په زلفو کښې مې ونغاړه راګوره لکه شپه
له سپينو ستورو ډکه شه سمسوره لکه شپه
آرامه مې په سترګو غوړېدله لکه خوب
په خواه کښې راته ناسته وه بې شوره لکه شپه
حيا يې پښتنه ده په حيجاب کښې ده نغښتلې
خاونده ته يې مه کاندې سرتوره لکه شپه
رانجه د ليونۍ مينې يې څکلي وؤ نشه وه
په غيږ کښې وه بې واکه را نسکوره لکه شپه
د ستورو په چشمو کښې نظر واچوه تر لرې
په شپې پسې کاروانه غلي ګوره لکه شپه
پېر محمد کاروان