې خوشاله
ژر راته وايه داوطن درته پرېږدمه
پۀ ورۀ کې دوې خويندې ولاړې
پرمخ يې غبرګې اوښکې ځي ورک شه بېلتونه
پۀ وړاندې ځم پۀ وروستوګورم
قديمه خدايه دزړۀ سرمې پاتې شونه
پۀ وړاندې ځې شاته ګورې
تردې ويشتلي زړۀ دې ځارشمه مينه
پۀ وينوخوښ يمه چې توېږي
زمادزړۀ وينې پۀ جوش راغلې دينه
پۀ وينورنګ توره دې راوړه
چې پۀ سورکوشونډويې زۀ درپاکه کړمه
پۀ وينوسورشفق مې وليد
اه مې دزړۀ پۀ فلک اورولګاونه
پۀ ويښه يووارې رانغلې
پۀ خط کې نښې رالېږې چې ياردې يمه
پۀ هرساعت چې راپۀ يادشې
پۀ ځای کېنمه لۀ خولې وينې غورځومه
پۀ هريوګل کې بۀ ما وينې
کۀ محبت دې پۀ رښتينې پر ما وينه
پۀ هرګړي چې راپۀ يادشې
کميس لمبه شي تن مې اورواخلي مينه
پۀ هستۍ هرسړی لوړېږي
بده نيستي ده سيال لۀ سياله کموينه
پۀ هواتلم پۀ جال کې بندشوم
پۀ زولنوکې دموزيانوونښتمه
پۀ يارانه دې هېڅ پوه نۀ شوم
پۀ جدايي دې لکه مالګه اوبۀ شومه
پۀ يارانه کې زړۀ سندان که
پۀ کې پېښېږي دپلکونوګوزارونه
پۀ يارانه کې داسې کېږي
دچارنګ زېړشي دچامرګ پۀ توره شينه
پۀ ياري زوړسړی ځوانېږي
زۀ بۀ ياري دژڼوکړم چې ځوانه شمه
پۀ يارۍ روغ سړی رنځورشي
څۀ مې ضرور دی چې روغ ځان رنځورومه
پۀ يارۍ زوړسړی ځوانېږي
زۀ دلالي پۀ يارۍ ځوانه زړه شومه
پيره کامله رارسېږه
بېړۍ شوه غرقه پۀ تخته ولاړه يمه
پېزوان پۀ جګه پوزه خوندکړي
لکه پۀ لوړچنارچې واچوې ټالونه
پېزوان پۀ کرمه کې جوړېږي
دکندهارزرګره مات دې شه لاسونه
پېزوان دې مااخستی نۀ دی
پۀ کړکچه دې لوبې کړې هلته بۀ وينه
پېزوان زمادپوزې پرېووت
ته راپسې وې دابۀ تااخستی وينه
پېزوان کودی که اوبۀ راکړه
يودې ثواب دی بل ديارلۀ تندې مرينه
پېزوان مې خړو اوبوډوب کړ
پۀ سپينه خولۀ بۀ لامبوزن ورکوزومه
پېزوان مې شرنګ لۀ پوزې پرېووت
تۀ غلی غلی راپسې وې پټ دې کنه
پېزوان مې ښۀ جوړ که زرګره
يار مې ځلمی دی دپېزوان پۀ رڼاځينه
پېزوان مې پاس پۀ شونډو سپورکړ
لکه ښامارچې دخزانې دپاسه وينه
پېزوان مې روڼ جوړکه زرګره
يارمې هرکله دپېزوان پۀ رڼا ځينه
پېزوان مې ستاپۀ برېت کې بند شو
تردروازې پورې بندي درسره تلمه
پېزوانه خانده هوسېږه
سبااختردی پاس پۀ شونډوبۀ دې وړينه
پېزوانه تۀ ولې دلګيريې
که کلی لېږدي تابۀ پاس پۀ شونډووړمه
پېغلتوب نيمه پاچاهي ده
داناوېتوب ددېوال سيوری تېر بۀ شينه
پېغلولوګی تورسپېلني کړل
چې پۀ سپينه ورځ اشناغزاته ځينه
پېغلوپوړني سره اغوستي
لکه چې بيادشهيدقبرته ورځينه
پېغله چې نوې پېغلتوب کړي
لۀ سپينوواورونه يې سپين دي مړوندونه
پېغله خويې خوښه مې نۀ يې
دخماروسترګو دې بل کوي سيلونه
پيغمبري ګل بۀ ترې جوړ شي
کۀ دې پۀ لنډه زنه ووهل خالونه
پېغورخوډېرراکړئ عالمه
کۀ مې دښمن خپل پۀ ټګۍ وژلی وينه
پېکی دې بيا پۀ کوچو غوړ کړ
لکه ښيښه لمرته شغلې وهي مينه
پېکی دې يوې خواته شانه کړه
چې وروځومنځ کې دې شين خال راښکاره شينه
پېکی مې جګ کړه خال مې چپ کړه
دجنت ګل دی پرې تازه بۀ شې مينه
پېکی مې مه پرېکوه مورې
پۀ سرپرېکړوونونۀ کېني بازونه
پاس پۀ سنګر ټکونه وشول
مېړونه مري موزيان بۀ روغ کورته راځينه
پال ګرته لاړم پال مې وکوت
زماپۀ برخه يې راوښودل غمونه
پاولی دې يويوټک وهلی
دهرپاولي لاندې دې اوردی وېې سومه
پۀ اخرت بۀ حسابېږي
نجلۍ دظلم نه ګېډۍ تړلې دينه
پۀ پېښورکې وليان ډېردي
کږې جنډې پۀ مياعمرولاړې دينه
پۀ تشه خولۀ دې شوم غلطه
نامرده ياره پۀ ميدان دې پرېښودمه
پۀ توراوربل مې سلام وايه
کۀ مرګی چپ ؤبيابۀ وکړوديدنونه
پۀ تورټوپک ويشتلی راشې
چې پرهارونه دې ګنډم خولۀ درکومه
پۀ تېره توره مې حلال کړه
داسې خومه وايه چې نۀ درسره ځمه
پۀ زړۀ مې تۀ يې بل څوک نۀ دي
کۀ دروغ وايم ژردې خواره شم مينه
پۀ شمله ګۍ دې ګل کتارکړل
دښکلونجونودې اوربل وشرماونه
پۀ لاالله مې دې قسم وي
چې بۀ داستا لۀ يارۍ وانخلم لاسونه
پۀ مخکې ځې پۀ بېرته ګورې
لکه دناوې نه چې جداچنغول شينه
پۀ ناموس ننګ پۀ وطن جنګ دی
دوطن جنګ ته پۀ غورځنګ ورځم مينه
پۀ نصيبونونۀ رغېږم
دعاشقۍ ښامارپۀ زړۀ خوړلی يمه
پۀ چپه خولۀ باندې ګويايم
ديارانې لۀ رنځه زېړه پېړه شومه
پۀ چل ګزيانودې وخدايه
يايې زماکړي يايې خاورې کړې خالونه
پۀ خولګۍ حال ويلی نۀ شم
مينې دې پټ پۀ زړګي راکړل تورداغونه
پۀ ځلميتوب خوښۀ ځلمی يې
کۀ دديلي نښې راوړې ياري دې کړمه
پۀ دنداسه دې شونډې سرې کړې
ګل لاله دې پۀ صحراوشرماونه
پۀ دنياسره وړانګه پرته ده
ليلاپۀ څڼوکې لاله ټومبلي دينه
پۀ زړۀ مې خپل وطن ورېږي
لکه دزاڼوقلقلې پسې کومه
پۀ زمانوورک شې بېلتونه
پۀ خوب ويده اوښکې مې ستالۀ لاسه ځينه
پۀ سپينه خولۀ دې پرهاروشه
لکه تنکۍ برړه ژاولې خوټوينه
پۀ سورپالنګ بۀ دې راخېژم
کۀ چاپرې مړکړم پۀ پالنګ بۀ شهيدشمه
پۀ شرم ډېردرنه شرمېږم
دزړۀ دحاله بۀ دې ورووروخبرومه
پۀ شمل ګۍ دې ګل کتارکړل
دښکلونجونودې اوربل وشرماونه
پۀ شمندروزکې نۀ ودېږم
ماله ململ دلارې مه راوړه مينه
پۀ غوړېدلي سرمين شوې
بيامې توبه ده سربۀ نۀ چوټي کومه
پۀ کابل مه اوره بارانه
يارمې شوقي دئ لونګۍ نۀ ورټولوينه
پۀ کشمالوکې ورته پټ شوم
نجلۍ هوښياره کشمالوته نۀ راځينه
پۀ کشمالوکې ورته پټ شوم
نجلۍ دغواو غوبنه ده رابۀ شينه
پۀ کنډوګي مې سرورهسک کړ
دکونډې لورلکه سپاهي ځان جوړوينه
پۀ لاالله مې دې قسم وي
چې بۀ داستالۀ يارۍ وانخلم لاسونه
پۀ ليدومينه نۀ ماتېږي
څويې دسپينې سينې تاونۀ کړې لاسونه
پۀ مادې څۀ احسان دی وايه
څوک چې ياري کړي زحمتونه قبلوينه
پۀ مادې دوه فساده وکړل
يودې مين کړم بل دې ورک کړم لۀ وطنه
پۀ مازيګردې کډې باروې
پۀ مازيګردګناه ګارو کډې ځينه
پۀ مخ کې ځې پۀ بېرته ګورې
لکه دناوې نه جداچې چنغول شينه
پۀ منډه وختمه بام ته
يارمې ونۀ لیدپۀ ژړاراښکته شومه
پۀ مورچل نېغ ورځه ټيټ نۀ شې
پښتون ځلمی لۀ مرګه څنګ نۀ کړي مينه
ټپيزې
سپينه ټنډه دې غونډۍ ده/ ټپيزې/ حيران
لکه تسبـــــــــيح زما پر خـــــــــوله وای
پروت مې پر تک سپين زنګانه وای
نيمه شپه ويـــښ نــــــــــيمه ويده وای
که مې نصيــــب د بدو نـــــــــــــــه وای
پر زيـــــړکيـــــو تبــــــو کلــــــــــــــــه وړکي مرينه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
خلک خو وايي شــهزادګۍ ده
ښايست يې ټول د ښاپېرۍ ده
زه وايم نه ښکلې کــــــوچۍ ده
دا سپينه ټنډه دې غونډۍ ده
دا تورې زلفې دې رمــــــې پرې پنډې دينه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په زړه سوری پرهار دې زه يــم
نهيـــــــــلی زه، آزار دې زه يـــــم
بيا هم د غم غمخوار دې زه يم
د تهمتـــــونو يار دې زه يـــــــــم
د پتاسو دسمال دې بر کلي تـــــــــه ځينه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زړه دې د غره په شانې بار که
لکه فرهاد غرونه هـــــــوار که
جوړه د هر چا زړه کې لار که
دنيا د يــــار له ســــره ځار که
دنيا به تل وي ياران کلـــــــه کله وينه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مرګ د هر چا په کور مېـــلمه دی
که دې زړه دی که دې زړه نه دی
کار پکې جوړ د بېلــــتانــــه دی
په دې خبره مې زړه ښــــــــــه دی
چې ښايســــته بدرنګ به ټول خاورو ته ځونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دنيا کې بد ژوند د هجــران دی
که څوک هندو که مسلمان دی
دا عقيده دا مې ايــــــــمان دی
بې د جانانه عمر ګــــــــران دی
په دريابونو کرښې چا راښکلــــــــــــې دينه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
کاش چې زما په څېر دې زړه وای
بـــــــس لکه موم لکـــــه اوبـــه وای
غټ دومره ډېر لکــــــه د غره وای
يا مو لــــــــيدلي ســــــره نــــــه وای
يا مو دا ټــول عمر په يو ځای وای ميـــــــــــًنه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دا تور کارغان به مهاجر کړي
په غر غره به رڼــــــا لــــمر کړي
ټيټ به د ونو پښو ته سر کړي
خاوند به خپله مازديګر کړي
د تورو غرو سرو تـــه مــــــه ګـــــــوره مًينه
د حنيف حيران نوې ټپيزې
واورې وريږي موســــم يخ دی
چرته به وي زړه کې مې ښخ دی
زما په دې باندې ډېر خوښ دی
د يار مې چوخي چوخي مخ دی
چې لږه لويه شم غـــــــــمي به پکې ږدمــــه
مات به د عشق نور کچکول کړم
تاو به له زړه د صبر شپـــــول کړم
مينه به پس دې په تـــــــول کــــړم
زرې زرې زړه به راټـــــــــول کــــړم
بيا به په نوم د يارانـــــې ســــــړی رټمــــــــــه
ښه په جــــــذبې مې ورته ووې
د سپينې خولې مې ورته ووې
د يوې وعــــدې مې ورته ووې
د يارانــــې مــــــې ورتــــــه ووې
جينۍ وړه وه رنګ يـــــې زېړ وتښتېدنه
واړه په ما بانـــدې ډېر ګران دي
که يې مليـــــان که يې چڼيان دي
خو کيسه داده چې ډېر وران دي
طالبـــــان واړه لــــــېونيـــــــان دي
له وظيفې سره مې ګوتـــــــې تـــــــــاو وينه
د شپې له غېږې را ايله شو
د کلي سر کې را ښکاره شو
د شنه اسمان په ننداره شـو
د لېوني ارمان پوره شـــــــــو
په لاره ځي په کاڼو ولي زيــــــــارتونه
لکه نينـــــه داســـــــې ورتېږم
د مينې اور کې دې سوځيږم
ياره نه مـــــرم او نــــــه رغېږم
په لاره ځم ټوله شرنګـــــــېږم
ستا د تهمت ځنځير په غاړه ګرځومه
ما خو که کړله ما لــــه زړه کړه
هره چاره مې ستا په خوله کړه
تا هغه لوظ وعده د څــــه کړه؟
ياري خو تا کړه ما خو نــــکړه
اوس يې چې لنډه پرې کوې ژړا راځينه
تک سور تنور دې چاپېرچل که
په مخ را خور دې تور وربـــل که
رانګ دې د ټــــــول کلي بدل که
د کلي منځ کې دې اور بــــل که
روغ ترې تېريږي رنځور ځان پرې تودوينه
د آزادۍ جګړه اوږده شـــــوه
لاړله ورځ راباندې شپه شوه
له هر ځای جوړه هديره شوه
که د زلمو نه پوره نه شـــــوه
افغانستانه جينکـــــــــــۍ به دې ګټينه
پروت لکه ښځه په کاله شـــــــوې
نه د دغه نه د هغــــــــــه شــــــــــــوې
خاورې اېرې شولې نور څه شوې
که په مېوند کې شهيد نه شوې
خدايږو لاليه بې ننګــــۍ ته دې ساتينه
سترګې له سترګو نه شـــــرميږي
زړه دې د سکور غوندې توريږي
ياري نو داســــې کله کيــــــــــــږي
مينه دې ورځ په ورځ کميـــــــږي
ښکاري زما له يارانې اخلې لاســــــــونه
ما له کوچني رېباره ځار کې/ ټپيزې/ حيران
11.02.2009 06:04
دنګه ځواني زما د خـــوښـــــــې
د يارانې دې ټـــــــــولې نــــــــښې
درپسې ويلې مې شوې غوښې
زما خـــالـــــونه دا ستــــــــــا زخې
زما خو خوښ يې وايه تاتــه څنــــــګه يمــــه
ژړا د زړه خنـــدل د سترګو
دعا د زړه کنځل د سترګو
ګناه د زړه ژړل د ســـــترګو
مينه د زړه ليدل د ســترګو
لاس اچول خو د کم عقلو خـــــلکو وينـــــــــه
راسره نشتــــــه يار په خوا کې
جوړې مې شوې په زړه تڼاکې
تل يادوم يې پـــــه ژړا کــــــــــې
اوښکې ناولې دي که پاکـــــې
زما په څيرې ګرېوان ځي لمــــونځ پرې کومه
په نه خـبر باندې خــــفه شوې
لږه شېبه کې تکه ســـره شوې
خپلو خولو باندې لنده شوې
د کافر ګل په شان کږه شوې
چې راسمېږې نيــــمه ورځ به تېره وينــــــــه.
هسې به ځان لره غـــــم ډېر کړم
په تش هوس به عمــــــر تېر کړم
په مصيبت کې به ځان ګېر کړم
که د شودو لــــښتي ورتېر کړم
خزان ځپلی باغ مې نه نيـــــسي ګلونه